یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط يو شمېر مخکښ مبلغین د دوی په منتقدینو بدل شوي

د ط يو شمېر مخکښ مبلغین د دوی په منتقدینو بدل شوي

تاند:(دوشنبه ، د قوس دوه ويشتمه)‏‏‏‏ په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د طالبانو یو شمېر مخکښ مبلغین په وروستيو کې د دوی په منتقدینو بدل شوي، چې دلیل یې تر اوسه نه دی څرګند.

په دې ډله کې یو هم د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند دی، چې له څه مودې راهيسې د طالبانو ځينې چارې نقدوي.

ځلاند چې ويل کيږي د طالبانو له واکمنیدو وروسته به لوړه چوکۍ ورکړل شي،  ورځ تر بلې د حکومتولۍ د چارو د ګډوډۍ پر وړاندې غبرګونونه ښيي.

ځلاند په يوه تازه ټویټ کې د البیروني دولتي پوهنتون د رييس استعفا ته اشاره کړې چې د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړي طالب استازي له لاسه يې دنده پرې ایښې ده.

نوموړی په دې اړه لیکي:(( د پوهنتون رییس د پوهنتون د نوي چوکیدار له لاسه استعفا ورکړې، چې دا به د ښې حکومتولۍ کوم پړاو وي موږ باید بدل شو!!))

په نورو ټويټونو کې هم فیض محمد ځلاند د ناورين خبرداری ورکوي، له بې مسووليتۍ شکايت کوي، له خلکو سره ناوړه چلند او له هېواد څخه تېښتې ته اړ ايستل یې نقدوي او په ټوله کې د طالبانو په بدلولو ټینګار لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ښاغلی ځلاند د پوهنتون د مرستیال په توګه ټاکلی و خو ځلاند دا چوکۍ په داسې حجال کې ونه منله چې یو لیسانسه او بې تجربې کس د افغانستان تر ټولو د ستر پوهنتون د ريیس په توګه ټاکلی شوی و.

 د وحيد فقيري په نوم د طالبانو يو امريکا مېشتی مبلغ هم، چې پخوا يې په افغانستان کې د امريکا د سفير ايکن بیري د ترجمان په توګه دنده ترسره کوله، په وروستيو کې د طالبانو په منتقد بدل شوی.

 فقيري د طالبانو لخوا د علماوو د غونډې بللو ته په اشارې لیکلي: ‏افغانستان یوې ملي او سرتاسري جرګې ته اړتیا لري.یوازي د دیني علماوو شورا د ګردو افغانانو نمایندګي نه کوي.

نوموړي د طالبانو په نقد کې د یوې رسنۍ هغه راپور هم شریک کړی، چې سرليک يې  دی: ‏«افغانان: طالبان په طرح جوړونه کې پاتې راغلي، غیرمسلکي کسان یې په کار ګمارلي.»

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې ورځ په ورځ محدود شمېر تحصيل کړي او د عامو خلکو په اصطلاح (نيکټايي والا) ملاتړي ترې څنګ ته کیږي.

د دوی نور منتقدین بيا وايي، چې طالب مشران اکثره تنګ نظره دي او حتا خپلو دا ډول ملاتړو ته هم په حکومت کې غېږه نه شي خلاصولی او د فلج شوې حکومتولۍ په روانولو کې ترې استفاده نه کوي.

3 COMMENTS

  1. بسم الله الرحمن الرحیم
    فیض محمد زلاند یو عیاش او بی بندو بار سړی و هغه وخت یی داسی ښودله چی ګواکی د طالبانو انډیوال دی، خو حقیقت یواځې پاک رب ته معلوم و فکر نه کوم داسی سړی باندی طالبانو اعتبار وکړی میاشت کی یوځل به خارج ته روان و خصوصاً هنوستان خو داسی ورته ښکاریده لکه ده اوغانان نه چی خیرخانی ته ځي بیا به یی ښخینه ډله هم ورسره و. د ده لیټاپ ډیره کچه فلمونو نه ډک و محصلان یی کیسی کوی هغه وخت یی ډیرو چینلونو سره لاری درلودی خدای سی دا څه شی دی طالبان حق لری دغه عیاش ته ځای ورنکړی طالب ساده صادق خلک خوښوی که د تیر رژیم هم وی خو مقصد چی پاک خلک وی د تیر رژیم مفسدینو ته هم وایی چی وطن ته راشی خو وزارتونه مه غواړی

  2. هسې [ټیات یې ویلي! د حقانیې دارالعلوم مفتیانو ته داسې دعاګانې معلومی دی چې د هر څه [اره کولی شي! رزق زیاتولی شي. له مشکلاتو ورباندې خلاصیږی! هیڅ بل علم او عالم ته حاجت نه شته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب