دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحمید خراساني ځان له خالد بن ولید سره تشبیه او ترمرګه د...

حمید خراساني ځان له خالد بن ولید سره تشبیه او ترمرګه د ط د ملاتړ ژمنه وکړه

تاند:( پنجشنبه ، د قوس اتلسمه)‏‏‏ ‏د پنجشېر د امنیت د آمر په توګه د طالبانو لخوا ټاکل شوی عبدالحمید خراساني په یوه ټلویزوني مرکه کې ځان له خالد بن ولید سره تشبیه کړ.

هغه، چې مخکې د عطامحمد نور نیږدې سړی او د طالبانو له سرسختو مخالفینو څخه و، وویل: یو وخت خالد بن ولید هم د کفري لښکر لوی سړی و، خو چې په اسلام مشرف شو، د اسلامي لښکر لوی اتل شو او تر پایه یې اسلام ته اتلولۍ وګټلې.

حمید خراساني په دې اړه بیا- بیا وپوښتل شو، چې له طالبانو څخه به هم داسې مخ نه اړوي، لکه له مخکینیو مشرانو یې؟

د ده ټینګار دا و، چې تر مرګه به د طالبانو ملاتړی او د لښکر سړی وي او ورڅخه به نه اوړي.

عبدالحمید خراساني په دې مرکه کې د پنجشېر وضعیت د ډاډ وړ وباله او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو خلاف کوم د پام وړ وسله وال مخالفت نشته او خلک ټول د حاکمې ادارې ملاتړي دي.

هغه د طالبانو له ځایي مشرانو سره خپل اختلافات هم رد او ټينګار وکړ، چې د والي مولوي قدرت الله په مشرۍ ښه همغږې او پياوړې اداره لري.

څه موده مخکې ویل شوي و، چې حمید خراسانی د طالبانو د تصفیې کمیسیون له لوري نا مطوب ګڼل شوی او له دندې ګوښه شوی، خو خراساني او د یاد شوي کمیسیون مشر دواړو دا خبره رد کړې وه.

خراساني ویلي و، چې د ځینو وړو ستونزو له کبله یې خپله له دندې استعفا کړې.

هغه په تازه مرکه کې خپله هغه خبره هم په یو ډول رد کړه، چې طالبان یې د نا پښتنو خلکو د ملکیتونو په غصب او غبن تورن کړي وو.

خراساني په یوه ویډیو کې پنجشېر ولایت ته د پښتنو کوچیانو د ورتلو مخنیوی کړی او ویلي و، چې هیڅ پښتون به ترې دغه ولایت ته ورنغلای شي.

ده د خپلې دغې مخکینۍ ادعا په اړه وویل، چې د ځمکو د حقوقي ستونزو په اړه سم نه و پوهیدلی.

عبدالحمید خراسانی په کابل کې له یو شمېر سوداګرو څخه په پراخ باج اخیستو، د دوی په اختطاف او ګڼو نورو جرمونو تورن دی.

ویل شوي، چې په یو شمېر امنیتي او قضایي ادارو کې دی اوس هم د غلا، وژنو، چورچپاول او نورو جرمونو ګڼې دوسیې لري.

هغه یو ځل د سخت قومي تبعیض له کبله د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ته اور اچولی او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې وه.

طالبانو تراوسه خلکو ته د خراساني په شان خلکو د ملګرتوب په اړه کوم قانع کوونکی ځواب نه دی وړاندې کړی.

1 COMMENT

  1. طالبان خو جاهل دي دغه خرسانی دستوري ده. دا که موکه ورته برابره سوه د طالبانو سټي به وباسي. دده له سترګو څرګنديږي سي دغه طالبانو ته دستوري ورغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب