دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهحزب اسلامي: د ط د واکمنۍ ملاتړ کوو، خو دوی بايد د...

حزب اسلامي: د ط د واکمنۍ ملاتړ کوو، خو دوی بايد د نه مشروعیت ستونزه حل کړي

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ غړی عبدالکریم امین له طالبانو غواړي، چې د واکمنۍ د مشروعيت موندلو لپاره یې لاس په کار شي.

امین په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، که طالبان سمدستي د ازادو سراسري ټاکنو له ترسره کولو سره دغه هدف ته کار نه کوي، ښه به وي چې د ولسواليو په کچه سیمه ييزې انتخابي شوراګانې جوړې او د خلکو استازي په پريکړو کې شريک کړي.

دحزب اسلامي حکمتيار دغه لوړپوړي غړي په ورته وخت کې د طالبانو حکومت له دې اړخه ټول شموله وباله، چې په خبره یې اسلامي دی او د ټول ملت ارزشي اراده تمثیلوي.

د هغه په خبره، طالبان باید خپل حکومت په همدغه دلیل ټول شموله یاد کړي او قومي تنوع يې د ټول شموله والي دلیل ونه بولي، ځکه په خبره یې قومي تنوع په دې برخه کې مهمه نه ده.

کریم امين په دې مرکه کې له طالبانو څخه د حزب اسلامي ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه او ټینګار وکړ، چې دوی ته د سیاسي فعالیتونو او نظر څرګندولو زمینه برابره کړې ده.

هغه پر مخکيني حکومت او چارواکو یې توندې نیوکې وکړې، د واک په انحصار، د سولې په خنډ جوړولو او پراخ فساد يې تورن کړل.

امین، چې د حزب اسلامي له لوري یې جمهوري نظام سره د سولې خبرو مشري کوله او وروسته د ولسمشر غني سلاکار هم وټاکل شو، د‌ سولې د ياد شوي تړون دليل يې له ۲۰۱۶ کال څخه وروسته د ۹۵ سلنه بهرنيو سرتېرو وتل او په دې وضعيت کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې نا مشروعیت وباله.

هغه په ورته وخت کې طالبان وستايل، چې د ده په وينا امريکا ته يې د معجزوي ماتې له ورکولو سره افغانستان له اشغال څخه خلاص کړ.

دحزب اسلامي دغه مهم غړي په دې مرکه کې د خپلو ګوندیانو د پخواني ادعا برعکس ( چې خپل مشر حکمتیار یې د شورويانو او امریکایانو دواړو پر ضد د دوو جهادونو امير باله) په دې مرکه کې د امریکایانو د ماتولو امتياز طالبانو ته ورکاوه او د هغوی ستاينه يې کوله.

د افغانستان د ملي بیرغ په اړه نوموړي وویل، چې هماغه درې رنګه ملي بیرغ به د تېر اساسي قانون د حکمونو مطابق د لویې جرګې تر جوړېدو او په دې اړه تر بلې پریکړې د افغانستان د ملي بيرغ حیثیت ولري.

دغه سياسي شخصيت ټينګار وکړ، چې د طالبانو سپین بیرغ د حزب اسلامي د ګوندي بیرغ په شان يو تنظیمي بيرغ دی.

کریم امين په افغانستان کې حاکم فقر یوه لویه ننګونه وګڼله او ويې ويل، چې داعش ډله په افغانستان کې ځای نه لري، خو وېره شته چې د فقر له دوام سره به ځينې هېوادونه دې ډلې ته جلب و جذب وکړي او په افغانستان کې د نیابتي جګړو پیلولو ته يې وکاروي.

د ګلبدین حکمتیار دغه نيږدې کس د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلو موجوديت يوازې د کاغذ پر مخ وباله او په دې نوم اعلان شویو جريانونو کې فعال سياسي مشران يې د امريکا مخکيني معاش خواره یاد کړل.

هغه په ورته وخت کې د خپل رهبر او ګوند لپاره د هغو ترلاسه کړو پيسو او لګښتونو د تر لاسه کولو دفاع وکړه او خپل حق يې وباله، چې د امريکا په مرسته له پرځول شوي جمهوري نظام څخه يې لاسته راوړل.

1 COMMENT

  1. حکمتیار صیب لوی عالم دی< شه ده چه د اسلامی امارت باتور مشران نوموړی حضرت په مشورو او په اعتماد که واخلی. جکمتیار صیب لوی مجاهد وو چه د روس او کمونیزم په شکست که یی برجسته رول ادا کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب