یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزتږي / محمد مصطفی سمون‎‎

تږي / محمد مصطفی سمون‎‎

موږ د یوې ښې شېبې تږي یو، چې څنگه یې حس کړو. د دې عوامل زیات دي، تر ټول لوی دلیل یې د ژوند له شته ارزښتونو او خوښیو څخه بې برخې پاتې کېدل.

نور د دې په اړه فکر کوي، چې څنګه د ټولنې په افکارو او ژوند کې بدلون او نوښت راولي، مگر موږ د خوښیو په حس کولو پسې لالهانده. موږ د چینې په سر یو؛ خو بیا هم تږي یو، دا د ذهني نا ارامۍ لوی لامل دی. موږ ته د ژوند په اړه هر اړخیز کتنه پکار ده؛ ترڅو د تندې خړبولو لارې ومومو او د د ژوند له هرې مرحلې څخه د شرایطو مطابق خوند واخلو.

د انسان تصور د ژوند په اړه مختلف دی، د دې بېلا بېلو لیدونو سره د ژوند بېلا بېل اړخونه ښکاري، چې څنگه له تږو شېبو څخه ځان خلاص کړي او خپله تنده د معنویاتو په ډنډ کې خړوبه کړي. انسان په فطري لحاظ د نوې خوا لیدل او خپل تصورات له حقیقي نړۍ سره وصلول غواړي؛ خو د دې حالت  لپاره په ځاني او ژوند په اړه له نورو زاویو کتل پکار دي؛ ترڅو د نورو انتقاد ته په نرمۍ او ځان کې د تحمل تخم وشیندلی شو، چې ځان له ټولنیز زغم سره اشنا کړای شو او د هرې تږې هیلې لپاره د سکون لاروی شو.

د همدې لارې غوره کول د معنوي تندې لپاره د یوې مناسبې تگلارې ټاکل دي، چې له دې سره په هر انسان کې د معنوي مینې یو داسې تار غځېدلای شي، چې د هر لفظ سره د ژوند کولو او پاللو یو روڼ انځور د ټولنې په افکارو کې رسم شي. له دې سره به د ژوند کولو تنده له خیالاتو څخه د حقیقي هندارې برخه شي او هر فکر به د تعامل، تعادل او تحمل په زانگو کې وزانگي چې تږي افکار په معنوي برخوردونو کې غرق کړي.

1 COMMENT

  1. هغه راز چه اسفند یار احب يې نه وايي، دلته کووزيې ووایاست:
    د پښتنو بدبختی او مرګ،
    1990 کال کې یو سویسئ جنرال د شتاهل په نامه چه د عسکري فاکولتې استاد وو، ماته یې وویل چه”که پښتانه نه بنیدمېږي نو له مینځه وړل کېږي، او په یو کاغذ یې یو رسم وویست او وېښوده چه افغانستان تجزیه کېږي ، دې ټوټې، چه ایران، تاجکستان او پا کستان ته ورکول کېږي”،دئ هم ژوندی دئ او زه هم. دا هم هېر نشي چه د اسکندر مقدونی چه یو اروپایی دی، اصل درې مرکزونه ؤ یعنې ننی تاجکستان دویم يې ننی جبل السراج چه اکندریه نومېده او جلال آباد او خلګ يې تر نن ورځ د د اسکندر د دوری خلک او ریښې يې مقدونیه او اروپایی دي سره له نورستانیانو.
    پښتنو ته څو لنډې خبرې: له درې شپېتم کال نه را هیسې چه اروپا مې مطالعه کړه نو دا څو مهمې او ثابتو ټکو ته مې نظر شو. اروپایان غواړي چه په ټوله آسیا باندې حکومت وکړي او امریکه یې مخې ته کړې ده. یواځنی قوم چه د اروپا او انګریزانو قوت ور پورې نشو، دا د پښتون قوم دئ چه د دوی په لاره پروت دئ. وروسته انګریز او اروپا ته یوه د توطیې لاره پاتې شوه چه د اسکندر د پلار پالیسي چه “بیلابیل یې کړه او ورباندې غالب شه” مخې ته کړي او د اسکندري دورې خلکو له خوا بښتانه له مینځه یوسي، په نونس سوه نویم کال کې یو سویسی جنرال د شتاهل په نامه ماته یې د زیوریخ د فاکولتې په تعمیر کې وویل چه پښتانه له مینځه وړل کېږي، که دوی نه بنیادمېږي، دا چه دا راز یې ماته وویل برطرف هم شو،ده یو مخفی یا پټ راز د دوی ووه چه د ده له خولې ووت. هې پښتانه، هوښیار شئ، موږ پښتانه اروپایي دښمنان لروو. د تروریست په نامه یې مشهور کړلو، دا د تروریستانو ځالې ورانې کړئ، پر مونږ باندې لوبې روانی دي، ویښ شئ او هوښیار شئ. او په ټوله اروپا کې خصوص په آلمان او سویس کې مې ولیدل چه د اتیاومو کالونو راهیسې له پښتنو سره په یو ډول او نورو قومونو سره په بل ډول چلند کېده، په اتیاومو کلونو کې مې په محکمو او پولیسو شعباتو کې ترجمې کولې او په سترګو مې ولیدل چه حتی یوڅارنوال پولیس په زیوریخ ، د سویس یو ښار دی، په یووه بې ګناه پښتو ن باندې حمله وکړه او په څپېړو یې وواهه، ما سخت غبرګون وښود او نور مې ترجمو نه لأس واخیست، دا مساله مې د یوې بلې مسألې سره چه زه او زر هاوو نور پښتانه چه داکتر کیمور مرحوم هم پکشې وو د تروریستانو په لیست کې ورکړ سوي وو(دا ځان ته یوه بله لویه قصه ده). وروسته بیا له یوې خبرې نه پوه شوم چه د پښتنو د مینځه وړل له پاره هم دغه سویسیان هم غواړی چه د پښتون والۍ ارزښتونه د خپل په نامه کړي، ځکه چه د سویسیانو اصلیت معلوم نه دی او ډېر په تمه کې دي چه ځان ته اصلیت ومیندي، او دا هم یو علت دی چه د وکیل کودتا د داکتر نجیب پر ضد د دوی له خواه جوړه شوه، زه شاهد د یوې مرکې یم چه د وکیل او د سویس د خارجې وزارت له نمایندګانو سره یې درلودله. داستانونه او ژوندی شاهدانو سره زیاد لرم چه صبغت الله هم په دې کې لاس لری او خصوصاً د ده درواغ ډنډورې او پروپاګندونه زما پر ضد په اصل کې د پښتنو پر ضد دی، ربانی او نور يې، څومره مې چې په اتیاومو او نوییومو کالونو کې ډېرو افغانانو سره خبرې وکړې، خو چا ونه غوښته چه زما خبروته غوږ کېږدي او لا هم د سویس د استخبارتو سره یې یو ځای د افغانستان او د پښتنو پر ضد اعمال اجرا کړل، حتی ا زما د قتل پلانونه هم سویس تنظیم کړي وو، خو امریکه پې خبره وه، او زما شخصی دوستان پرله پسې راته خبر راکول. اروپا کلونو کلونو را هیسې غواړي چه جهانی لوی قدرت شي، او تر قزاقستان او روسې سرحد ته ځان ورسوي، نو امریکا یې مخې ته کړې وه او امریکه یې استعمالوله، منطقی او تاریخي دلایل؛ اروپایان د پښتنو د استوګني ځایوونو نه له ګرمو اوبو نه شمال ته ، تر هغه چه پښتانه وي تلی نه شي، خلاصه دا چه خدای دې د پښتنو خیر پېښ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب