تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) د طالبانو د اسلامي امارت سرپرستې کابينې پريکړه کړې، چې وسله وال به يې نور د سترې محکمې له حکم پرته تورن کسان په عام محضر کې نه مجازاتوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د دې ترڅنګ په عام محضر کې مجازات کیدونکي کسان به خلکو ته معرفي کیږي، چې په کوم جرم سزا ورکول کېږي.
ويل کېږي، چې دا پريکړه د طالبانو د سترې محکمې د سرپرست رئيس له ټاکل کيدو سره هم مهاله شوې ده.
د طالبانو په تېره دوه مياشتينۍ دوره کې له مختلفو سيمو د دوی د ورته صحرايي محکمو خبرونه ورکړل شوي دي.
دا ډله له پخوا نه په داسې محکمو مشهوره ده او خلک يې له داسې چلند څخه سخته وېره لري.
سره له دې چې عامو خلکو د سطحي قضاوتونو په بڼه د طالبانو د داسې صحرايي محکمو هرکلی کاوه او د جرمونو د کميدو لپاره يې ښه لاره ګڼله، خو د حقوقي چارو کارپوهانو او د بشري حقونو مدافعانو اعتراض درلود، چې طالبان په داسې کړنو قانون نقضوي او د خپلسرۍ او انارشۍ د پياوړتيا سبب کېږي.
د طالبانو د رهبرۍ يوه غړي ملا نورالدین ترابي، چې تازه د سرې مياشتې ادارې مرستيال ټاکل شوی، څه موده مخکې د ورته صحرايي محکمو په بيا ډیریدو ټینګار کړی و.
معلومه نه ده، چې د طالبانو د سرپرستې کابينې دغه پریکړه به څومره عملي شي؟
د دوی په اړه تر اوسه قضاوت دا دق، چې ټیټ پوړي جنګيالي يې یا زر د خپلو مشرانو له پریکړو نه خبريږي او يا ورته په کمه سترګه ګوري، چې له عملي کولو يې ډډه کوي.