دودیال د نوي نسل د روزلو په برخه کې د یوې کامیابي داسې بېلگې حیثیت لري چې ساری به یې لږ لیدل شوی وي او ترسره کړي کارونه یې د ده معاصرینو ته او تر ده لاندې نسل ته د زدکړو او کار مثبت پیامونه لېـږدوي.
(آصف بهاند)
د دې مقالې د بحث موضوع د دانشمند استاد پوهاند محمد بشیر دودیال ژوند، علمي ــ فرهنگي هڅې او د دې هڅو په ترڅ کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د ده په قلم یو لړ لیکل شوې لنډې کیسې، یو ناول او څو فولکلوریکې کیسې دي. درانه استاد دودیال صاحب، د نورو علمي ــ فرهنگي هڅو تر څنگ، له پخوا نه هم د کوچنیانو ادبیاتو مهموالي ته پام و، خو په دې وروستیو کې یې له خپلو مشرانو نه د څو اورېدلو فولکلوریکو کیسو په بیا ځلي لیکلو سره، د کوچنیانو ادبیاتو ته نور هم پام وراړولی دی.
زموږ د اوسنیو قلموالو د فرهنگي هڅو په لړ کې هر ښاغلي چې د نوي نسل د روزلو او کوچنیانو ادبیاتو له پاره څه څېـړنیز، تخلیقي کار کوي یا په دې برخه کې ژباړې کوي، زه د نوي نسل د روزلو او تعلیمي نهضت د یو پلوي په توگه، د دې پروسې د لا تشویق او غني کېدو په خاطر، خامخا د هغه شخص پر ترسره کړیو کارونو یو څه لیکم او د خپلې لیکنې په پیل کې د یاد شخص د ښې پېژندنې له پاره د هغه لنډه یا اوږده بیوگرافي را اخلم.
کله چې ما د دودیال صاحب په بیوگرافۍ پسې لټه پیل کړه، په دوو پتو کې مې پیدا کړه:
ــ په ویکیپېدیا کې چې ډېره لنډه وه،
ــ په افغان جرمن پورتال کې چې د اثارو لست یې نیمگړی و.
په افغان جرمن پورتال کې بیوگرافي وه، خو د اثارو لست نیمگړی و، بیا نو زه د دې مقالې د لا غنا په پار اړ شوم چې له استاد دودیال نه د ده د اثارو د بشپـړ لست غوښتنه وکړم.
څنگه چې د پوهاند محمدبشیر دودیال بیوگرافي د ده د پرباره علمي ژوند، زدکړو، ترسره کړو علمي ــ فرهنگي او اداري کارونو او لیکنو په سبب ډېره اوږده ده، زه یې دلته د همدې مقالې د حوصلې په اندازه په لنډ ډول په افغان جرمن پورتال کې د اېښودل شوي بیوگرافۍ او د ده له لوري د رالېـږلو معلوماتو پر بنسټ، ځینې برخې را اخلم. له استاد دودیال نه نړۍ مننه چې د دې مقالې د لیکلو له پاره یې زما پوښتنو ته ځوابونه ولیکل او اړین معلومات یې ما ته راولېـږل.
د پوهاند محمد بشیر دودیال لنډه پېژندګلوي او آثار:
پوهاند محمدبشيردوديال د علي محمدخان حسين خېل زوى، په ١٣٤٠ ش کال، د کابل په ولايت کې نړۍ ته سترکې پرانیستي دي.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کابل ښار د سردار محمد جانخان او حبيبې په عالي لېسو کې بشپـړې کړې او د حبيبې له عالي لېسې څخه فارغ شوی دی.
لوړې زده کړې يې د ماسټرۍ (MS c. Hons) په سويه بشپـړې کړې دي.
له دی پورته يی د (Micro Economics) یوه دوره د آلمان هيواد د رور- بوخم (RUB)په پوهنتون کی په برياليتوب سره بشپـړه کړی ده.
په هيواد کې دننه او بهر کې يی ګڼ شمير کنفرانسونو، ورکشاپونو او سيمينارونو کی ګډون کړی دی او مقالی يی اورولې دي…
پوهاند محمد بشیر دودیال په گڼشمېر علمي او اداري تشکیلاتو کې کار کړی دی او د گڼو علمي شوراگانو او کمیټو علمي او اداري غړیتوب یې درلود او لري یې. دا یې څو بېلگې دي:
په کابل پوهنتون، ننګرهار پوهنتون کې د کرنې، د وترنری علومو، عامه ادارې او پاليسي، ژورنالیزم او اقتصاد پوهنځيوکې یې تدریس کړی دی.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړى او د اريانا داېرةالمعارف انستيتوت مشر، د وترنرۍ علومو د پوهنځي مرستيال، په GTZ/PAL کې ترينر، د اداري اصلاحاتو په کمېسون کې، د ادارې د کورس استاد، په کابل پوهنتون، ننګرهار پوهنتون او خراسان پوهنتون کې د ماستری او لیسانس دورې استاد پاتې شوی دی.
په پېښور کې د افغانانو د پوهنتون استاد، په ننګرهار پوهنتون کې د تقرر او انفکاک کمېټې غړى، د علمي ترفيعاتو کمېټې غړى، د کانکور کمېټې غړى، د پوهنتون د اعتبار موندنی د تضمين او ځان ارزونې کيمټې غړی، د پوهنتون د نصاب د کمیټې مسئول، د نشراتو د بورد او د يو شمېر مجلو او اخبارونو (پوهه، انګازه، ارزښت، آرین، ننداره او افغان يووالي) د ليکني هئيت د غړي په توګه یې مسئولیتونه ادا کړي دي.
د تدریس ترڅنګ، څه موده د ننګرهار پوهنتون د نشراتو مدیر، بیا د اقتصاد پوهنځي تدريسي مدير، ورپسې د اقتصاد پوهنځي مرستيال او درې دورې د پوهنتون د علمي شوراغړى ؤ. څه موده د «پوهه» علمي مجلې مسئول مدیر او دوه کاله يې د(A.H.F) د دفتر فرهنګي څانګه کې کار کړی دی.
د دې ترڅنګ په ۱۳۹۲-۹۳کلونو کې د معارف د نصاب نوي کولو کې بوخت و. دوه کاله يې د اريانا خصوصي پوهنتون د علمي مرستيال په توګه، درې کاله د خراسان پوهنتون استاد او د ماسترۍ د بورد آمر او يو کال يې د جامعه العلوم الاسلاميه د مشاور په توګه دنده درلوده. د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پاليسي د پوهنځي رييس او د دغه پوهنځي استاد او همدا رنګه په کابل پوهنتون کی د افغانستان د معلوماتو د مرکز د اديتوريل بورد غړی او د افغانستان د پوهانو او متخصصانو د ټولنی
( Assembly of Scientists & Experts of Afghanistan)
د رهبری (RASEA) د شورا او موسسینوغړی دی. اوس د افغانستان د لوی قاموس قلمی همکار هم دی…
د پوهاند محمد بشیر دودیال د يو شمېر چاپ او خپرو شويو او چاپ ته چمتو اثارو نومونه دا دي:
الف ــ د چاپ شویو کتابونو ترتیب شوی لست:
۱ ــ ګرځنده تیلفون (موبایل) د ژوند ملګری (ژباړه)، کابل پوهنتون کی د معلوماتو د مرکز چاپ، ۱۳۹۰کال،
۲ ــ اقتصادي پلان جوړونه، پوهنيارۍ علمي رتبې لوړېدو اثر، ژباړه،
۳ ــ د کرنيزې مناسبې تکنالوژۍ ستونزې او د حللارې، پوهنملۍ علمي رتبې د لوېدو اثر، (څېړنه)،
۴ ــ د کرنې او صنعت متوازنه وده، پوهندوۍ عملي رتبې ته د لوړېدو اثر، (څېړنه)،
۵ ــ تانده غوټۍ (لنډې کيسې)، د افغانستان د ليکوالوټولنه، ١٣٥٦- کابل، دولتي مطبعه،
۶ ــ د کرنې پلان جوړونه (علمي- مسلکي ژباړه)، د کرنې وزارت د کرنيز تبليغ ـــ ترويج او زده کړو رياست خپرونه،١٣٦٦ کال، کابل،
۷ ــ په کرنه کې د طبيعي منابعو پلان جوړونه (دغه مسلکي اثر د مني د کښت د کمپاېن په مناسبت په ١٣٦٨ کال کې د کرنې وزارت د ترويج د رياست له خواخپور شوې و.)،
۸ ــ شاهين (د لنډو کيسو مجموعه)، اردو مطبعه، کابل، ١٣٦٧ ل.هـ کال،
۹ ــ د مينې ډالۍ (ناول) د ليکوالو، ټولنه، کابل، ١٣٦٧، دولتي مطبعه،
۱۰ ــ دشواريهاى بازگشت اواره ګان افغان، مرکزمطالعات افغانستان (ASC)، پېښور، ١٣٧٧ کال، تاپ پرنټز- پاکستان،
۱۱ ــ د افغانستان د طبيعي سرچينو پېژندنه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني – کولن، ١٣٧٩ (٢٠٠٠ م.)،
۱۲ ــ حيات وحش افغانستان، چاپ مرکزمنابع نشراتى و اطلاعاتى اکبر (ARIC)، پېښور- پاکستان، ١٣٨١ش. کال،
۱۳ ــ د اقتصادي پرمختیا تيوري او پلان جوړونه، د ختيځ بيارغاونه (KOR ) د خپرونو څانګه،
۱۴ ــ صنايع در افغانستان و نقش انها در اقتصاد ملی، چاپ کتابخانه هاى اريک، نمبرمسلسل: ۱۲۶، ١٣٨٢ ش. کال، پېښور- پاکستان،
۱۵ ــ ديموګرافي او د نفوسو تحليل (د پوهنتون درسي کتاب)، لومړی چاپ١٣٨٢ ش، او بيا په دوهم ځل۱۳۹۲کال)، دانش خپرندويه ټولنه،
۱۶ ــ نباتات طبى، چاپ دفتر اکبر، انتشارات الازهر، پېښور- پاکستان، ٢٠٠٤م ـــ ١٣٨٤ش. کال، (دغه کتاب دوه ځله خپورشو)،
۱۷ ــ احصائيه، د پوهنتونونو لپاره درسي کتاب، (دا کتاب لس ځلې چاپ شوی دی)، خپروونکې: ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پېښور (٨١، ٨٤، ، ۱۳۹۸ــ١٣٨٧ش کلونه) او څلور ځله نور ګودر کتاب خپرولو ټولنی او يو ځل د لوړو زده کړو وزارت د (DAAD) پروګرام په مالي مرسته خپورکړی دی،
۱۸ ــ اصل خلجى هاى افغانى (ژباړه)، ١٣٨٩ش، د ميوند کتاب چاپولو مؤسسه،
۱۹ ــ پښتو رياضي ١٣٨٨ ش، سبا نشراتي مؤسسه،
۲۰ ــ د تصوف حقيقت، ١٣٨٩ ش. (ژباړه)، ميوند خپرندويه ټولنه،
۲۱ ــ اداره، ګودر خپرندويه ټولنه، ١٣٨٨ش. په پښتو او دري ژبو شل ځله چاپ شوى دى،
۲۲ ــ غزنوي سلطان محمود، ژوند او پېښليک (ژباړه)، د ميوند خپرونديې ټولنې چاپ،
۲۳ ــ د علمي تجربو طرح او ډيزاين، ګودر خپرندويه ټولنه، ١٣٨٤ش، درسي کتاب،
۲۴ ــ په پينځه ټوکو کې د يو شمېر سبو توليد او روزنه (له پوهنمل سيداجان عبدياني او پوهنيار محمداسماعيل سعادت سره په ګډه)،١٣٨٥ش کال، او د يو شمير سبو مارکيتنګ،
۲۵ ــ د ننګرهار ولايت او جلال اباد ښار پېژندنه (له اسدالله حصار شاهيوال او سيد پاچا باور سره په ګډه)،
۲۶ ــ مرکه (د لنډو کيسو ټولګه)، (امين افغانپور، ډاکټر اسدالله حبيب او ببرک ارغند سره په ګډه)، کمیته دولتی طبع و نشر، دولتی مطبعه، کابل – افغانستان،
۲۷ ــ په افغانستان کې د ګاڼو جوړلو هنر،۱۳۹۱(ژباړه)،
۲۸ ــ سوداګري د ټولو لپاره (ژباړه)، ١٣٨٨ش. کال- کابل، ۱۳۸۸،
۲۹ ــ د خريدارۍ هيأت (د طنزونو مجموعه، ١٣٨٦ ش.کال، سبا (میوند) خپرندويه ټولنه،
۳۰ ــ پښتو رياضي (ژباړه)، ١٣٨٦ ش.کال، پېښور، دا کتاب دوه ځله خپورشوی دی،
۳۱ ــ د طبيعي منابعو اقتصاد (د پوهنتونونو لپاره درسي کتاب)، لومړى چاپ:١٣٨٤ ش ــ د لوړوزده کړو وزارت، دوېم چاپ: ١٣٨٦ ش. کال، درېيم ځل ١٣٨٩ ش.کال)،
۳۲ ــ نګهداری و پرورش بز در افغانستان (ژباړه)، ۱۳۹۰ کال،
۳۳ ــ په افغانستان کې هنر او ښکلي هنرونه (ژباړه)، دوه ټوکه، ۱۳۹۰ کال،
۳۴ ــ د اقتصادي پروژو تحليل او مديريت، د اقتصاد پوهنځی لپاره درسی کتاب، لومړی چاپ:۱۳۹۰، دوهم چاپ: ۱۳۹۴ل. درېیم چاپ: ۱۳۹۶ کال،
۳۵ ــ سرګرمی با اعداد و رشد استعداد های شما، مرکز خدمات کمپیوتری شیبر، ۱۳۸۹ل کال، د (توانا/ABLE) د کتابونو لړۍ ۱۸۴ ګنه،
۳۶ ــ د مديريت علم (ژباړه)، د اقتصاد پوهنځي لپاره درسی کتاب، لومړی چاپ: ۱۳۹۲، دوهم چاپ: ۱۳۹۳ل کال، ګودر خپرندویه ټولنه،
۳۷ ــ اسانه محاسبه، دا کتاب دوه ځلې ګودرخپرندويې ټولنې خپور کړی دی، ۱۳۸۹ کال،
۳۸ ــ ولايتي شوراګانې د ملی یووالي په لوري دریڅې (ژباړه)، ۱۳۸۹ل کال، کابل – افغانستان،
۳۹ ــ غوره شوي حکايتونه او په زړه پورې مطالب (ژباړه)، دوه ټوکه،
۴۰ ــ په افغانستان کې د ترکاڼي (د لرګي د تخنیک) د هنر زده کړه او لارښود (۲ټوکه) ، د ABLE د پروګرام چاپ، ۱۳۹۱ کال،
۴۱ ــ د ژويو او څارويو په زړه پورې نړۍ، ګودر خپرندویه ټولنه،۱۳۹۱کال،
۴۲ ــ کوچنی او تطبيقی اقتصاد (ژباړه) د اقتصاد پوهنځي لپاره درسي کتاب، د اقتصاد د پوهنځي له استاد، پوهنمل زبير نورمل سره په ګډه،
۴۳ ــ عامه اقـتصاد ( ژباړه)، درسي کتاب، د اقتصاد پوهنځي له استادانو پوهيالی عبدالله عادل او پوهيالی اخترغنی سره په ګډه،
۴۴ ــ افغانستان د تاريخ په تګلوري کی (د ادافغانستان د ستر مورخ ميرغلام محمد غبار د «افغانستان در مسیر تاريخ» نامتو کتاب ژباړه ده، لومړی چاپ، ۱۳۹۳،
۴۵ ــ معرفی تکنالوژی محلی افغانستان، چاپ مرکز معلومات افغانستان در پوهنتون کابل، چاپ اول۱۳۹۲، چاپ دوم ۱۳۹۷،
۴۶ ــ د انسانانو او ژویو په ژوند کې د ونوـ بوټو اهمیت، ژباړه، (۱۳۹۰) (ACKU ) پرله پسې نومره۲۳۳، کابل- افغانستان،
۴۷ ــ نقش و اهمیت صرفه جویی در مصارف، ۱۳۹۱(۲۰۱۲ل.)، په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز د (USAID) په مالي مرسته چاپ کړی دی،
۴۸ ــ په افغانستان کې اقتصادي ـ اجتماعی پلانونه او د هغو په طرح، جوړولو او تطبیق کې د جمهور رېیس محمد داوود خان ونډه، مومند خپرندویه تولنه،۱۳۹۱ل کال،
۴۹ ــ د افغانستان یوه لنډه دیارلس کلنه تجربه: بهرنۍ مرستې، ملی پرمختیایی ستراتیژي او د بازار نظام ته کتنه، گودر خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲کال،
۵۰ ــ په افغانستان کې د بڼوالۍ د ترویج او پراختیا لارې – چارې (ژباړه)،۱۳۹۲کال، په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتومرکز، د موج طباعتی او تبلیغاتی شرکت چاپ،
۵۱ ــ په کور او گلتون کې د گلانو روزنه (ژباړه)، ۱۳۹۵کال، د ایبل نشرات، کابل- افغانستان،
۵۲ ــ د سازمانی اړيکو مديريت (درسی کتاب)، ۱۳۹۴ل کال، یار خپرندویه ټولنه،
۵۳ ــ د سازمانی شخړو مدیریت (درسی کتاب) لومړی چاپ ۱۳۹۴ل. دویم چاپ ۱۳۹۹ل، یار خپرندویه ټولنه، جلال اباد،
۵۴ ــ د مالي خطرونو مدیریت (درسی کتاب)، لومړی چاپ ۱۳۹۵ل کال، دویم چاپ ۱۳۹۸ل کال، ختیځ کتاب خپرولو ټولنه،
۵۵ ــ په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت، ۱۳۹۵ل کال، په کابل پوهنتون کی د معلوماتو د مرکز چاپ،
۵۶ ــ د دیموکراسۍ او ټولټاکنو مفهومونه (ژباړه)، ۱۳۹۶ل کال، خپروونکی: ACKU،
۵۷ ــ منطقوی اقتصاد (درسی کتاب)، لومړی جاپ ۱۳۹۶ل کال، کتاب خپرندویه ټولنه، دویم چاپ ۱۳۹۸ل کال،
۵۸ ــ په افغانستان کې میناتور (ژباړه)، د ځواکمن/ توانا د پروګرام چاپ، ۱۳۹۶ل کال، کابل- افغانستان،
۵۹ ــ د اقتصاد تشریحی قاموس (په ۵۲۰ مخونو کې د ۱۷۵۰ اصطلاحاتو تشریح)، ۱۳۹۶ل کال، مومند خپرندویه ټولنه،
۶۰ ــ کرنیز تمویل (د افغانستان د کرنې د پوهنځیو لپاره درسی کتاب)، له ښاغلی پوهنیار ضیاالرحمن راسخ سره په ګډه، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ل کال،
۶۱ ــ د اقتصادی پرمختیا تیوري، لومړی چاپ ۱۳۹۴، دوهم چاپ ۱۳۹۶ل کال،
۶۲ ــ د بشري سرچینو مدیریت (ژباړه)، د عامه ادارې او پالیسی د پوهنخي لپاره درسی کتاب،
۶۳ ــ د کرنې تشریحی قاموس، ۱۳۹۸ل کال (په ۴۰۰ مخونو کې د ۱۵۰۰ اصطلاحاتو تشریح)،
۶۴ ــ د درملو اداره او تنظیم (ژباړه)، د پوهاند غضنفر د روغتیایی انستیتوت لپاره درسي کتاب، ۱۳۹۷ ل کال،
۶۵ ــ موږ بیرته خپل کلي ته ځو، ۱۳۹۷ل کال، دغه رومان په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز د ځوانانو د ادبیاتو په مناسبت په دري پارسی هم ژباړلی او چاپ کړی دی،
۶۶ ــ د طبیعی منابعو مدیریت او د چاپیریال ساتنې پالیسی، درسي کتاب، ۱۳۹۶ ل کال،
۶۷ ــ عامه اداره (ژباړه)، په دوو ټوکونو کې، ۱۳۹۸ل کال، د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي لپاره درسی کتاب،
۶۸ ــ د مدیریت اصول او بنسټونه (ژباړه)، ۱۳۹۷ل کال،
۶۹ ــ په افغانستان کې د خط او خطاطی بدلون ته کتنه، ۱۳۹۱ل کال،
۷۰ ــ د افغان پنا اخیستونکو د ژوند یو څو کیسې (ژباړه)، ۱۳۹۳ ل کال،
۷۱ ــ ګټور خواړه (ژباړه)، ۱۳۹۶ ل کال،
۷۲ ــ افغانستان زما هېواد (ژباړه)، ۱۳۹۴ ل کال،
۷۳ ــ د ملکي خدمتونو د بستونو لپاره د کانکور لارښود (له استاد میر احمد مهمانی سره په ګډه)، ۱۳۹۸ل کال،
۷۴ ــ د پروژې مدیریت په عمل کې (له انګلیسی څخه ژباړه)، درسي کتاب، ۱۳۹۹ل کال، دلوړو زده کړو وزارت د «Germanic» د درسي کتابونو د تالیف او خپرولو دفتر،
۷۵ ــ د عامه مالي چارو بنسټونه (ژباړه)، ۱۳۹۲ ل کال، د اقتصاد پوهنځي لپاره درسي کتاب،
۷۶ ــ صنعتی اقتصاد، د اقتصاد د پوهنځیو درسي کتاب، د لوړو زده کړو وزارت د «Germanic» درسي کتابونو د برنامې دویم چاپ،
۷۷ ــ کوچنی اقتصاد (ژباړه)، درسي کتاب، ګودر کتاب خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۴ل کال، (له محمد زبیر نورمل سره په گډه،
۷۸ ــ د اداری کار کوونکو لپاره د کانکور لارښود، ګودر کتاب خپرولو ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۸ل کال،
۷۹ ــ د عامه ادارې او مدیریت تشریحي ډکشنری (اکسوس خپرندوی مرکز)، ۱۳۹۹ ل کال.
۸۰ ــ اداری مکاتیب او تجهیزات، اکسوس له خوا همدا سږکال (۱۴۰۰ ل) خپور کړی دی.
چاپ ته چمتو:
۱ ــ اقتصادي سنجشونه، درسي کتاب،
۲ ــ ورک شوی پل، د لنډو کیسو مجموعه،
۳ ــ ازینجا تاشمالی کار دارم، مجموعه ی داستانهای کوتاه،
۴ ــ د مدیریت بنسټـونه.
دا ویل اړین گڼم چې دودیال صاحب چې له خپل مسلک پرته په کومو برخو کې فرهنگي فعالیت کړی دی، چې بېلگې او لاسته راوړنې یې په لنډ ډول پاس یادې شوې، دا هره برخه کېدای شي د یوې جلا موضوع په ډول وڅېـړل شي.
دغه راز پوهاند دودیال د خپلو فرهنكي ــ علمي هڅو په لړ کې، په بېلابېلو وختونو کې یو دېرش عنوانه کتابونو ته، د علمي تقریظ لیکلو په موخه، هغه لوستي دي او د هغو له پاره یې علمي تقریظونه لیکلي دي.
دغه راز پوهاند دودیال د بېلابېلو علمي فرهنگي موضوعاتو په باب گڼشمېر مقالې لیکلې دي چې د ده په وینا شمېر یې تر پنځه سوو اوښتی دی.
پوهاند محمدبشیر دودیال د ماسترۍ ترکچې پورې زدکړې کړېدي او د خپل کار او تدریس په موده کې یې د تدریس او اداري چارو تر څنگ، په لسگونه کتابونه او په سلگونو مقالې لیکلي دي او د خپل مسلک حق یې ښه ور ادا کړی دی.
پوهاند دودیال تر خپل مسلک وروسته د فرهنگ په ځینو نورو برخو کې هم فعالیتونه کړي دي چې دلته به یې لنډه یادونه وکړم:
۱ ــ د ادبي تخلیقاتو په ډگر کې،
۲ ــ طنز لیکنه،
۳ ــ د ژورنالیزم په ډگر کې،
۴ ــ د ژباړې په برخه کې،
۵ ــ قاموس لیکنه،
۶ ــ د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې د پوهاند دویال هلې ځلې.
۱ ــ د ادبي تخلیقاتو په ډگر کې:
دودیال صاحب د هنري ادبیاتو په دوو برخو کې تخلیقات کړي دي:
الف ــ لنډې کیسه،
ب ــ ناول.
د لنډو کیسو په برخه کې یې فعالیت د ډېرې پاملرنې وړی او تر ډېرو یې د پښتو هنري نثر حق ور اداکړی دی. تر اوسه یې زما له نظره د لنډو کیسو درې ټولگې تېرې شوې دي، ښايي د لنډو کیسو نورې چاپ ټولگې یا ناچاپ کیسې هم ولري، چې زه پرې خبر نه یم.
د فرهنگي کارونو په برخه کې د ده تخلیقي اثار، په تېره لنډې کیسې د ځانگړې پاملرنې وړ دي. سره له دې چې د دودیال صاحب د زدکړو او کار ساحه بیخي له ادبي تخلیقاتو سره فاصله لري، خو ده د خدای ورکړي استعداد او پرلپسې او نه ستړي کېدونکي کار په پایله کې ادبي تخلیقات هم کړي دي چې ما ته یې د لنډو کیسو دا ټولگې مالومې دي:
ــ تانده غوټۍ، چې په ١٣٥٦ل هـ کال د افغانستان د ليکوالوټولنې چاپ کړې ده،
ــ شاهين، په ١٣٦٧ ل.هـ کال په اردو مطبعه کې چاپ شوې ده،
ــ مرکه، دا د څو لیکوالو د لنډو کیسو گډه ټولگه ده چې د دودیال صاحب څو کیسې هم په کې راغلې دي او د چاپ او خپرونو دولتي کمیټې له خوا چاپ شوې ده.
ــ ورک شوی پل، چاپ ته چمتو،
ــ ازینجا تاشمالی کار دارم، چاپ.
په هنري نثر کې د ښاغلي دودیال بل تخلیق د ناول لیکنې په برخه کې دی. ما ته تر اوسه د دودیال دوه چاپ شوی ناولونه مالوم دی چې یو یې «د مينې ډالۍ» نومېـږي او په ۱۳۶۷ ل هـ کال په کابل کې د افغانستان د ليکوالو، ټولنې خپور کړی دی او بل یې «موږ بیرته خپل کلي ته ځو» عنوان لري چې په ۱۳۹۷ل کال چاپ شوی دی او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز د ځوانانو د ادبیاتو په مناسبت، دري پارسی ته هم ژباړل شوی او چاپ کړی یې دی.
۲ ــ طنز لیکنه،
د طنز لیکنې په برخه کې هم دودیال صاحب لاسته راوړنې لري. زما د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د ده د طنزونو یوه ټولگه خپره شوې ده چې «د خريدارۍ هيأت» نومېـږي. د دودیال صاحب د طنزونو دا ټولگه په ١٣٨٦ ش.کال، سبا (میوند) خپرندویې ټولنې خپره کړې ده.
۳ ــ د ژورنالیزم په ډگر کې:
پوهاند محمدبشیر دودیال کله، کله د ژونالیزم په ډگر کې هم قدم ایښی دی، ژونالستیکي فعالیت یې کړی دی او کله د مسؤل مدیر د نده هم ورسپارل شوې ده.
د نشراتو د بورد غړیتوب او د يو شمېر مجلو او اخبارونو (پوهه، انګازه، ارزښت، آرین، ننداره او افغان يووالي) د ليکني هئيت د غړي په توګه یې مسئولیتونه ادا کړي دي. دغه راز څه موده د ننګرهار پوهنتون د نشراتو مدیر او په پای کې د یوې مودې له پاره د «پوهه» علمي مجلې مسئول مدیریت هم ورسپارل شوی دی چې ده دا هرڅه په پوره ایماندارۍ او بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
۴ ــ د ژباړې په برخه کې:
د دودیال د فرهنگي کارونو بله برخه د ده ژباړې دي. دودیال په خپله څانگه کې ژباړې ډېرې کړې دي او گڼشمیر درسي کتابونه یې ژباړلي دي چې ځینې یې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې تدریسېـږي. دا د ده د ژباړل شوو کتابونو څو بېلگې دي:
ــ د کرنې پلان جوړونه (علمي- مسلکي ژباړه)،
ــ سوداګري د ټولو لپاره،
ــ پښتو رياضي،
ــ نګهداری و پرورش بز در افغانستان،
ــ د مديريت علم،
ــ ولايتي شوراګانې د ملی یووالي په لوري دریڅې،
ــ کوچنی او تطبيقی اقتصاد،
ــ عامه اقـتصاد،
ــ د انسانانو او ژویو په ژوند کې د ونوـ بوټو اهمیت،
ــ په افغانستان کې د بڼوالۍ د ترویج او پراختیا لارې – چارې،
ــ په کور او گلتون کې د گلانو روزنه،
ــ د دیموکراسۍ او ټولټاکنو مفهومونه،
ــ د بشري سرچینو مدیریت،
ــ د درملو اداره او تنظیم،
ــ عامه اداره په دوو ټوکونو کې،
ــ د مدیریت اصول او بنسټونه،
ــ د افغان پنا اخیستونکو د ژوند یو څو کیسې،
ــ ګټور خواړه،
ــ د پروژې مدیریت په عمل کې (له انګلیسی څخه ژباړه)،
ــ د عامه مالي چارو بنسټونه،
ــ کوچنی اقتصاد،
له دې سربېره دودیال صاحب په نورو برخو کې هم ژباړې کړې دي لکه د هنرونو او تاریخ په برخه کې. دا یې بېلگې دي:
ــ اصل خلجى هاى افغانى،
ــ افغانستان زما هېواد،
ــ افغانستان د تاريخ په تګلوري کی (دا د افغانستان د ستر مورخ ميرغلام محمد غبار د «افغانستان در مسیر تاريخ» نامتو کتاب ژباړه ده،
ــ په افغانستان کې میناتور،
ــ په افغانستان کې هنر او ښکلي هنرونه،
ــ غوره شوي حکايتونه او په زړه پورې مطالب، دوه ټوکه.
۵ ــ قاموس لیکنه:
دودیال صاحب د قاموس لیکلو په برخه کې هم د پاملرنې او قدر وړ کارونه کړي دي. تر اوسه پورې یې دغه قاموسونه لیکلي دي:
ــ د اقتصاد تشریحی قاموس (په ۵۲۰ مخونو کې د ۱۷۵۰ اصطلاحاتو تشریح)، ۱۳۹۶ل کال، مومند خپرندویه ټولنه،
ــ د کرنې تشریحی قاموس، ۱۳۹۸ل کال (په ۴۰۰ مخونو کې د ۱۵۰۰ اصطلاحاتو تشریح)،
ــ د عامه ادارې او مدیریت تشریحي ډکشنری (اکسوس خپرندوی مرکز)، ۱۳۹۹ ل کال.
د یادونې وړ ده چې همدا اوس هم د قاموس لیکلو له تجربې نه په استفادې سره استاد دودیال د افغانستان د لوی قاموس په لیکلو کې چې د «افغان جرمن پورتال» په اړخ کې یوه لویه علمي پروژه ده، همکاري کوي.
۶ ــ د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې د پوهاند دویال هلې ځلې:
دودیال هسې تصادفي د کوچنیانو ادبیاتو ته پام نه دی وراړولی، د ده په لومړنیو تعلیماتو کې چې له کورني چاپېریال نه راپیل شوي وو، دا تومنه اېښودل شوې وه.
د پوهاند محمد بشیر دودیال کورنۍ یوه عالمه کورنۍ ده. د افغانستان د نوي معارف تاریخ ته که وکتل شي، د دودیال صاحب د کورنۍ مشرانو هم د نوي او عصري معارف د دودولو او عامولو له پاره کار کړی دی. په خپله پوهاند محمد بشیر دودیال په دې هکله داسې لیکلي دي:
«… ډیر کوچنی وم، صرف یادیـږی مې. زما د مور پلار(زما مورنی نیکه) مرحوم جنت مکان مولوی عبدالواحد د دوی له اصلی کلی یو څه کوز د (زړې کلا / قلعه ی کهنه) جومات کې ملا امام و. د لومړی ځل لپاره یی دغه کلی کی د ابتدائیه ښوونځی بنسټ کیښود. د هغه وخت د مکتب شاګردان یی لوی او پوه خلک شول، ځینی یې اوس بهر کی دي. یو یې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنخی کی استاد و چی د ۱۳۶۱ کال کی بهر ته مهاجر شو، بل یی جنرال زیارمل دی، بل یې ارواښاد داکترارزو و. شاید ډیر نور به هم وی، خو دا تصادفاً چی یوه ورځ له استاد سره مخامخ شوم خبره د پیژندګلوی راغله، کله مو چی یوبل وپیژندل، ده سمدستی وویل ته خو زما د لومړنی استاد لمسی یی. جنرال ذبیح الله دې وروستیو کی څو ځله افغانستان ته سفر وکړ، زه جلال اباد کی وم، له راتګ سره سم یی کابل کې زما وروڼه چې تر ده ډیر کشران دی وکتل او د دوی یې زښت ډیردرناوی کاو، نږدې و چې لاسونه یی مچ کړی. جنرال وایی چی زه د مولوی صیب عبدالواحد د مکتب له برکته جنرال شوی یم. داکتر ارزو د طب پوهنځی استاد او په میوند روغتون کی موظف ډاکترهم د دغه ښوونځی لومړنی شاګرد و. ده یوه موده مکرویانو کی او بیا په جاده کی کتنځی درلود، د هیواد نامتو داکتر و، ډیر عاطفی شخص و، کله به یی چی زه ولیدم د هغه وخت کیسی به یی کولی. (داکتر آرزو شپـږ کاله مخکی د۷۱کالو په عمر د حق داعیی ته لبیک ووایه ، زوی یی اوس تکړه داکتر دی.) دا درې بیلګی د هغه ملا امام د درناوی یو مثال و چی لومړنی ښوونځی یی جوړ کړ. وروسته می بابا په معلم عبدالواحد مشهور شو. هغه مهال د چهاردهی حاکم (چې زموږ کلی د چهاراسیا په علاقداری او د چهاردهی حکومت پوری اړوند و) سپینه خاوره، د مشق د دړې تختی او هغه پښتو کتابونه را ولیـږل چی لومړنی لوستونه یی داسی و:
آس
دا آس دی
دا د بابا آس دی…
خو ما په ښار کې، د لومړي ټولګی دا کتاب لوستی و:
آب
او آب داد
آب دادن ثواب دارد…
خبره می د معارف او مکتبونو راواخیسته. هدف می دا و چی کله هم زموږ خلکو؛ نه کلیو کی او نه ښارونو کی ښوونځی سره مخالفت ندی کړی، بلکی له امی نیولی تر عالم ټولو دعصری علومو پلویتوب کړی او دا علوم یی فرض کفایی بللی دی. آن دا چې هغه یې بهتر ګڼلي، ځکه چی دینی علوم هم په نوی شیوه تدریسوی. اوس زموږ هغه پخوانی کلی د ښوونځي له برکته ډیر پرمخ تللی، د محمداجان ماما او رجه غوندې بیوزله پکې ندي پاتې، هرو لسو کورنو کې اته یې خپل موټر لري، هغه خامه لاره اوس پوخ سړک دی، اوس د خلیفه محمدحسین پر ځای انجنیران روزل شوی دي…»
دودیال هم د خپلې عالمې کورنۍ په علمي چاپېریال لوی شو، زدکړې یې وکړي، لیکوال او د هېواد په لوړو پوهنتونونو کې مدرس شو او د خپلو نیکونو په څېر یې د وطن د نوي نسل روزلو ته ملا وتړله.
که د پوهاند دودیال لیکنې په ځیر سره ولوستل شي، لیدل کېـږي، سره له دې چې دی د عمر داسې پړاو ته ورننوتی دی چې اوس په لوړو پوهنتونونو کې تدریس کوي، په خپل قلم او پوهه باندې داسې حاکم دی چې په لسکونو کتابونه او په سلكونو مقالې یې لیکلي او خپاره کړي دي، خو دی د نوي نسل د روزلو په سلسله کې د کوچنیانو روزلو ته دومره پام کوي چې په همدې سن کې یې د ښوونځي د دورې درسونه په یاد دي او هغه ترانې چې ده د کوچنیوالي په دوره کې د ښونځيو په درسي کتابونو کې لوستې دي، تر اوسه یې په حافظه کې ساتلې دي او له یاده یې تکراوروي او لیکي یې، چې دا خپله له معارف او تعلیم سره د ده د مینې ښه نمونه کېدای شي. دا یې یوه بېلگه ده:«
ترانه بهار
مژده که آمد بهار
سبزه و گل بیشمار
آب فراوان به باغ
گشته روان هرکنار
غچی و پروانه شد
زنده به بوی بهار
بلبل آبی کند
غلغله درجویبار
کرده شگوفه به باغ
درخت سیب و انار
برلب آب روان
سایۀ بید وچنار
کوکوزنان فاخته
نشسته برشاخسار
به شاخ سروبلند
ناله کندزارزار
زخانه مور و ملخ
گشته روان سوی کار
توهم بدو پشت کار
ای پسر هوشیار
خاطره:
بهارشد، ابربهاری با رعد وبرق لحظات متوالی میبارد وبعد پراکنده شده، آفتاب نمایان میګردد. ابګیرهای خورد وبزرګ تشکیل میګردد… غُچی ها در فضا شادی کنان چرخ میخورند وبالای سیم برق به شکل قطار می نشینند…
یک چیزی به یادم می آید ! آن چیست ؟
روزهای اول سال، روز های مکتب رفتن، کتاب نو ګرفتن، کتابچه و بکس. چه روزهای مملو از خوشی، چقدر روزهای پرسعادت بود. قدر آن را ندانستیم.
***
من درس خوانده دوران قلم نی، دوات و سیاهی، ګل سفید و تخته چوبی ام. یک پارچه رخت نخی ۴X۵ سانتی متر یا اندکی بزرګ یا کوچکتر از آنرا در دوات میگذاشتیم، به اندازه دو نخود سیاهی را نیز در بوتل سرپوش دار(دوات) میګذاشتیم بعد هم چند قطره آب؛ کافی بود با قلم نی مشق را آغازکرد، ولی باید از روی ملافه می نوشتیم، مشق نستعلیق!
ګل سفید نیز باید در دوات بااضافه کردن چند قطره اب آماده میشد و روی تخته چوبی کارخانګی معلم خط (مکی جان) اجرا می شد تا خشک ګردد وفردا همراه با بکس به مکتب برده شود، معلم از حُسن خط حیرت نماید،شاباس بګویدو بپرسد: بچیم خودت نوشتی؟ با احترام واطمینان کامل : ها بلی، معلم صاحب!
معلم صاحب با دقت میدید، بعد تخته هم صنفی دیګرم را میدید: بد نیست،… اوبچه ! ګِل را زیادابګین جور کردی، …خط ات درست نیست، دیګام نوشته کو خوبیش نوشته کو اونه ببی… عایشه آرام نمی شی؟ پلوشه تره میګم آمدم بجانت … افرین خط ات خوب است اما راست نوشته کن ازیک کنج تخته طرف کنج دیګر رفته !
صدای معلم صاحب در هنګام خشم نیز مملو از مهربانی بود. پسران ودختران منتظر می بودند تا کارهای خانګی دیده شود. زنګ تفریح ! با شنیدن آن دلها بیشتر می تپید و هجوم بطرف کانتین، الوای سانک… نخود… و بابه قرباناز زیر ابروان انبوه مشتاقانه همه مار از کلکینچه مربع شکل کانتین از نظر می گذراند شانزده پولی و قرانهای سفید وزرد را جمع میکرد نخود وحلوای سانک(یکنوع شرینی بود) و کشمش نخودبه ما میداد….
عجب ! مثل اینکه همین حالا در مکتب خود هستم، با صنفی هایم؛ عوض علی، سید مقصود، قدوس، آصف، باقر…
ترانه بهار به یادم می آید، ایا خواننده عزیز این مقاله یقین خواهد کرد که این ترانه را همین اکنون نیز بیاد درام و از یاد نوشتم؟ نه تنها این ترانه را بلکه ترانه لاله آزاد : من لاله ازادم- در دشت مکان دارم هم فطرت آهویم…
دونفر دزد خری را دزدیدند – سرتقسیم آن باهم جنګیدند- دزد سوم آمد خر شان را زد وبُرد !
(سوګند می خورم که این آخرین تصادفی یادم آمد هیچ اشاره و کنایه به سیاسیون امروز نیست)
موش وتلک:
موشکی ره به جوال ګندم داشت … قصه دو برادر و قصه ی شوربای مادر حسن…
***
چه ترانه و قصه های زیبا و آموزنده، مملو از پند وعبرت.
این ترانه ها، قصه ها و عنوانهای آموزنده به قلم کیها بود که امروزمثال شان را سراغ نداریم؟ یکی از آنان شادوران محمد آصف مایل بودند. خداوند روح شان را شاد داشته باشد.
محمد آصف مایل در سال ۱۲۸۸ش. در ګذرباغ نواب کابل متولد و درسال۱۳۱۰از لیسه حبیبیه فارغ ګردید، در سال۱۳۱۶ل. شامل پوهنځي حقوق وعلوم سیاسی شدو در سال ۱۳۲۰ل. سندلسانس ګرفت. در سال ۱۳۳۳عازم ایالات متحده امریکا ګردید و در رشته ی تعلیم وتربیه در پوهنتون کولمبیا تحصیل نمود، در مربوطات وزارت معارف آن زمان وظایف زیادی را به انجام رسانید. بعد هم مدیر مکتب ما؛ یعنی مدیر ما در لیسه حبیبه بودند…»
دودیال له معارف او د نوي نسل له روزلو سره د مینې له مخې په دې وروستیو کې د یو لړ داسې کیسو لیکلو ته خپل وخت بېل کړی دی چې هغه د ماشومانو او کوچنیان په روزلو کې بنسټیز رول لري او په اوس وخت کې پښتو ژبي ماشومان او کوچنیان اړتیا ورته لري.
دودیال له فولکلور څخه د دې نکلونو په لیکلو سره د کوچنیانو ادبیاتو ته کار پیل کړ، خو ډېر اساسي یې را پیل کړ. د کوچنیانو او د نوي نسل روزلو په لړ کې يې داسې لار غوره کړې ده چې تصنع نه لري، د خلکو مال دی او د خلکو له پاره د منلو وړ.
دودیال د فولکورویکو کیسو بیا لیکنه ځکه په ډېرې خوندورې ژبې سره کولای شي، چې تیاره د هنري ادبیاتو (لنډه کیسه او ناول) په لیکلو کې د کلونو، کلونو تجربه هم لري. ماشومان او کوچنیان کولای شي د فولکلور له لارې د همدې کیسو له لارې چې په خلکو کې مشهورې دي، خپل تاریخ نه خبر شي، خپل ریښتي اتلان وپېژني او د افسانوي اتلانو په باب معلومات ترلاسه کړي او دا کار دودیال صاحب په ډېره پسته ژبه راپیل کړی دی، په داسې ژبې سره چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاه په زړه پورې، د پوهېدلو او منلو وړ ده.
ما «د کوچنیانو ادبیات، دویم ټوک» په یوه برخه کې د «په فولکلور کې د کوچنیانو د ادبیاتو څرک» ترسرلیک لاندې، په فولکلور کې د کوچنیانو د ادبیاتو څرک په باب بحث کړی دی، د هغه په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«که د فولکلور په باب له اوږدو بحثونونه تیر شو او په لنډ ډول ووایو چې پښتني فولکلور ښه بډای فولکلور دی، نو په دې بډای فولکلور کې د کوچنیانو له پاره څه شته که نه؟ او که وي نو څومره به وي؟
هوکې، په پښتني فولکلور کې دکوچنیانو له پاره ډیر څه شته چې دوی ته څه ورزده کوي، په دوی کې هنري ذوق او عاطفه روزي او ټولنیزو فعالیتونو ته یې هڅوي. د پښتو ادبیاتو په شفاهي برخه کې د کوچنیانو له پاره یو لړ سندرې، شعرونه، کیسې او متلونه شته چې یا په خپله د دوی له خوا ویل کیږي او جوړیږي، یا د لویانو له خوا د دوی د سویې، طرز تفکر او غوښتنو په نظر کې نیولو سره، د دوی له پاره ویل کیږي او جوړیږي. لکه د میندو سندرې چې د پښتنو په بیلابیلو سیمو کې د کوچنیاو له پاره د میندو له خوا ویل کیږي. یوه ښه بیلګه یې د آللو فولکلوریکه سندره ده. دا سندره مور د ماشوم د ویده کولو په وخت کې په داسې حال کې وايي چې په یوه لاس ماشوم ټپوي، نو په ډیر خواږه آهنګ سره دا سندره وايي:
آللو، للو زویه
سر د شا زلمو زویه
آللو، للو پیشو
پیشو مه راځه له غرو
اڅک جان داسې ویده دی
لکه ګوډی د رنجو.»
د زیاتو معلوماتو له پاره دا ماخذ هم کتلای شئ:
(بهاند آصف، د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، کابل، دولتي مطبعه، ۱۳۶۶ ل کال، ۲۸مخ)
دودیال صاحب هم همدې اصل ته په کتو سره، فولکوریکي منبع مهمې گڼلي او له همدې منابعو څخه په استفادې سره دا کار پیل کړی دی چې دا کیسې یې په روانه او ساده ژبه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره راپیل کړې دي.
ښاغلي دودیال د ماشومانو او کوچنیانو له پاره تر اوسه له فولکلوریکو منابعو څخه درې نکلونه په راونه ژبه لیکلي دي. دودیال صاحب د دې کیسو لړلۍ ته د «د اڅک د پلار نکلونه» سرلیک ټاکلی دی.
کله چې د ماشومانو او کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې د دودیال صاحب دې کار ته زما پام ورواوښت، نو ومې پتیله چې زه به «د کوچنیانو ادبیات» د مقالو په سلسله کې د ده پر دې هڅو هم یو څه لیکم. د ده لیکلې کیسې مې را کاپي کړې، د هغو تر لوستلو وروسته مې د خپلو معلوماتو د بشپـړلو په غرض څو پوښتنې له دودیال صاحب سره شریکې کړې. زما د پوښتنو او د ده د ځوابونو بشپـړ متن داسې دی:«
آصف بهاند:
دانشمند دوست پوهاند محمدبشیر دودیال ته سلامونه او نیکې هیلې!
تاسو ته پته ده چې د نوي نسل د ښې او مدرنې روزنې په موخه د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې ما خپل څېړنیز کارونه د شپېتمې لسیزې له پیل نه شروع کړي دي او په دې برخه کې مې لومړنی کتاب (د کوچنیانو ادبیات) په ۱۳۶۶ کال، په کابل کې چاپ شو، د مهاجرت په موده کې مې هم دا مهم کار پسې وغځاوه، په لسگونو مقالې مې ولیکلې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
تاسو بزرگوار ډېر پر ځای او ښه وخت «د اڅک د پلار نکلونه» لړۍ راپیل کړې ده، چې دا هم زموږ د ماشومانو او کوچنیانو او نوي نسل په ښې روزنې کې خپل ځای او ټاکلی رول لري. هیله دا چې د نکلونو دې لړۍ ته دوام ورکړئ، د نورې جدي پاملرنې ترڅنگ که لږ سرعت ورکړئ، لا به ښه شي.
د دې نکلونو دویمه برخه چې تاسو افغان جرمن پورتال ته رالېـږلې وه، ما خپله نن انلاین کړه. ستاسو د نکلونو د همدې لړۍ پر ارزښت باندې غواړم د یوې مقالې په چوکاټ کې څه ولیکم. لومړۍ برخه یې چېرې خپره شوې ده؟ که یې لینک لرئ، ما ته یې راولېـږئ. که د لومړۍ برخې ورد زما د شخصي ایمیل ته راواستوئ، لا به ښه وي، خپل ایمیل به د همدې لیک په پای کې کېـږدم.
له مرستې نه مو همدا اوس مننه!
دودیال:
ډیر قدرمن استاد ښاغلی بهاند صاحب، السلام علیکم!
ډیره مننه ستاسو ښکلی او له لورېینې ډک لیک می ولوست. دا چی زما لیکنه مو ستایلی، ډیره مننه کوم.
ما ته مو د زړه قوت راکړ.
بالکل می یاد دی ستاسو د شپیتمو کلونو بیا تر اوسه پورې چې د ځوانانو او نوی ځوانانو په هکله مو کار کړی او په مجموع کی ستاسو فرهنګی هڅې د نه هیریدو دي. ما ستاسو دا زیار ګالنه له رحمت ځواکمن صاحب سره؛ چې هماتله تاسو سره نږدی دی، هم یاده کړی ده.
الله پاک مو بریالی لره. د افغانستان د راتلونکی نسل پر موږ لوی پور دی خدای وکی یوڅه ورته وکولای شو. تاسو لطف کړی، د لومړۍ برخی په هکله مو پوښتنه کړی،
سره له دی چې لومړنی برخه یی هم ستاسو په برکتی ګوتو همدې سایت کی خپره شوی وه دا دی د کار د آسانی لپاره او د عنوان په لږ بدلون بیا ستاسو حضور ته تقدیم ده. ستاسو دغه لیک ماته قوی روحیه راکړه چی فرصت می پیدا کاو یوه ـ یوه لیکنه به درلیږم.
آصف بهاند:
وبښئ بیا زحمت درکوم،
د لیک له ځواب نه مننه،
که دا په لنډ ډول راته ولیکئ چې د دې کیسو د لیکلو انگیزه ستاسو له نظره څه ده؟
او د کیسو د منابعو په باب هم که معلومات راته ولیکئ، زما د تر کار لاندې مقالې وزن به ډېر شي.
په افغان جرمن پورتال کې ستاسو د راغلې بیوگرافۍ په پای کې ستاسو د اثارو لست نیمگړی راته ښکاري، ایا څه له انلاین کېدو نه پاتې دي، که همدا بیوگرافي او د اثارو لست سم دی؟
له عالمانه مرستو نه مو مننه!
پوهاند دودیال:
ډیر قدرمن او مهربان ورور، معزز استاد او زموږ د پښتو درنی او خوږې ژبی معاصر لیکوال، جناب بهاند صیب، السلام علیکم!
د لیک له رارسیدو مو بیا هم ډیر خوښ شوم. تاسو پوښتنه کړی د ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره مو د فوکلوریک کیسو انګیزه څه وه؟
احتراماً ډیر خلص عرض کوم:
زما یو ماما و، ارواښاد محمد یوسف خان. موږ ته به یی په کوچنیوالی کې د ژمی په شپو کی پخوانی نکلونه کول. خدای می دی غاړی نه بندوی له سلو ډیر نکلونه به یی راته ویلی وو، چی اوس مې تقریباً ټول هیر دي. خو په هغه خوند چی هغه نکلونه ویل، فکر نه کوم اوس یی څوک وویلای شی. ډیر څه به یی راته په لاسونو او حرکاتو(غیر شفاهی ژبه او بڼه) هم انځورول چی زموږ به خولی ورته خلاصې پاتی وی. هغه بیسواده و، خو په هره خبره او کیسه کی یی لوی لوی حکمتونه وو. دغه نکلونه زیاتره یی د زړورتیا، پند او عبرت او تربیتی وو. شاید هغه به ډیر دقت کاوه چې هغه په اصطلاح آموزنده نکلونه موږ ته غوره کړی. له هغه راهیسی می نکلونو سره علاقه وه. کله چی ښوونځی ته شامل شوم، د کمکیانو انیس می تل لوست، هغو کی هم ډیرې ښکلی او مصورې کیسی وی. شاید غیر آګاهانه مې لاشعور کې د کیسو لیکلو او ویلو ارمان حک او انځور شوی وی؟
اوس چې خپل ژوند ته نظر کوم او ځان ارزوم، لله الحمد په درس ویلو، ورځنیو چارو او بیلابیلو ستونزمنو حالاتو کی می هر ډول سختیو سره مبارزه کړی او د ډیرو مشکلاتو سره ـ سره ځان ډیر ناکام نه ګڼم، ممکن یو علت یې له دغو نکلونو یو څه زده کول وی؟
یعنی د مشرانو له سرګذشتونو او نکلونو می تجربه ترلاسه کړی او ژوند کی راته په کار شوی ده. له بلې خوا لله الحمد په هیځ ډول ناوړه عمل، اعتیاد، وخت بیځایه تیرولو، غیبت او ډیرو نورو نامناسبو بوختیاوو او عاداتو ښکیل نه یم (خدای وکړی خودستایی ونشی البته زه چی ځان ارزوم داسی راته ښکاری، خدای وکړی څوک می په ژوند نه وی خپه کړی) نو ایا تاسو څه فکر کوی؟ کله چی ما له نکلونو ډیر څه زده کړی وی او زما د شخصیت پرتکوین یی (زما له آنده) مثبت تاثیر کړی وي، نو راتلونکی نسل پر ما حق نلری چی لکه د خپلو مهربانو او مشفقو مشرانو په شان دوی ته هم د ژوند تجارت و لیږدوم؟ او آیا ونه غواړم چی دوی هم په دغه ډول جالبو کیسو بوخت کړم؟
له بلې خوا د آفاقی مطالعی او د ارواپوهنی د کتابونو په لوستلو دا راته ثابته شوی ده چی د راتلونکی کول د ښې روزنی په خاطر باید بیلایبلو تربیتی شیوو څخه کار واخلو یو یی هم نکلونه دی. نو زما چی سرو کار له ښوونی او روزنی سره دی او یو معلم یم، ایا دا می رسالت نه دی چی د دوی لپاره د شجاعت، وطنپالنی او غوره اخلاقو انګیزه ورکوونکی نکلونه ولیکم؟
اذعان کوم چی زه به ممکن ډیر بریالی نه یم، خو خپل وس او توان پوری تلاش کوم.
ماشوم او تنکیو ځوانانو ته لیکنه تر ټولو ستونزمن او دقیق کاردی. ډیر پاخه او مجرب کسان دا کار کولای شی او بس. څومره لیکوال چی زه پیژنم، محدود شمیرو یی ماشوم ته لیکنی کړي، هغه هم هغو ډیرو بریالیو، یعنی هر څوک دا کار نشی کولای. ما ویل راځه تر خپل وس زه هم یو څه وکړم، نو توکل پرخدای دا چی تاسو لطف کړی او زه مو وهڅولم ما ته د یوی لویی پانګی ارزښت لري.
بله پوښتنه مو کړی چی منابع یی کوم دي؟
منابع هماغه څه دی چی یامی له خپل پورته ذکر شوی ماما څخه په یاد دی یامی له نورو اوریدلی، خو د ټولو ریښه زموږ د بډای او ویړ فرهنګ لرونکی ولس په معنوی شتمنی کی ده.
د ماشوم د ادبیاتو په هکله بحث او دی برخو کی کار کول له خپل صلاحیت څخه ډیر لوړ بولم، جرات هم نه کوم، خو ستاسی د پوښتنی د ځواب لپاره می یو دوه کرښې و لیکل که منظور شی.
خدای وکړی ډیر لنډ ځواب می ویلی وی او اقلاً د ناکامی نمری څخه بچ شوی اوسم.
اصف بهاند:
د وروستي ځل له پاره مې د دې مقالې د لا مستندېدو په پار دا پوښتنې ورولېږلې:
درانه دودیال صاحب ته بیا سلامونه!
د خپلې مقالې د لیکلو په پار مې بیا، بیا په زحمت کړئ، ما به په خپلې بزرگوارئ سره وبښئ.
یو څو لنډې پوښتنې:
ــ د چاپ شوو اثار لست کې مو شمېر اتیا ښوول شوی، خو د شمېرو په کومه برخه کې یوه شمېره ښايي سهواً هېره شوې وي، چې نهه اویا کېـږي، یا به زه نه یم پوه شوی، هیله ده چې لارښوونه راته وکړئ.
ــ د زدکړو د څانگې نوم مو راته ولیکئ،
ــ «د اڅک د پلار نکلونه» څخه مخکې مو د ماشومانو او کوچنیانو له پاره څه لیکلي دي یا ژباړلي دي که نه؟ که مو لیکلي او خپاره کړي وي، لنډ معلومات به راته ولیکئ.
پخوا تر دې (د اڅک د پلار نکلونه) مو د کوچنیانو د ادبیاتو ته څه لیکلي یا ژباړلي دي که نه؟
بیا، بیا مننه!
دودیال بېرته په ځواب کې راته ولیکل:
ستاسو له مهربانی ډک لیک څخه مننه،
یوه شماره کی یو کتاب پاتی دی هغه دا دی:
۸۰.اداری مکاتیب او تجهیزات. چی اکسوس همدا سږکال حپور کړی دی، اما فکر کوم هغه لا اوس هم (چاپ ته چمتو) لست کې پاتی دی.
د کوچنیانو لپاره می (موږبیرته خپل کلی ته ځو) په نوم یو ناول لیکلی چی کابل پوهنتون کی د معلمات مرکز ACKU په ۱۳۹۸ کال کی خپوړر کړی و، او د ماشومانولپاره مې د لنډو کیسو یوه مجموعه له دری څخه پښتو ته ژباړلی چی هغه هم په ۱۳۹۷ کال کی ACKU خپره کړی وه، نور کار می ندی کړی له دی لیک سره د اڅک د پلار دنکلونو یوه بله کیسه هم دراستوم (مل ده).»
دودیال صاحب د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د خپل ترسره کړي کار په باب پوره معلومات وړاندې کړ، زه د دې مقالې د لیکلو په برخه کې د دوی له عالمانه معلوات او مرستې نه د زړه له تل نه مننه کوم.
د دویال صاحب دا لیکلې کیسې که په ځیر ولوستل شي، لیدل کېـږي چې په دې کیسو کې تربیوي اړخ ډېر قوي دی. که میندې ـ پلرونه، ښونکي او د کورنۍ مشران په دقیقه ټوگه ځینې مسایل د دې کیسو د لوستلو په ترڅ کې ماشومانو او کوچنیانو ته توضیح کړي، دا به د ماشومانو او کوچنیانو سره پر کیسې باندې د پوهېدو په برخه کې ډېره مرسته وکړي. خپله دودیال صاحب د دویمې کیسې په پای کې دا کار ترسره کړی دی او د کیسې د مهمو کرکترونو په باب یې داسې معلومات وړاندې کړی دی:«
یادونه: اکبرخان د پښتو ولسی ادبیاتو کې یو ریښتیانی اتل او مومن خان یو افسانوی اتل دی، د دغو اتلانو کیسې ارزی چې ماشومانو ته یی ووایو او ولیکو. دوی ډیر څه ورڅه زده کولای شي او په راتلونکی کرکتر یې اغیزه لري . دوی به د ولس ريښتیانی اتلان وپیژنی. دا لړۍ دوام لري.»
دودیال صاحب د لومړۍ کیسې په پیل کې په استادانه ډول کیسو ته د ورننوتلو مدخل داسې لیکلی او برابر کړی دی چې، کوچنیان خو پرېـږده، چې په لوستلو سره یې د لویانو هم تلوسه وي چې له دې نه وروسته به څه پېښېږي. «د اڅک د پلار نکلونه» د لومړي نکل په پیل یا مقدمه کې دودیال صاحب په استادانه مهارت سره داسې لیکلي دي:
«نوی کال پیل شو. نن نوروز و. اڅک په ټول کلی کې هوښیار او د ټولګي اول نمره و، کوچني ورور یې هم څه ناڅه لوستونه زده کول، خو اول نمره نه و. اڅک سږکال اتم ټولګي ته تللی و . نن د بزګر د ورځې رخصتي وه، خو سبا به لوستونه پیل شي. اڅک نور کتابونه له ښوونځی څخه اخیستی وو، یواځې د تاریخ کتاب یی نه درلود، نو پلار ته یې خپل ټول کتابونه وښودل. پلار په خط نه پوهید، خو ډیرې کیسې یې زده وې، ډیر ځایونه یې لیدلي وو، د ژمي په شپو کې به یی زامنو ته خواږه ـ خواږه نکلونه ویل. نن چې په نویو کتابو کی د اڅک د تاریخ کتاب نه و، نو اڅک ورته خپه و. پلار ورته وویل:
اڅک جانه خپه کیږه مه، سبا چې ښار ته ولاړم د تواریخ کتاب درته رانیسم. پلار به تاریخ ته تواریخ، فزیک ته فزیکات، هندسې ته یې اندزه او نجومیات او بیولوژی ته یې بایوولوجی ویل. د ښوونځی مدیریت ته یې دایره ویله او د ښوونځي ملازم ته یې څپـړاسی ویل. اڅک په دې ټولو پوهید چې پلار مکتب سره ډیر بلد نه دی، نو ځکه د کتابونو نوم سم نشی ویلای. د اڅک کوچنی ورور له پلار څخه پوښتنه وکړه:
ابا، تاریخ کی څه لوستل کیږي؟
پلار ورته وویل: زویه، تواریخ کی زبردسته پخوانۍ کیسې دي، د غټو ـ غټو پاچایانو سرګذشتونه دي او د نیل او پیرعون نکلونه پکې راغلي، د کوی کاپ کیسې هم پکې شته.
دواړو هلکانو له پلار څخه هیله وکړه چی د تاریخ یوه کیسه ورته وکړی. پلار زامنو ته په ډیره مهربانی وویل:
ښه ده، زه به د زابلستان او سیستان نکل درته وکړم…»
د دې لړۍ د کیسو لومړنۍ برخې ته دودیال ښايي عمداً «د زابلستان او سیستان یو خوږ نکل» سرلیک ټاکلی وي او په همدې وخت کې یې لیکلې ده، کیسه په وطن کې د اوبو د مدیریت د پلان تطبیق په لړ کې د سلما بند د پرانستل کېدو سره هممهاله خپره شوه. دودیال د کیسې تر سرلیک لاندې دا هم وراضافه کړي وو:
«د کمال خان د بند د جوړیدو په مناسبت ځوانانو او نویو ځوانانو ته یوه لنډه فوکلوریکه کیسه»
دودیال په دې کیسه کې د ماشوانو او کوچنیانو په ژبه زموږ د وطن پر خپل ملکیت یعنې اوبو او د دوښمن له لوري د ستونزو پر پېښولو باندې غږېـږي او د خپل وطن عیني واقعیتونه چې د هغو ستونزو ریښې اوس هم موجودې دي او هره ورځ د افغانستان او د افغانستان د خلکو ښکاره دوښمنان د سلما بند د ورانولو هڅې کوي. د دې کیسې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«… پلار بالښت لږ څه نور هم اړخ ته ورلنډ کړ څادر یې په زنګون را سم کړ او کیسه یې داسې وغځوله:
په ټول سیستان کې لویه خوشحالي وه، خلکو نوې جامې اغوستې، بازارونو باندې جنډۍ ځړول شوې وې او ډولونه ډنګول کیدل. اووه ورځې وروسته د زابلستان د پاچا لور د ګاڼو، سرو او سپینو زرو له یو کاروان سره په ښایسته ډولۍ کې سیستان ته راورسیدله. ختمونه وشول او یو بل ته مبارکی وویل شوه. کله چی د میرانشاه ښایسته لور د صابر شاه نږور شوه، نو ډیر ښه ښه کارونه یی شرو کړل. نجونو ته یی مدرسه جوړه کړه او د سیستان غریبو خلکو سره یی مرسته وکړه. د هغی ګاڼی او سرو او سپینو زرو په پيسو یې له سیند څخه ویالی او کانالونه هغو وچو دښتو ته وکښل چی کښت پکی نه کید، یوه ویاله دهغې دپلار په نوم او بله دهغې د خُسر په نوم شوه،اوس هم یوې لویې ویالې ته د صابری ویاله او یوې بلې ته شاه جوی وایی. سیستان د دُنیا پرمځ یو اباد او له غلو- دانواو میوو ډک وطن شو، له هرګوټ څخه سوداګر په دې خوا رامات وو، د هیڅ شي کمی نه و. د سیستان نجونو، ښځو او ټولو خلکو شازادګۍ ته دُعاوې کولې اودهغې په هوښیارۍ یې ویاړ کاو.خو د خدای کړه و او د بنده ورته کاته و، دا وخت کوپارو یو لوی لښکر له غراغرومه په سیستان را روان کړ چی دغه آباد او ښیراز ملک ونیسی. دښمن غوښتل دسیستان د ابو بندونه، چې سیستان ورباندی آباد و، ونړوي. دا وخت یوناڅاپه اڅک وپوښتل ولی یې د اوبو بندونه نړول؟
پلار ورته وویل دښمن دسیستان آبادی او دسیستانیانو خوشحالی نشوه زغملای.
د اڅک ورور چې د کیسې د نورې برخې اوریدو ته بیړه وه دستی یی وویل، ښه ابا بیا څه وشوه، دښمن یی له کومه لوری راغی او دسیستان خلکو څه وکړل؟
پلار ورته په مهربانی وخندل، ځواب یې ورکړ:
زویه؛ د دښمن لښکر له پاردریا څخه راغی. د سیستان ځوانانو تورې ته لاس کړ او د وطن د ساتنې لپاره د پردیو د لښکر مخی ته ورووتل. د صابر شاه زړور زوی د لښکر په سر کې و. دوی پنځه کاله له دښمن سره په میړانه جګړه وکړه، سیستان یې تسلیمیدو ته ورنکړ، دښمن یې په شا تمبولو ته اړ کړ، خو د دښمن لښکر یو ګوډاګی په پټه سیستان ته راواستاو. هغه تورې جامې اغوستې وې او مول یې وهلی و چې څوک يې ونه پیژنی، هغه د دښمن له ملکه دوه توبرې زهر په آس باندی سیستان ته راوړل، هغه یې د هغو ویالو په اوبو کې واچول چی د سیستان خلکو او دسیستانیانو پوځ دهغو اوبه څښلې. کله یی چی وروستۍ توبره اوبو کې تشه کړه خدای دغه ګوډاګي څخه توره تیږه جوړه او دغه ګوډاګی ځای پرځای توره شرمیدلی تیږه شوه. زهر په ویالو کې خواره شول او د صابر شاه پاچا د لښکر سپاهیان د زهرجنو اوبو په څښلو شهیدان شول. ښار دښمن ونیو خو لږ وخت کی شازاده د سیستان پاتی ځوانان راټول او دښمن یې له سیستان څخه ورک کړ. له هغه وروسته خلک تیږه شوی ګوډاګی په تورو تیږو ولي او لانت ورباندې وایي. اوس د تور ګوډاګي په سر دومره تیږې ویشتل شوي دي چې لویه غونډۍ ورڅخه جوړه شوی ده. په تواریخو کی نیک او ښه خلک په ښه نوم یاد شوی او بد خلک په بد نوم…»
د دودیال صاحب د علمي کارونو، تدریسي بوختیاوو او گڼو علمي ــ فرهنگي پروژو د پرمخ بیولو په اړخ کې که د کوچنیانو ادبیاتو دې راپیل کړې لړۍ ته خپله پاملرنه او لوریینه ډېره کړي، هغه فولکلوریکې کیسې چې یې له مشرانو څخه اورېدلې دي؛ په همدې پیل کړي سبک او خوندوره ژبه نورې ډېرې کړي او د لیکلو پروسه یې گړندۍ کړي، ډېره به ښه وي؛ دا به د وطن د ماشومانو او کوچنیانو له پاره په راتلونکې کې ډېره ښه منبع وي او د نوي نسل د لا ښې روزنې له پاره به زموږ په ژبه او ادب کې یوه بله د اعتبار وړ منبع او ماخذ رامنځته شي.
د دې بحث په پایله کې ویلای شم چې پوهاند محمد بشیر دودیال د خپلو اثارو او افکارو په هنداره کې ما ته د یوه ریښتیني پوهاند او مدرس په توگه داسې ښکاري چې دی د نوي نسل د علمي روزلو او د سمسور افغانستان یو ریښتینی ارمانجن دی. ده دا خبره د خپل علمي ــ فرهنگي کار په اوږدو کې ثابته کړې هم ده؛ زما د دې ادعا ډېر ښه ثبوت د افغانستان په پوهنتونونو کې د دودیال اوږده موده تدریس او د ده اثار دي.
د سمسور افغانستان او نیکمرغه افغان د ژوند د جوړېدو په پار
د پوهاند محمد بشیر دودیال د لا بریاوو په هيله!