یکشنبه, مې 19, 2024
Home+وینډوز ۱۱ به د شخصي کمپیوټر د کارونې په طرز کې بدلون...

وینډوز ۱۱ به د شخصي کمپیوټر د کارونې په طرز کې بدلون پېښ کړي

لیکوال: جیفري فولر او توتم هنټر
ژباړونکی: رحمت شاه فراز
مایکروسافټ شرکت د سټارټ مینو بټنې ځای تغیر کړی. خو اندېښنه مه کوئ، بېرته يې خپل پخواني ځای ته راوستلی شئ.
د سټارټ مینو نوی ډیزاین له هغو څو تغیراتو څخه دی چې مایکروسافټ شرکت تېره پنجشنبه اعلان کړل. دغه تغیرات په هغه پوستغالي کې رامنځته شوي چې تاسو يې په خپل شخصي کمپیوټر او یا هغه لېپټاپ کې کاروئ چې په خپله وظیفه یا ښوونځي کې در سپارل شوی.
په وینډوز ۱۱ کې چې د دې کال په اخره کې به بازار ته وړاندې شي، مایکروسافټ شرکت د خپل پخواني باوفا عامل سیسټم ظاهري بڼه هم ور بدلوي او تر څنګ يې دا کوشش کوي چې خپل عامل سیسټم په هغه پسوبايي نړۍ پورې لا زیات متعلق او مربوط کړي، چې زموږ کار او اړیکې نیول به په متفاوته بڼه پکې رامنځته کېږي. د مایکروسافټ د ویډیويي خبرو اترو (چټ) خدمت چې د Teams په نوم یادېږي، تر مخ لا په دې ورژن کې ځای پر ځای شوی او بله دا چې له ځینو هغو انډرویډ کاریالونو (اېپونو) هم استفاده کولی شئ چې پخوا یوازې په موبایلونو او ټابلېټونو کې وو.
د عامل سیسټم دغه اپګرېډ چې په تېرو شپږو کلونو کې د وینډوز تر ټولو نوی او غوره ورژن دی، د دې ښووندوی دی چې مایکروسافټ شرکت لا هم خپل دفاعي دریځ نه دی بایللی او دغه عامل سیسټم لا هم د لپټاپ او ډسکټاپ کمپیوټرونو لپاره تر ټولو مشهور کمپیوټري پوستغالی دی، چې د وینډوز ۱۰ کاروونکي هم شاوخوا ۱.۳ میلیونو ته رسېږي. خو په وروستیو کلونو کې یاد شرکت خپل بازاري سهم هغو کمپیوټرونو ته بایلود چې د ګوګل شرکت له هغه (کروم عامل سیسټم) نه ګټه اخلي چې په انټرنټ پورې تړلی او تر ټولو زیات په ښوونځیو کې کارېږي. په دې سربېره، د مېک کمپيوټرونو پر وړاندې يې هم د ناکامۍ ګونډې وهلې چې د ده تر ټولو اوږدمهاله سیال اېپل شرکت جوړ کړی.
د نړیوال ډېټا شرکت شنونکی لین هونګ وايي چې «د دې کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې د کمپیوټرونو لپاره د وینډوز نړیوال بازار (مارکېټ) ۷۵ سلنه را وغورځېده چې دغه سقوط يې تر ۲۰۲۰ کال نه ۸۰ سلنه لوړ وو.» د دې ځوړتیا یا نزول یو جزوي لامل د کورونا ویروس له کبله د وینډوز شخصي کمپیوټرونو پر لېږد لګېدلي بندیزونه دي، خو د مایکروسافټ شرکت دغه ناکامي دا هم راته ښيي چې وینډوز لا هم خپلې مخې ته یوه اوږدمهاله ننګونه لري؛ او دغه ننګونه تر کمپیوټري سیسټمونو ور اخوا د نورو عامل سیسټمونو په پلورونکو او کاروونکو پورې تعلق نیسي. په تېره لسیزه کې ځیرک ټلیفونونه د اکثریت خلکو د ژوند تر ټولو مهم وسایل ګرځېدلي او وینډوز په دې دستګاوو کې په یوه کې هم کار نه کوي.
وینډوز ۱۱ کې راغلي بدلونونه د دې لپاره دي چې په هغو (ټچ سکرین) کمپیوټرونو ښه کار وکړي، چې د موبایل ټابلېټونو په توګه هم د استعمالېدو وړ وي. په دې سربېره، وینډوز ۱۱ به په هغو کمپیوټرونو کې هم کار ورکوي چې د ARM په نوم یو ډول پروسېسر لري. دغه پروسېسر اصلاً په ټلیفونونو کې وي او د اېپل شرکت په وروستنیو کمپیوټرونو کې استعمالېږي، چې دغه کمپیوټرونه تر پخوانیو هغو زیات ځواکمن هم دي او ګرمېږي هم ډېر نه.
که مایکروسافټ شرکت غواړي چې پېرونکي او کاروونکي يې له وینډوز سره مینه ولري، نو باید پوه شي چې ممکن لوی شمېر وګړي له نوو تغیراتو او بدلونونو سره دومره دلچسپي ونه لري. او اکثریت وګړي اصلاً نه غواړي چې مایکروسافټ په هغه څه کې لاسوهنه او مداخله وکړي چې له مخکې لا سم کار کوي.
مایکروسافټ شرکت چې د ۴۵ دقیقو په یوه انلاین خپرونه کې یې ډېر زیات ټکي را غونډ کړي وو٬ تر ډېره په دې اړه له لویو لویو دعوو ډک وو چې په څه ډول به دغه ورژن کاروونکو ته د «خپلوۍ» احساس ور وبښي او دغه راز  په ځينو راتلونکو ننګونو یې هم رڼا واچوله. نو موږ هم یو ګام شاته ځو او پنځه هغه مهم ټکي ترې را اخلو تر څو د وینډوز ۱۱ په باره کې پوه شو.
۱) د سټارټ مینو د ځای بدلون
دا د یوه عصر پای دی، اوس نو سټارټ مینو ستاسو د ډسکټاپ شخصي کمپیوټر په کیڼ لوري کې لاندې نه ده.
نوې سټارټ مینو لاندې په منځنۍ برخه کې راغلې او کولی شئ چې په چټک ډول خپل پیوند کړي اېپونه پې وګورئ او دغه راز یو څو هغه پیشنهادي اېپونه هم پکې لیدلی شئ چې تاسو دمخه استعمال کړي وي. (خو اندېښنه مه کوئ، که مو منځ کې نه وي خوښه، داسې تنظیمات هم پکې ورکول شوي چې بېرته يې کونج ته لېږدولی شئ.)
په وینډوز ۱۱ کې نوي او ګټور فیچرونه او شارټ کټونه هم اضافه شوي. که تاسو غواړئ چې په یوه وخت کې د پردې پر مخ ګڼشمېر اېپونو او کړکۍ ولرئ، نو کولی شئ په یوه کړکۍ کلیک وکړئ چې په دې ډول به د خپل سکرین د تنظیم او ترتیب بېلا بېل انتخابونه (آپشنونه) درکول شي. ممکن یو آپشن دا وي چې دوه کړکۍ څنګ په څنګ راشي، یا یوه کړکۍ لویه اوسي او بله یوه کوچنۍ یې ترڅنګ په حرکت کې اوسي. هر آپشن چې ستاسو خوښ وي، په هغه کلیک وکړئ او کړکۍ به مو په هماغه شکل واوړي.
دغه کار هغه خلک هم کولی شي چې په یوه وخت کې په دوو مختلفو کمپیوټرونو کار کوي. نه یوازې دا چې اوس له دې آپشنونو څخه د استفادې لپاره د کور، ښوونځي او دندې لپاره له مختلفو کمپیوټرونو څخه ګټه اخیستلی شئ، بلکې دغه آپشنونه په هر هغه کمپیوټر کې لرلی شئ چې وینډوز ۱۱ ولري. بله دا چې خپل مختلف کمپیوټرونه مو د کلاؤډ پر مخ له یو بل سره هم وصلولی شي. مثلاً له کار نه راغلئ، په کور کې خپل لپټاپ پرانیزئ٬ نو د کمپیوټر سکرین به مو په هماغه ډول پر مخ پرانیستل شي چې څنګه مو په دفتر کې پرې ایښی وو، او خپلې کړکۍ، ټېبونو او هر څه به مو مخې ته وي. ستارټ مینو حتی ستاسو تر ټولو وروستني خلاص شوي فایلونه هم خوندي کوي، نو اړتیا نه لرئ چې د بیا پرانیستلو لپاره کلیک ورباندې وکړئ.
۲) د وینډوز اېپ سټور، انډرویډ اېپونه هم لري
د لومړي ځل لپاره کولی شئ چې د انډرویډ اېپونه په خپل وینډوز شخصي کمپیوټر کې هم ترلاسه کړئ. دا نو ستاسو لپاره یوه لویه اضافه ده، که مو د خوښې اېپونه یوازې او یوازې انټرنټي ورژنونه لري مثلاً انسټاګرام او یا هېڅ انټرنټي ورژن ونه لري، لکه ګوګل هوم. اوس به د انډرویډ اېپونه د وینډوز ۱۱ په اېپ سټور کې هم د ډانلوډ کېدو وړ وي، البته له یو څو پړاوونو باید تېر شئ. په آر کې د انډرویډ اېپونه د امازون له اېپ سټور سره د شراکت په تار تړلي (چې د Fire په نوم د امازون په خپلو ټابلیټ وسایلو کې استعمالېږي.)، نو د دې لپاره اړ یاستئ چې د امازون د حساب (اکاؤنټ) په مټ جلا دې اېپ سټور ته ور ننوځئ.
(پاتې دې نه وي چې د واشنګټن پوسټ څښتن د امازون بنسټګر او مشر جیف بیزوس دی.)
بل خوا، دا پوښتنه په ځای پاتېږي چې خلک تر کومه بریده د انډروید اېپونه په خپل شخصي کمپیوټر کې غواړي. وینډوز ته د انډرویډ اېپونو راوړلو تېرې هلې ځلې له تخنیکي اړخه یو څه جنجالي او تر ډېره يې زیات هرکلی ونه شو. خو له امازون شرکت سره شراکت ممکن د انډرویډ اېپونو په دې لېږد کې مرسته وکړي. البته مایکروسافټ شرکت چې تېر ځل له امازون سره په کومه برخه کې ملګرتیا وکړه او خپل کورټانا غږیز مرستیال (اسیستانت) یې د امازون له الېکسا سره یو ځای کړ، نو دغه ګډه هڅه يې له ناکامۍ سره مخ وه.
پر وینډوز ۱۱ د انډرویډ اېپونو امنیتي اړخونه (دلالتونه) هم واضح نه دي. آیا مایکروسافټ کولی شي چې هغه ویروس تشخیص او یا یې مخه ونیسي چې د انډرویډ اېپونو دننه پټ راځي؟ مایکروسافټ د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تر دې دمه کوم ځواب نه شي راکولی، په دې چې دې دواړو شرکتونو نوی، نوی خپل شراکت پیل کړی.
مایکروسافټ شرکت په دې هڅه کې هم دی چې د وینډوز اېپ سټور ته وده ورکړي او د دې لپاره ډوېلپرانو ته مالي انګېزې هم ورکوي چې د اېپل شرکت په اېپ سټور کې دغه شی نه لیدل کېږي. اېپل خپل ډوېلپران له دې امله له لاسه ورکړي چې د یوه اېپ دننه له ځینو فروشاتو څخه د لاسته راغلو عوایدو لویه برخه به یې ځان ته ګرځوله. [د یوه اېپ دننه فروشاتو ته په انګلیسي ژبه کې in-app purchases ویل کېږي؛ ژباړن] بل خوا مایکروسافټ شرکت اعلان وکړ چې له ګڼو لارو لاسته راغلې ګټه به سل په سلو کې ډوېلپرانو ته ورکوي.
۳) وینډوز په ژوندۍ بڼه اپډېټ کېدونکي ویجټونه او خپل جلا نیوز فیډ لري
وینډوز ۱۱ په ټوله کې د معلوماتو یوه نوې پرده در پېژني. د ویجټونو یو پېنل پکې راغلی چې له کیڼې څنډې څخه په راکشولو لاسرسی ورته لرلی شئ او په دې ډول مو کمپیوټر د ټلیفون یا ټابلېټ احساس درکوي او دغه راز د پام غلطولو بیخي نوي فیچرونه هم په لاس درکوي. ویجټونه به هم وپېژنو. ویجټونه د هغو اېپونو (پوستغالو) غوندې دي چې ژوندي اپډېټونه لري، مثلاً د هوا حالاتو ښودنې اېپ، د اسهامو اېپ او کالیزه مو. کولی شئ له دې ډلې د خپلې خوښې ویجټونه خوښ کړئ. مایکروسافټ زیاتوي چې هیله یې ده چې نور محتوا پنځوونکي ویجټونه هم پکې اضافه کړي.
(د وینډوز شخصي کمپیوټر زاړه او اوږدمهاله کاروونکي ممکن د دې ویجټونو تېر ورژن هم په یاد ولري، چې مایکروسافټ ګیجټونه بلل کېدل او د وینډوز عامل سیسټم په یوه پخواني او د کمو مینه والو لرونکي ورژن کې راغلي وو، چې دغه ورژن يې وینډوز ویسټا نومېده.)
د نوو ویجټونو پرده به د خبرونو خپله برخه هم لري، چې تر ډېره به د فېسبوک له نیوز فیډ سره مشابهت لري، چې په الګوریتمي توګه کار کوي. مایکروسافټ زیاتوي چې موږ کوم خبرونه وړاندې کوو، هغه به د مصنوعي ذهانت په مرسته غوره کېږي. او ستاسې له تمایلاتو نه به زده کړه کوي چې په ویجټ کې تاسو له کوم ډول مقالو او محتویاتو سره ډېر زیات سروکار لرئ.
۴) د ویډیويي اړیکو او چټونو لپاره Teams ترمخه لا شته دی
د کورونا وبا پر مهال د اړیکو ټینګولو لپاره یوازیني اېپونه Zoom او Slack وو. خو مایکروسافټ هم د Teams له لارې یو ستر ګام پورته کړی، چې ویډیويي کنفرانس جوړونه او چټ دواړه په همدې اېپ کې را یو ځای کوي. اوس مایکروسافټ، Teams پخپله د وینډوز ۱۱ دننه ځای پر ځای کړی او له سټارټ مینو څخه په مستقیم ډول له خلکو سره اړیکه پرې نیولی او خبرې اترې پیلولی شئ. کوم خلک چې په Teams کې نه وي، نو پر ځای يې د ټلیفوني SMS له لارې پیغام ورته استولی شئ، یو څه … پرېشانوونکی برېښي، کنه؟ موږ به خپل قضاوت تر هغو پورې له ځان سره وساتو چې وګورو زموږ دغه خدمت په څه ډول کار کوي.
د مایکروسافټ لپاره دا یو ستر ګام دی. لومړی، Teams د هغو خلکو لپاره د پرېشاني لامل شو چې له سکایپ سره بلد وو، چې د ویډويي خبرو اترو او افهام او تفهیم یو بېل اېپ دی او ملکیت يې له مایکروسافټ شرکت سره دی (او همدې شرکت وده ورکړې). بله دا چې Slack هم مایکروسافټ شرکت په دې تورن کړی چې له Teams نه د تجارتي حاکمیت لپاره استفاده کوي. آیا Slack به هم په مستقیم ډول په وینډوز ۱۱ کې د ځای پر ځای کېدو لپاره د Teams هومره وړتیا ولري؟
د مایکروسافټ تجارتي مرستیال مشر یوسف مهدي زیاته کړه «موږ به Slack ارومرو په وینډوز ۱۱ کې په ډېر غوره ډول وچلوو».
۵) د دې کال په پای کې وینډوز ۱۱ وړیا ډانلوډ کولی شئ
فکر وکړئ چې وینډوز ۱۱ هم د سانټا یو کوچنی اپګرېډ دی.
مایکروسافټ شرکت د ټاکلې نېټې په برخه کې ډېر باوري نه برېښېده، خو د وینډوز ۱۱ بشپړ ورژن به د ۲۰۲۱ کال د نوروز په رخصتیو کې د لاسرسي وړ وي. دغه ورژن به د وینډوز ۱۰ د څښتن لپاره وړیا د اپډېټ وړ وي؛ او که نور نه وي نو هغه کسان خو به يې وړیا ډانلوډ کولی شي چې نوي وینډوز ۱۰ شخصي کمپیوټرونه یې پېرلي وي.
څنګه به پوهېږئ چې کمپیوټر مو کافي چټکتیا لري؟ دغه عامل سیسټم د هارډویر یو شمېر شرایط هم لري، مثلاً یو نوی پروسېسر، ۴ ګیګا بایټ RAM او حد اقل ۶۴ جي بي حافظه بايد ولري. مایکروسافټ د وسایلو خپل کتونکی هم لري چې ګټه ترې اخیستلی شئ.
او بل ښه خبر دا دی چې وینډوز ۱۱ د وینډوز ۱۰ پر پخواني کوډ بنسټ (code base) رغېدلی، نو پخواني اېپونه او ډرایورونه هم له کاره نه غورځي (چې پخوا د وینډوز ویسټا په ورژن کې دغه کار شوی وو).
په تلو، تلو کې به دا پوښتنه هم وکړو چې که مو خپل سیسټم اپګرېډ نه کړ نو څه به وشي؟ مایکروسافټ وايي چې موږ به د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر تر څوارلسمې نېټې پورې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب