شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد قبایلو چارو وزارت غبرګون؛ پاکستان له پرمختللي افغانستان وېره لري

د قبایلو چارو وزارت غبرګون؛ پاکستان له پرمختللي افغانستان وېره لري

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳۰) د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي وروستۍ څرګندونې وغندلې.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم، نن په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او په یو ډول نه یو ډول یې خپله نیابتي او نا اعلان شوې جګړه روانه ساتلې دا ځکه چې دوې له پرمختللي افغانستان څخه وېره لري.

صمیم زیاته کړې، د طالبانو د رهبري شورا ګانې په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دي، همالته یې د تمویل او تجهیز مرکزونه شتون لري او د ټپیانو درملنه یې کیږي.

صمیم د قریشي دا ډول غیر مسوولانه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه او د افغانستان د ملي ګټو خلاف عمل وباله او په کلکه یې وغانده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان له یو خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې نړیوالې ټولنې د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی دی.

 قریشي زیاته کړې وه، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي.

د هغه په خبره، چې د داعش په څیر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.

د قریشي دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ګڼو نورو سیاسي مشرانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې.

2 COMMENTS

  1. سلامونه او احترامات!
    په دي حساس وخت کې یواځې په عندلو کار نه کیږی،لطفآ جلاالتماب ولسمشر او یا هغه څوک چې واک لري باید دا نا اعلان شوي جګړه،اعلان کړی،نور له طالب سره د پنجاب سره جګړه پکار ده.
    دوه خبرې دي،او په هر حال زموږ ګټه ده.
    1: زه باوري یم چې موږ بریالي کیږو.انشاالله.
    2: که مو وبایلل هسې نه دا 45 کاله موږ په مو په جنګ کې تیر کړل،پریږده چې دوی ته هم پته ولګی

  2. پدی ټوله نړی پوهیږی چی په افغانستان کی دا ۴۳ کلنه جګړه او همدارنګه اوسنی ۲۰ کلنه جګړه د امریکا او برتانیی مالی او نظامی مرسته او د پاکستان له لوری په غیر مستقیم ډول شروع شوی ده
    زموږ مخکینیو او اوسنیو چارواکو پدی ۴۳ کلنه جګړه په اړه نړیوالو ته خپل غږ پورته کړ مګر ددی پخاطر چی په جګړه کی د امریکا، برتانیی او روسیی او پاکستان ګټه ده او خپل ټول نظامی تجهیزات او اسلحه په افغان دولتونو او مخالف جنګی ډلو د قیمتی ډبرو په مقابل پلورل کیږی نو د همدی لپاره امریکا او برتانیی او روسیی او ځانګړی توګه نړیوالی ټولنی او ملګری ملتونه او امنیت شورا ورباندی غوږونه کاڼه کړی دی او داسی ښودنه کوی چی دا مشکلات تنها افغانانو جوړ کړی او پخپله به یی حل کوی مګر پدی هم ښه پوهیږی که موږ ددی ۴۰ کلنی دوری د دولت له مخالفینو سره نظامی مرسته نه وای کړی نو دلته په دیمکراتیک نظامونه نه نړول کیدل خو لدی ښکاری چی همدا نړیوال په افغانستان کی د مجاهدینو او طالبانو چی د اسلامی نظام غوښتونکی وو/دي، د همدوی له لوری هم پرځول شوی دی

    ځکه دوی د داود خان او نجیب الله په وړاندی مخکینی مجاهدین پیاوړی کړل چی دا ټوله مرسته د پاکستان عربستان او امریکا اوبرتانیی او ایران له لوری کیدله او همدارنګه یی د همغو مجاهدینو پرضد طالبان را پورته کړل او بیرته یی طالبان د همدی پاکستان په مرسته د امریکا له لوری او ناټو سازمان له لوری وپرځول شو نو اوس بیرته هغه نظام چی بن کنفرانس پر اساس جوړ شوی وو د همدی پاکستان او ایران او امریکا په نظامی او مالی او سیاسی مرسته همدا نظام ورانیږی او دلته ټول ولس بیا په وینو کی لمبیږی مګر نړیواله ټولنه غوږونه کاڼه کړی او سترګی ړندی کړی او خوله ورباندی پټه نیولی ده یعنی نه څه اوری او نه هم څه وینی او نه د امریکا له ډاره غږ پورته کولی شی ځکه همدی نړیوالی ټولنی ته ټول مصرف امریکا ورکوی
    او پدی هم خبر دی چی امریکا او برتانیه او پاکستان د افغانستان ۴۳ کلنی جګړی اصلی عاملین دی چی باید افغان ولس ته ددی جګړی غرامت ورکړی او څومره وینه چی همدی ۴۳ کلنی جګړی پر مهال تویه شوی مسول امریکا، برتانیه او پاکستان پوځ او استخبارات مګر امریکا تنها د ایران په استخباراتو او نظامی ځواکونو بندیز لګوی مګر پاکستان پوځ او استخباراتو ته څه نه وایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب