یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزدلم بایسکل ام / ډاکتر محب زغم

دلم بایسکل ام / ډاکتر محب زغم

په ښاري ټیکسي کې ناست وم. په شاتني سېټ کې څنګ ته مې دوه نور مسافر ناست وو، دوی سره ملګري وو. موټر نوی له ده افغانانو حرکت کړی و چې یوه سګرټ ولګاوه. ژمی و، د باندې هوا یخه او د موټر بخاري چالانه. د سګرټو لوګی او بد بوی موټر ډک کړ، اوس د یخ له ډاره ښیښه نه شو کښته کولی. سړي ته مې وویل: وروره که دا سګرټ دې ګل کړې ښه به شي، زه تکلیف لرم، په ما باندې بد لګېږي.

هغه وویل: چې تکلیف لرې نو دربسته ټیکسي درته ونیسه.

انډېوال یې وخندل. موټروان غلی و، په مخکني سیټ کې دوه ناست سپرلي هم چوپه خوله وو. موټروان ته مې وویل: یا به دی کښته کوې یا به ما. سګرټي وویل: استاده، کښته یې کړه، د دې سیټ کرایه زه درکوم.

موټراون همداسې وکړل. دا خو د کابل په ښار کې لنډ مزل و. زه له دې موټره کښته شوم، څو شېبې وروسته بل راغی، هغه ته وختم. خو زموږ ځینې خلک په اوږدو سفرونو کې هم نورو سپرلیو ته پام نه کوي، ځینې خو ان په داسې بسونو کې چې اته نهه ساعته مزل کوي، بې غمه خپل سګرټ لګوي. اوس یو نیم وخت په بسونو او لیني ټیکسیانو کې چرس هم څکول کېږي.

په مېلمستیاو کې هم دغه ستونزه شته. په وړه کوټه کې لس پنځه لس کسان ناست وي، سګرټیان په کې دم په دم سګرټونه لګوي او د کوټې فضا داسې په لوګیو ډکوي چې یو بل سره په مشکل سره لیدی شي. یوه ملګري مې مېلمستیا کړې وه، وایې له مېلمستیا وروسته مې مېرمنې درې ورځې سر په سر د کوټې ور او ټولې کړکې خلاصې پرې ایښې وې خو لا هم د سګرټو بوی کوي.

هغوی چې پخپله سګرټ نه څکوي، د سګرټیانو له لاسه له خطر سره مخ کېږي. ډاکتران وايي هغه کسان چې د نورو د سګرټو لوګی تنفس کوي، د سګرټیانو په شان له سګرټو زیانمن کېږي. خصوصاً ماشومان، میندوارې میندې او زاړه وګړي له لوګیو څخه ډېر زیان ویني. څوک چې د زړه او سږو تکلیفونه لري، د لوګیو په وجه سخت په عذابېږي. که له سګرټو سره د چا حساسیت وي نو ساه ایستل ورته دومره ګران شي لکه د چا پوزه او خوله چې دې بنده کړې وه.

په موټر کې د ځینو خلکو خواګرځي، د سګرټو بوی دغه حالت سختولی شي. کله کله پخپله د سګرټو بوی او لوګی د خواګرځۍ باعث ګرځي.

په هغو هېوادونو کې چې د خلکو صحت ته پام کېږي داسې قانون جوړ شوی چې د وګړو فردي آزادي نورو ته زیان نه شي رسولی. مثلاً په عامه ځایونو کې په سګرټو باندې بندیز دی. هېڅوک نه شي کولی په بس، رېل، الوتکه، بېړۍ، دفتر، هوټل، کلپ او نورو عامه ځایونو کې سګرټ وڅکوي. په اکثرو ادارو، هوټلونو او کلپونو کې د سګرټیانو لپاره جلا کوټه وي، چې د هر چا اشتها سګرټو ته راشي نو هماغه کوټې ته ورځي او نور نه په عذابوي. په دغو ملکونو کې یو خو خلک پخپله په اجتماعي نزاکتونو پوهېږي او بل هلته قانون تطبیقېږي، که څوک په عامه ځایونو کې سګرټ وڅکوي، جریمه به شي.

زموږ په ټولنه کې نسوار هم لکه سګرټو نور په عذابوي. نسوار ښه دي چې لوګی نه لري، هوا نه ککړوي خو د نورو په مخ کې توداني کې ناړې تو کول پخپله بې نزاکتي ده. که سړی د تو کولو په وخت نسواري ته وګوري چې شنې ناړې یې په ږيرې او زنه باندې نښلي نو د سړي خوا ګرځي. اکثره عملیان چې نس ډک کړي بیا د نشې خمار ورته پیدا کېږي، سګرټي سګرټ بلوي او نسواري نسوار کوي. سړی چې یوه شېبه مخکې یې ډوډۍ خوړلې وي او اوس د چا ناړې ته وګوري نو څه احساس به ورته پیدا شي؟

ځینې بې نزاکته بیا لکه هغه چې له ما سره په ټیکسي کې روان و، وايي ((دلم بایسکل ام)) یعنې خپل کار مې چې هر څه مې زړه وي هغه به کوم. په ژوند کې ډېر شیان دي چې زموږ خپل دي، واک یې هم له موږ سره دی خو نه شو کولی نور له پامه وغورځوو او د زړه کار وکړو. بدن مو خپل دی نو آیا دا مناسبه ده چې په ښار و بازار کې لوڅ لغړ وګرځو او ووایو چې ((دلم بایسکل ام))؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب