دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کابل اوسیدونکي: د ترکیې ناسته کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل...

د کابل اوسیدونکي: د ترکیې ناسته کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي

تاند ( جمعه، د حمل ۲۰ ) په کابل ښار کې نن جومه ( د حمل ۲۰) په یوه لویه ولسي راټولېدنه کې زرګونو کابل میشتو د جمهوریت څخه د ملاتړ تر څنګ د ترکیي ناسته کې د اوربند پر توافق ټینګار وکړ.

دا راټولېدنه د سولې په اړه (د کابل د خلکو غږ ) په نوم په غازي لوبغالي کې جوړه شوې وه.

د دې سترې ولسي غونډې ګډون کوونکو د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره وویل چې د سولې خبرو کې باید د تیرو کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

دوی له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د ترکیې په ناسته کې یوې وروستۍ پرېکړې ته درسېدو لپاره پر تلپاتې او یا لنډ مهاله اوربند توافق وکړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري چې دې غونډه کې ګډون درلود وویل چې د سولې خبرو کې د افغانستان د اساسي قانون په ارزښتونو باید معامله ونه شي.

د نوموړي په وینا، په دغه خبرو کې د بیان، رسنیو او ټاکنو ازادي، د امنیتي سرتیرو، د ښځو حقوق او د بشري حقونو ارزښتونه باید خوندي شي.

د غونډې د ګډونوالو له لوري په خپور شوي پرېکړه لیک کې ویل شوي: “په بریالیتوب سره د سولې خبرو د پرمخ وړلو او د افغانستان د جنګ ځپلو خلکو د باور د پیاوړي کولو لپاره، دواړه لوري باید د یاد کنفرانس په لومړي ګام کې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې په ټول هیواد کې پر تلپاتې او یا لنډ مهاله اوربند باندې هوکړه عملي او اعلان کړي.”

دا ستره ولسي راټولېډنه او له جمهوریت څخه ملاتړ داسې مهال دي چې ټاکل شوې تر څو ورځو په ترکیه کې د افغان سولې په اړه کنفرانس تر سره شي.

د دې کنفرانس څرګنده نېټه لا هم نه ده اعلان شوې خو ویل کیږي چې دا غونډه به د روانې حمل میاشتې په ۲۷ مه نېټه جوړه شي.

افغان حکومت هم دې غونډه کې د ګډون لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی خو طالبانو بیا تر اوسه د خپل ګډون په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب