تاند ( چهارشنه، د دلوې ۲۹) د پوهنې وزارت مسوولین وایي، راتلونکي کمه موده کې به په هېواد کې د ۱۱۷ نویو ښوونځیو د ودانۍ جوړولو چارې پیل شي.
ملت ته د حساب ورکونې په پروګرام کې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګېنې حمیدي وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې د اقرا پروګرام او عادي بودجې له لارې په ټول هېواد کې له ۶۵۰ ډېرو ښونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي او د ۱۱۷ نورو هغو چارې به هم راتلونکي کمه موده کې پیل شي.
اغلې حمیدي وایي، د اسلامي تعلیماتو د ۱.۹ میلیونه کتابونو اداري مراحل پای ته رسېدلي او ۲۲۸۹۶۰ جلده کتابونه چې له څلورم تر ۱۲ ټولګیو دي، کابل، کاپیسا، پروان او پنجشېر ولایتونو کې توزیع شوي دي.
هغې زیاته کړه: (( په ۱۳۹۹ کال کې ۱۲.۲ میلیونه درسي کتابونه د ولایتونو پوهنې ریاستونو ته انتقال او توزیع شوي دي، همدا راز ۳۷ میلیونه نور کتابونه په هند، عربي اماراتو او چین کې تر چاپ لاندې دي او ډېر ژر به هېواد ته راوړل شي.))
هغې دغه راز وویل چې په روان ۱۳۹۹ کال کې ۷۶۳۷۸۶ نوي زده کونکي په دولتي او خصوصي ښونځیو کې جذب شوي دي.
د نوموړې د معلوماتو له مخې، د دې شمېر نویو جذب شویو زده کوونکو سره د ټولو زدهکونکو شمېر ۹.۷ میلیونه ته رسېږي چې له ډلې یې ۳۸ سلنه نجونې دي.
د پوهنې وزارت سرپرستې زیاته کړې، د ښوونځیو کمیت ته کار شوی او اوس موږ غواړو پر کیفیت یې کار وکړو، ځکه د هېواد راتلونکی له پوهنې سره تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د هېواد له بېلا بېلو سیمو د نا امنیو له کبله د ښوونځیو د ودانیو د زیانمن کېدو او یا هم سوځېدو راپورونه ورکول کیږي چې ډېرې زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې کړي دي.