یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ادب او ژورنالیزم توپیر او تړاونه | سیدعبدالله نظامي

د ادب او ژورنالیزم توپیر او تړاونه | سیدعبدالله نظامي

 لندن

په هغه ټولنه کې چې ژورنالست شاعر دی ، کیسه لیکوال او د ادبیاتو د پوهنځي استاد دی نو موږ کله دا دوه نومونه یو له بله جلا کولی شو.

په اصل کې ژورنالیزم او ادبیات دوه بېل مسلکونه دي چې هم مهاله   پر یو بل تکیه هم  دي. یو پر بل یې اغېز کړی، له یوه بله تغذیه شوي. که د ښاغلي ګوهر رحمن ګوهر، سعد الدین شپون یا داود جنبش ژبې ته مو پام کړی وي چې په خبریالۍ کې یې کاروله. ځینې زړې کلیمې له خاورو رایستلې، ځینې نوي اصطلاحات یې په لاس جوړ کړي. ژورنالیزم یې په زړه پورې کړې. همدا کلیمې بیا ادیبانو په کیسو او شعرونو کې کارولي.

په همدې ډول ځینې تکړه خبریالانو د عبدالحي حبیبي په لاس موندلې اصیلې کلیمې خبري ژبې ته راوستي، یا د صدیق ریښتین د نثر له ښکلا یې الهام اخیستي. نو په دې حساب ژورنالیزم او ادب د یو بل لازم او ملزوم ګڼل کیږي. په شتمنو ژبو کې د ادب اغېز پر ژورنالیزم ډېر دی. دا به نو کمسارې وي چې ادیب له خبریال ژبه زده کړي. خبریال له ادیب نه کلیمې پوروي خو خبریال ادیب ته سوژه ورکوي د ډيرو تیارو کېسو جغرافیه ورمالوي. ډېر داسې ناول لیکونکي شته چې په سوژو پسې خبري مقالې لټوي. که د تېر وخت په اړه لیکنه کوي، خامخا به د هغه وخت خبري ژورنالونه پسې لټوي.

نو په لوېدځه نړۍ کې چې ژورنالیزم او ادبیات دواړه خپل پخوالي ته رسيدلي، د تړاو او اغېز کرښه یې تر منځ روښانه ده. د هر یوه دریځ مالوم دی. لکه څنګه مو چې وویل، ادبیات ژورنالیزم ته ژبه ورکوي، په بدل کې سوژه او کیسه ترې اخلي.

خو په ځینو ژبو کې چې دواړه، هم ادبیات او هم ژورنالیزم ډېر اوږد او شتمن شالید نلري، د بېلتون کرښه یې په منځ کې تته ده. کله یو له کرښې واوړي کله بل. خو دا کار د تکامل سایکل یوه برخه ده. د دواړو پرمختګ ته همدا ګډوډي اړینه بلل کیږي.

زما خپله تجربه ده چې د شعر او ادب له کړکۍ خبریالۍ ته ننوتم. له ۲۰۰۱ لومړي کال وروسته افغانستان کې زموږ د چاپېرچل خبریالان تر ډېره د ادبیاتو پوهنځي استادان و، داستان لیکونکي او د نورو ادبي ژانرونو لیکوال و. او دا ځکه چې نړیوالو رسنیو افغانستان ته له یوې لوی پیښې وروسته یو وار سترګې واړولې. هلته دژورنالیزم د پوهنځیو فارغ کسان تر ډېره د ژیړ ژورنالیزم لاروي و او دپخواني شوروي د وخت د دولتي خبریالۍ تجربه ېې درلوده چې تش تبلیغ او د حکومتونو لپاره نغاره غږول و خو د ادبوالو کمال دا و چې لیکل او غږېده ېې سم و ، ورسره دتړلي ژونالیزم له ولکې بهر پاتې و .

دې چارې پر ریښتوني ژورنالیزم هم سیوری غوړولی و نو ېې خپله ژورنالستیکه دنده لنډه بېلوله . ویل به ېې د خبریال لپاره یو تود خبر دی او یو هم سوړ. تود خبر همدا چې جګړې څومره مړه او څومره وژوبلل هماغسې چې اډانه او جوړښت ېې کلیشه او تکراري و که تاسې ددغه وخت خبري رپوټونه راټول کړئ د سلوهغو ژبه او جوړښت به ورته وي او هیڅ نوښت پکې نه شئ موندلی.

 سوړ خبر دا چې فیچر ډوله رپوټ او تر ډېره به شاعرانه ذوق ته ورته مسلو سره تړلي موضوعات رپوټ کېدل لکه د سندرغاړو ژوند ، تاریخي سیمې ورپېژندل او نور.. عادي ژوند بیخي پاتې و. ژبه خو یا دومره وچه وه چې یواځې د مړو پیکه شمار او یا هم دومره ادبي وه چې له ژورنالیزمه وتله،.د ننګرهار بهسودو پله کې پر امریکایي شوبلې د ځانمرګي برید خبر دیوې نړیوالۍ رسنۍ خبریال داسې ورکوه چې پر بهسودو پله د شوبلې سوځېدلې ټوټې او د سر زیان ترې پاتې وه هغه له سینده پورې د مېشتو خلکو ګودر انځور کړی و څه چې ژورنالیزم نه بلکي ادبیات و .

همداسې نورې بیلګې هم شته خو دغه بڼه د خبریالۍ یو څه وخت وروسته چې ځوانو خبریالانو د نړۍ د ژورنالیزم تجربې ولیدې  بدله شوه خو ډیره نه .

د بېلګې په ډول خبریالان دپېښو پروخت د بګراونډ پرځای یوه نا سپړلې خبره په یوه ټلویزني رپوټ کې د پای لپاره راوړي ((  د ښار پر واټونو د موټرو ماتې ښېښې د زیان ټول صحنه نه ده مرګ ، ژوبله او ترې پاتې کورنۍ د کړاو له سترګو پناه کیسه ده ))

نه هم پکې کلیشه شته چې د یادونې وړ ده  ، داپه داسې حال کې ده ، پرون هم برید شوی و. او نه هم پکې دا ادبیات چې د مړو انسانانو خواخوږي به په سرو سترګو ناست وي او دا وحشت به هیر نه کړي او په زیارتونو به جنډې ولاړې وینه ،څه چې خبره له ژورنالیزمه وباسي. همداسې ېې بڼې هم واوښتې خبریال باید په ادبي جمله کیسه راجوړه نه کړي  اوپن  یا لګیدلی مایک د ښار پر پلې لار ږدي او سل پر یوه پوښتنه غږوي .

خو دا بدلون هم بشپړ بدلون نه دی موږ لا هم ژورنالیزم او ادب د یوه مسلک دوه نومونه ګڼو .

او یواځېني خلک هم نه یو چې د دوه جلا مسلکونه سره تړو. انګریز مشهور لیکوال متیو ارنالډ له ۱۸۲۲ تر ۱۸۸۸ پورې ژوند کړی او د خپل وخت اوڅار لیکوال او شاعر و ژورنالیزم د منډې ادبیات یادوي. مانا څه چې سم لاسي ډول کیږي د پنځونې او تیاري لپاره ډیر وخت پرې نه لګول کیږي.

ایرلنډی اوڅار او نوښتګر لیکوال اسکر وایلډ چې ۱۹۰۰ کال کې فرانسه کې د ۵۴ کلونو په عمر ومړ وايي (( د ادب او ژورنالیزم توپیر دادی چې ژورنالیزم د ژور لوست وړ نه دی او ادبیات د یوې سترګې لوست نه دی داسې چې ژورنالیزم تا په سوچ او فکر کې نه پرېږدي خبره درخلاصوي او ادبیات هرچاته خپل جلا سوچ ورکوي))

په همدې دلیل پسې وروسته د ځانګړي سبک یوه انګریز لیکوال سیریل کانلي چې ۱۹۰۳ کې زېږیدلی او ۱۹۷۴ کې ومړ  ور زیاته کړه (( ادب هغه هنر دی چې د دوه وارې لوستو وړ وي او ژورنالیزم هغه څه دي چې په یوه ځل اورېدو یا لوستو درک کیږي))

یوبل مشهور لیکوال ویلیم رالفینګ چې له ۱۸۶۰ تر ۱۹۵۴ېې ژوند کړی هغه مهال ېې ویلي و ادبیات او ژورنالیز ورو ورو یو له بله جلا کیږي او له دې چارې ژورنالیزم او خبریالي ګټه کوي. ښايي ددغه خبرې روښانتیا دا وي چې خبریالي له تخیلي ژبې او کینایاتو راوځي او ډانګ پېلې کیسه درته کوي.

یو خبریال وايي کلونه کلونه مې په خپل مسلک کې کار کړی کله مې ښه خبریالي کړې او کله هم نیمګړې خو هیڅکله مې ترې ادبیات نه دي جوړ کړي.

د ډیرو ګډ باور دادی چې خبریالي د پېښو انځور او د واقعیت رسول دي ادبیات بیا د حقیقت لټون او رسول دي.

وروستي نظرونه د ژورنالیزم او ادبیاتو د پوهانو همدا دي چې ادب او ژورنالیزم دواړه جلا لارې دي خو زه وایم دا لارې خورا نږدې سره جوړې دي لکه غبرګ تللي سړکونه ، دواړه کیسه کوي یو لنډه کیسه لیکي بل فیچر لیکي، یو د چا ژوند د ادب له سترګو انځوروي  مرثیه ېې وايي خبریال هبیچوري ورجوړوي ، ادب وال په غزل او هنري نثر کې د مرغانو سندرې انځوروي خبریال د مرغانو غږ ریکارډوي او غږوي ېې درته، لیکوال سفرنامه لیکي خپل ذوق پکې سړوي خو خبریال همدغه څه فوک ډوله خپل د سترګو لیدلی حال لیکي یا ډاکومنټري کوي.

نو بیا چې دومره نږدې دي توپیر چیرې ؟

توپیر ځمکه او اسمان.

ادب وال ورځې ورځې پر خپل تخیل پخولو کار کوي چې څنګه پکې خوند پېدا کړي ، لوستونکی په هوايي دهلیزونو وګرځوي او په پای کې خپل موټي کې نیولی پيغام ورپرېږدي.

خبریالۍ کې تخیل ، له ځانه تړنې او زیاتونې کفر دی بیخي له مسلکه پرې وځې.

لیکوال ښايي سل خبرې بې مسولیته په ونو کاڼو پسې وتړي خو له خبریال سره د هرې خبرې حساب کېدونکی دی د هرڅه سرچینه باید مالوم او ثبت شوې وي.

له ادبه چې څه هم خبریالۍ ته ګټه ده د سوچه او غښتلې ژبې خبره ده .

د خبریال ژبه دومره مهمه او اغېز لرونکې ده چې بل هیڅ.

خبریال چې په کومه ژبه کیسه کوي سوچه او پر ګرامر بشپړه ېې زده نه وي نالوستی بللی شي. ځېنې خبریالان که د موادو او کیسو په ټولولو کې تکړه وي یا خو د کوڅې ژبه وکاروي او یا هم د نوروژبو ګډوله وکاروي وګڼه چې د کار پيړمې ېې سستې او اغیز به ېې پر شوې خوارۍ خامخا لیدلی شي.

1 COMMENT

  1. ډیره زبردسته لیکنه وه. په همداسې موصوعاتو لیکل او خپرول، زمونږ.د معلوماتو په ډیرښت کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب