یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ملي پخلاینې د عالي شورا دویمه غونډه هم جوړه شوه

د ملي پخلاینې د عالي شورا دویمه غونډه هم جوړه شوه

تاند(شنبه، د جدي ۶) د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبري دویمه غونډه د دې شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشري نن د مرغومي په ۶ مه په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې ډیرو سیاستوالو وینا وکړه او ځینې څرګندونه يې وکړې.

په مذاکراتو کې د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل، د سولې مذاکرات پیچلې دي او لویې ستونزې له ځانه سره لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، لویي ملي ستونزې پرته له ملي پریکړو نه عملي کیږي او په دوحه کې د سولې هئیت ته يې د دولت رهبرۍ او د ملي پخلاینې عالي شورا رهبرۍ هدایاتو او مشورو ته اړتیا لري.

دغه راز په دې غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د وینا پر مهال وویل، په دوحه کې د مذاکراتو مرکچي پلاوي له اتفاق او اتحاد سره سولې ته د رسیدو لپاره هڅې وکړې او دواړو لورو د هیواد خیر لپاره پوره زحمت وباسي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم د ملي پخلاینې عالي شورا په دویمه غونډه کې وویل، د افغانستان د جګړې خارجي اړخونه د جګړې تر داخلي اړخونو په مراتبو ستر دي.

دغه راز صالح زیاته کړه، ټولې کومې وسلې، جګړه ییز تاکتیکونه او تکنالوجي چې د افغانستان په جګړه کې کارول کیږي بهرني دي نه کورني.

صالح وايي، طالبان باید پوه شي چې د دیني علماو، ټولنیز فعالانو او خبریالانو په وژلو دا ملت نه ضعیفه کیږي.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني په دې غونډه کې د جګړې او نا امنیو پر وړاندې مبارزې کې دولت يې ناکامه وباله او زیاته یې کړه، د ملي پخلاینې عالي شورا په لومړۍ غونډه کې ددې لپاره چې د استاد خلیلي ځینې خبرې سانسور شوې نن یې په دې غونډه کې ګډون ونکړ.

دغه راز قانوني زیاته کړه، د ملي مصالحې عالي شورا مشرۍ هئیت مکمل نده او د ښځو او ځوانانو ځاې پکې تش دی.

د دې شورا لومړۍ غونډه نږدې یوه نیمه میاشت مخکې د دې شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرې په سپیدار ماڼې کې ترسره شوه چې په هغه غونډه کې هم د ولسمشر غني په شمول ډیرو لوړپوړو سیاستوالو ویناوې وکړې او د ملي پخلاینې عالي شورا ترسره کیدل یې د سولې په راتلو کې مهم ګام بللی وه او له دې غونډې یې ملاتړ وکړ.

1 COMMENT

  1. د ښاغلي قانوني له خبرو: د جګړې او ناامنیو پروړاندې مبارزې کې دولت یې ناکامه وباله او زیاته یې کړه د ملي پخلاینې عالي شورا په لومړۍ غونډه کې ددې لپاره چې د استاد خلیلي ځینې خبرې سانسور شوې نن یې په دې غونډه کې ګډون ونکړ.
    دغه راز قانوني زیاته کړه، د ملي مصالحې عالي شورا مشرۍ هئیت مکمل نده او د ښځو او ځوانانو ځاې پکې تش دی.

    په لومړي ځل ده چې د ښاغلي قانوني خبرې له چوکاټه وتلي دي . که د استاد خلیلي خبرې سانسور شویدي نو بیا په غونډه کې نور ګډون نه کوي یعنې هغه نور سوله د خپل مسوولیت نه بولي ، خو معاش او ټول امتیازات به دخپل ځان ، سلګونو باډیګاردانو او خپلوانو لپاره کورته ورځي .
    د سولې خبرې په لښکرو نه کيږي ، لس نفره د هېواد ترټولو هوښیار ، تجربه لرونکي ، وطن او افغانستان ملي ګټواو نظام ته وفاداره خلک ولېږئ چې د خبرو په مېز له مقابل لورې سره مرکې وکړي او د خپل قانوني دولت دفاع او ساتنه وکړي.
    امنیتي او دفاعي وضعیت خو دا 40 کاله متاسفانه همداسې ګډوډ دی خو که تاسو نور هم پدې اور نور د بې باورۍ او بې اتفاقۍ سوځېدونکي توکی ور اضافه کړئ ، په رښتیا هم خپلې پښې به په تېشه ووهئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب