Home+د نړۍ تر ټولو ګرانه تمام شوی سریال

د نړۍ تر ټولو ګرانه تمام شوی سریال

تاند – «دي کراون» یعني تاج سریال اوس د نړۍ تر ټولو ډېر کتل کېدونکی او خوښېدونکی سریال دی چې نیټ فلیکس یې خپروي.

دا سریال د بریتانیا د دوهمې الیزابیت ملکې او په مجموع کې د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ په اړه دی.

د سریال لومړۍ ټولګه ۱۰ برخې لري، هره برخه یو ساعته ده او لومړنۍ برخه یې د ۲۰۱۶ کال د نوومبر په څلورمه خپره شوه.

تور او سپین اصلي او رنګه یې په سریال کې معادلې څېرې دي

د کراون سریال دوهمه ټولګه د ۲۰۱۷ په دسمبر کې پیل شوه او دا یوه هم د لومړۍ هغې په شان له ډېر ښه هرکلي سره مخامخ شوه.

د دې سریال پر هره برخه ۵ ملیون یورو لګول شوي نو د نړۍ تر ټولو ګرانه تمام شوی تلویزیوني سریال دی.

جان لیسکو په دغه سریال کې د وینسټن چرچیل په رول کې کار کوي. د دې لپاره چې نوموړی پخوانۍ بریتانیايي لهجه زده کړي، ښوونکی ورته وګومارل شو.

هیلن میرن د دوهمې الیزابیت ملکې رول په غاړه لري او ایملدا ستانټن د دوهمې الیزابیت د زړښت رول لري.

په پیل کې په پام کې وه چې دا سریال شپېته برخې ولري خو اوس ویل کېږي چې ښايي تر دې لږ کمې وي.

د دغه سریال سرفلمي یا ټریلز

1 COMMENT

  1. لنډکی یادښت:

    ((د نړۍ تر ټولو ګرانه تمام شوی سریال))

    عنوان اوږد دی، لنډ او عام فهمه بدیل یې:

    د نړۍ ګران بیه سریال
    یا
    د نړۍ تر ټولو ګران بیه سریال

    تر دې ور ها خوا لاندي جمله بیخې کاواکه او اوږده ښکاري:

    ((د کراون سریال دوهمه ټولګه د ۲۰۱۷ په دسمبر کې پیل شوه او دا یوه هم د لومړۍ هغې په شان له ډېر ښه هرکلي سره مخامخ شوه.))

    بدیل یې:

    د کراون سریال دویمه ټولګه د ۲۰۱۷ په دسمبر کې پیل شوه، دې برخې هم د تیري برخې په څیر خورا ښه هرکلی خپل کړ.

    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...