یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسعودي د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښمن دی

سعودي د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښمن دی

تاند ( یک شنبه، د قوس ۱۶) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې که امریکا له ایران سره بېرته اټومي تړون ته ورګرځي نو باید له سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو سره په دې اړه سلا مشورې وکړي.

د ده په خبره ایران په سیمه کې ورانکاره او خطرناکې موخې لري او همدا چې اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي ښایي نړۍ ته په یوه ګواښ بدل شي.

په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښایي د امریکا منتخب ولسمشر جو بايډن واک ته له رسېدو سره سم له ایران سره اړیکې ښې کړي او بېرته اټومي هوکړې ته ور وګرځي.

دې مسئلې سعودي او ځینو نورو عربي هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړې دي.

سعودي عربستان داسې مهال د ایران او امريکا ترمنځ د اړيکو د وضعيت پر احتمالي بدلون اندېښنه ښيي چې اوس هم ایران د امريکا تر کلکو بندیزونو لاندې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب