جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېپه تذکره کې د مور د نوم له لیکلو سره حساسیت

په تذکره کې د مور د نوم له لیکلو سره حساسیت

د دوکتور زمان ستانیزی لیکنه

د کلیفورنیا د دولتی پوهنتون د سیاسی علومو استاد

د افغانستان وروسته پاته ټولنې تل له نوښتونو سره حساسیت ښودلی. د بیلا بیلو دلایلو له مخی ژبني، قومي، نژادي، او منطقوي هویتمدارانو په تذکره کې د مور د نوم له لیکلو سره خپل مخالفت څرګند کړی. یو تعلیم یافته او پوهو ځوان لیکلی چې زمونږ کیلواله ټولنه لا تر اوسه دې ته آماده نده.

آیا باید پوهان په ناپوهانو پسی ولاړی شی او که ناپوهان په پوهانو پسی؟ که په بیسوادانو پسی ځی، بیا ولی تعلیم کوی؟ او که تعلیم یې کړی وی، دا د علم او پوهې رسالت دی څو پرېنږدی چې بیسوادان یې د پښو زولنې شی.‌ معمولاً کله چې پر مخ ګام واخیستل شی شکایت دا وی چې ټولنه دغو نوښتونو ته آماده نده. بیا چې واکمنان داسی کارونو ته اقدام و نکړی، وایې ولی بیرته پاته یو.

زمونږ له روحی اعتیادونو نه یو دادی چې بې سببه موضوع سیاسی کو او سیاسیونو او مشرانو ته بهانه پیدا کو چې ساده سلیقه وی توپیرونه په قومی او ژبنیو اختلافوتو بدل کړی. وروسته بیا شکایت کو چې که دغه د سیاست ټېکه داران او د نفاق سوداګران نه وی، مونږ افغانانو به خپله خورګلوی او ورورګلوی کوله. په داسی مواردو کې مونږ د سیاسیونو د بی کفایتی قربانی نه یو، مونږ د هغو د جرم شریکان یو، ځکه هغو ته مو بهانه ورکړی چې د تحت-ملتی هویتونو په نامه مو یو له بله جلا کړی.

په تذکره کې د مور د نوم لیکل یو له دغومسالو نه دی چې بی دلیله سیاسی شوی. سوال دلته دی چې ولی په تذکره کې د مور د نوم له لیکنو سره حساسیت ښودل کېږی؟ په دې سبب چې مور ښځه ده. په ښځه غندونکو ټولنو کې ښځی ته حرمت نه قایلېږی.

زمونږ د ټولنیز دود «نر- محوری» ریښې هغه ذهنیتونه اوبه کوی چې د وخت په تېریدو سره «نرسالاری» روزی، بیا په هغه شدت چې په افغانستان کې حاکمه ده. د نر- محوری په مستولی ذهنیت کې ښځه توب د خدای له قهراو غضب نه کم نه ګڼل کېږی هسی چې د یوی کورنی پر سر یې خدای نازلوی.

ښځه د کوچنیانو مور یعنی د نسل د تولید یوه وسیله ګڼل کېږی چې د زوی زېږنده یې نیکمرغی بلل کېږی او د هلک په نوم اېښدولو کې خوشحالی کوی، خو د نجلی د زېږیدنی او نوم ایښودلو نه شرمېږی. ځینی حتی نجلی د نوم لایقه هم نه بولی، هسی د کور د کالیو او کپړو په توګه یې یو عدد ګڼی، مثلاً «رابعه» یعنی څلرمه نجلی. کله هم د نجلی زېږنده خدای ته د یو اعتراضیه پیغام په توګه نوموی مثلاً «بس بی بی»، «بسو» یا «بله نسته» په دې معنا چې خدایه بس ده، نوری لوڼی نغواړو، زامن را په برخه کړه. داسی نارینه هم شته چې «لور زېږونکی» میرمنی یا پرېږدی یا یې طلاقوی. ځکه میندی خپلو لورانو او نګیندو ته دعا کوی چې «د هلک مور شی!» یا «د سلو زامنو مور شې!» حتی د اولاد له زېږندی وروسته هم د هلکانو د سرساتنی دعاګانی کوی، «خدای دې د زوی غم نه در ښکاروي!» «بوره مشې!» یعنی د زوی په مرګ غمجنه مشی! یا یوې ښځې ته ښکنځل او ښېراوی کوی چې «بوره  بورچنډه شی!» یعنی څو زامن دی ومره. په دې ټولو مواردو کې وینو چې د نجلی روغتیا، سلامتتیا او د عمر اوږوالی هیڅ مطرح ندی.

نرسالاره ذهن ښځه د انسانیت له سطحی نه ټیټه تعریفوی: ښځه ناقص العقله ګڼي، خو د نر تعریف په تفکر، ستعداد او لیاقت کې کېږی، ښځه عاجزه بولی څو د هغو حقوقو له دفاع نه چې له سره یې نلری «ناتوانه» کړای شی، خو نر حق لری او د حق ساتونکی دی، او د ښځی خاوند دی- هغه کلمه چې د خدای لپاره یې هم استعمالوی، «خاونده خدایه». ښځه «کډه» بلل کېږی ځکه د کور د کالیو او کپړو په شمېر کې د نر د آسایش لپاره پېژندل شوی. په نرمحوره ذهنیت کې، ښځه د عیال تر نامه لاندی د نر جوړه ګڼل کېږی-یعنی د نر ضمیمه.  ښځه حرم ده، ناموس ده، تورسری ده، عورت ده،… په دغو تعریفاتو کې د ښځی او نر د حقوقو تساوی هیڅکه د نرسالارانو په ذهنی معادله کې ځای نلری.

ښځه تور سری ده. یعنی چې د هرڅه تور پری اړول کېږی او هرعیب او تهمت پری تاوانېدلی شی. د ښځو د سنګسار صحنی ددغه غمیزه په روښانه ډول څرګندوی. ښځه د زنا د ارتکاب په جرم سنګساره کېږی، خو د جرم شریک نر، چې ډېر احتمال لری په قضیه کې متعرض او متجاوز هم وی له مجازاتو نه پرته معاف ګڼل کېږی. ښځه هم د یو تجاوز قربانی کېږی او هم د یوې نرسالاری ټولنی د ننګ د پرځای کولو.

کله ښځه په عربی اصطلاح «عورة» («عورت» دری، «اورته/ارتینه» پښتو) بلل کېږی چې معنا یې د ښځی د بدن د شرم ځای یا تناسلی عضو ده. کله چې ښځه د بدن د شرم ځای یا تناسلی عضو وګڼل شی، بیا د هغی د کرامت او حرمت لپاره ځای نه پاته کېږی. دغه عورت – محوره ذهنیت دی چې پر ښځه باندی د اخلاقی کړو وړو احکام صادروی. کله چې یو سړی یو بل نارینه ته سپکاوی کوی، نو د مېرمنی، خور یا مور نوم یې په داسی ډول په ژبه اخلی چې له هغه نه د جنسی تجاوز استنباط  وشی. په دې توګه حتا د یو نارینه سپکاوی هم د ښځی د اهانت له لاری ممکن کېږی. څنګه چې د (مېړه او ماندینې له ارتباط نه بهر) هر جنسی عمل سپکاوی ګڼل کېږی، له دې کبله حتا په تذکره کې د ښځی د نوم له لیکلو نه د نر د سپکاوی استنباط کېدای شی.

له دې چې نرسالار ذهنیتونه ښځې ته په داسی سترګو ګوری، نو ځان مکلف ګڼی چې د خپل ننګ د ساتلو په غرض ښځه خپل عورت وګڼی او پټه یې و ساتی. خو په تحت الشعوری سطحه کې د دغی ننګ ساتنی په سبب ډېر نارینه د خپلې ماندینې، خور، او مور نومونه په ژبه نه اخلی.

ننګ، غیرت، ناموس او نور خلاقی او دیانتی ارزښتونه هغه وسیلې او واسطې دی چې نرسالاران د هغو له لاری پر ښځه باندی د نر تسلط توجیه کوی. غیرت اصلاً عرفانی اصطلاح ده چی د خدای د وحدانیت په هلکه استعمالېده چې غیر د خدای په وحدانیت کې شریک نکړی یا دا چې غیر له خدایه بل څوک و نه لمانځی. خو اوس غیرت د نرسالاری د مفاهیمو د افادی لپاره استعمالېږی. ناموس یا νομός چې د یونانی ژبی یوه عاریتی اصطلاح ده مفهوم یې د یوې ټولنی د فرهنګی قوانینو د ارزښتونو پالنه وه، خو اوس د نرسالاری د حاکمیت په خدمت کې په کار لوېدلی. اسلامی دیانتی ارزشتونه هم د نرسالاری له مخی تعبیرېږی. مثلاً هر قرانی حکم چې د ښځی او نر د حقوقو د تساوی لپاره نازل شوی، د نارینه فقهاو له خوا داسی تعبیر شوی چې تعزیرات او تحریمات یې د ښځی په برخه رسېدلی او حقوق او آزادی ګانې یې د نر په برخه رسېدلی. برسېره پر دې د نر د حقوقو انطباق یې د یوویشتمې پېړی له اقتضااتو سره جایز کړی، خو د ښځی پر آزادیو تحریمات یې د قرون وسطی په معیارونو ټاکلی دی.

یوازی د وېښتانو د پټولو په برخه کې تحریمات چې پر ښځه وضعه شوی لکه برقع، نقاب، حجاب، شایله، المیره، خمار، وشاح، ټیکری، پوړنی،… د نر لپاره هیڅ معادل نلری. لکه دا چې د نژدی ۴۰۰۰ کاله د مخه د بابل د پاچا هامورابی تحریمات د ښځو په برخه کې لا هغسی پرځای پاته وی. همدا نن مې په یوه جمعی رسنۍ کې ولوستل «چهل توصیه برای خانم ها جهت استحکام روابط زن و شوهری». په دغو توصییو کې ښځه په اطاعت، مسولیت او د نارینه په خدمت مکلفه ګڼل کېږی څو د نر د خوشحالی او رضایت اسباب مهیا کړی، خو په مقابل کې له نر څخه د هیڅ بالمثله عمل توقع نه ده شوی.

اکثر نارینه چې ددغو حقوقی آزادیو د تحریماتو د معادلی په خالی پله کې ندی واقع شوی، دغه محرومیتونه  نشی احساسولی او غیر ضروری یې بولی. په همدی سبب په تذکره کې د مور د نوم لیکل هسی ارزښتمن نه ورته ښکاری، بی له دې چې دغی مسالی ته سیاسی اړخ ورکړی او هغه خپلو اعتقادی ارزښتونو ته تهدید وګڼی. خو اما… او بیا هم

آیا د هغی ښځی د مشقت درد یی لیدلی چې مېړه یې په جنګ کې مړ شوی او هغه ماشوم چې له خپلو وینو او شېدو نه یې روزلی ورنه اخلی ځکه چې د زېږندی په کارت کې د کوچنی نوم یوازی د پلار او نیکه له نومونو سره لیکل شوی او د مور نوم یې هیڅ په کې نشته؟

یا هغه د طب محصله چې یو کانادایی پوهنتون تحصیلی بورس ورکړی، خو خپل ماشوم له ځان سره نشی بیولی، ځکه چې سفارت د ماشوم د پلار موافقت غواړی چې په تذکره کې لیکلی دی. خو پلار یې مړ دی او مور یې خپل مورتوب نشی ثابتولی؟

یا هغه ښځه چې د مهاجرت غوښتنه یې د سویډن د حکومت له خوا منل شوی، خو خپل دوه ماشومان له ځان سره نشی بیولی ځکه د هغو په تذکره کې یوازې د پلار نوم لیکلی چې په جګړو کې تری تم شوی؟

یا هغه کورنۍ چې غواړی خپله کونډه ناوی د مهر له حق نه محرومه کړی، او خپل لمسی هم د حضانت د ادعا په اساس له هغی نه واخلی. کورنی ددغه ماشوم د تذکری په استناد چې د پلار نوم یې په کې درج دی اخلی، خو ښځه هیڅ سند نه لری چې خپل مورتوب محکمی ته ثابت کړی.

دا یوازی یوه سطحی کتنه ده. ددغو قضایاوو فروعات ډېری حقوقی جړتیاوی لری چې د دغې لنډې لیکنې له حوصلې نه بهر دی. د پام وړ خبره دا ده چې په افغانستان کې د کورنۍ نوم هسی رسمیت نلری چې د پلار او مور کورنی هویت په کې و پېژندل شی، نو ځکه په تذکره کې د مور د نوم لیکل ډېرې قانوني نیمګړتیاوې پوره کولی شی.

که څوک د کورنۍ د نوم پر ځای د پلار نوم لیکي، نو تر هغه لا دمخه دې د مور نوم ولیکی او سل ځله دې په سترګو ومږی او مچ دې کړی. دا د ښځی کرامت ته درناوی دی، نه د ښځی جنسیت ته سپکاوی – مګر دا چې د چا ذهن په ناوړو او ناولو خرافاتو کې نغښتلی وی. مونږ چې د نازو انا، زرغونې انا، او ملالی، او د ملکه گوهرشاد، رابعهٔ بلخی، بی بی رادوجانی، او ملکه ثریا  نومونه اخلو د مورتوب حق ته یې سر ټیتوو او په ښکلو نومونو یې ویاړو چې باید وویاړو.

21 COMMENTS

  1. سلام ښاغلي ستانيزی روغ رمټ او خوشحاله اوسي،

    اول په حيث د يوه افغان له تاسونه ډيره خوښنه کوم چه د ښځو په حقوقو مو په علمي ،اسلامي او سياسي دلايلو رڼا اچولي ده، نور زه خپله دومره شريکوم چه بلخصوص په پشتني ټولنيه کي د پشتني ميرمنو حقوق څومره تر پشو لاندي کيږي پوره يادولي. په پښتني ټولنه کي شځه په حيث د يوه حيوان (ولور)خرڅيږي ، شځه چه په ولور واخستله شي له هغي سره دد ښځي ټول انساني حقوق هم په پښتني ټولنه کي واخستل شو ارزښت ددي ميرمني ديوه شي ده نه يوه دانسان ځکه چه تا په ولور پيرولي ده او ستا شخصي مال شو نو بيا چه ستا زړه هرڅه وغواړي هغه ورسره کولاي شي او هغه رانيول شوي ميرمن به ستا هر نوع خواهشات پوره کوي………. . تر څو چه په يوه ټولنه کي شځوته مساويانه حقوق لکه ونرته ورنه کړل شي هغه ټولنه به نه کورني نه انساني نه علمي نه نه سياسي ،نه ټولنيز، نه اقتصادي پرمختګ وکړي.
    په د هيله چه دا ستاسو ليکنه به د سياسي او ملايي مداريانو خولي دپي کړي چه د پلار له نوم سره د مور نوم هم په افغاني تسکيرو کي وليکل شي.
    اباد اوسي

  2. دا به کوم درد دواکړي؟ ځیني خلک داسې افراطي لیکنې کوي چې ګویا دوی ډېر متمدنه خلک دي او هر څه چې وایي هغه سم دي. د مور د نوم لیکل په تذکره کې چندان اړین نه دي. درناوي

    • محترم ورور محمد،
      ما په دې مضمون کې یوازی د قانونی خلا د ډکولو نه نظره څو مثاله وړاندې کړل خدای د وکړی چې په دقت مو لوستلی وی. همداسی نور مشکلات د حج په شمول د سفر په وخت کې، د میراث په برخه کې، د مړشوی مېړه د تقاعد په برخه کې…. شته. ځکه په افغانستان کې د کورنی د هویت نوم رسمیت نلری. همدغه د کورنی د هویت د نوم نشتوالی په خپله لوی مشکل دی. هسی چې وایي موړ د وږی له حاله څه خبردی. فکر نکوم چې د متمدن نظر ښودل یا حتا په هغه تظاهر کول ګناه وی. خو زما هدف یو هم نه وی، یوازی دا چې د درمندو هېوادوالو د حال بیان مې کړی.
      مننه.

  3. د محترم استاد ستانیزی صیب له درده ډکی لیکنی څخه په مننی سره:
    تر څو چی د لمر تودوخه شتون ولری نو د شمسی نظام نظم به هم شتون ولری همدارنګه تر څو انسانی ټولنه شتون ولری د ” ښځی ” بحث به هم شتون ولری. د ښځی د بحث پراختیا د تاریخ او ماقبل تاریخ د پراختیا سره مساوی دی.
    د ښځی بحث یوازنئ بحث دی چی ډیر ټکی ئی خپله د ښځی لخوا د تائید وړ ګرځیدلی دی خو ځینی نران ئی د منلو څخه ډډه څه چی حتی مقاومت هم کوی.
    پخوا ښه ؤ، رسنیزه فضاء حمام یا دښتی غوندی د هر ږغ انعکاس پکی واضح او د تفهیم او خبریدو وړ ؤ خو نن ورځ رسنیز ترافیک د کابل د ښار غوندی د ازدحام له وجی اصلاً ځینی وختونه د تشخیص وړ نه وی.
    موږ دا وړاندیزونه اوریدلی دی چی مثلاً په تذکره کی باید د مور نوم ولیکل سی خو دا مو نه دی اوریدلی چی ددی وړاندیز اصلی موخی او اهداف څه دی؟ آیا دا کیسه حقوقی دلائل لری او که امنیتی دلائل او که عاطفی او احساسی دلائل؟ شاید پدی هکله د وړاندیز تر څنګ توضیحات هم ورکړه سوی وی خو د رسنیز ترافیک او ازدحام له کبله زموږ غوږونو ته دا دلائل ندی را رسیدلی او یا مو خپله هم غفلت کړی دی او ځانونه مو تری بی خبره ساتلی دی.
    بله خبره دا ده:
    یو عسکری منصبدار کیسه کوله:
    د بغلان د ولایت یو اوسیدونکی می په ټولی کی عسکر ؤ، نوم ئی شاولی ؤ او د پلار نوم ئی ښادی ( ممکن ښادی خان)
    ؤ. ( د پښتون قوم د خپل درانه خوب یا بیځایه تعارفاتو له کبله د قلم پر څوکه د غیر پښتون قوم سلطنت تثبیت ؤ)
    د اداری چارو د غیر پښتون مامور لخوا د ښادی نوم په شادی بدل سو چی طبعاً تلفظ ئی هم باید د شادی په بڼه ؤ.
    غیر پښتون خلګ خصوصاً د شمال خلګ بیزو ته شادی وائی.
    کله چی به په ټولی کی د ” شاولی ولد شادی ” نوم واخیستل سو نو ټولو غیر پښتنو عسکر به بیله اختیاره په خندا سوه “.
    دا کیسه می ځکه ولیکله چی زموږ نومونه خصوصاً ښځینه نومونه په ارادی یا غیر ارادی توګه د لفظی نقصان او نیمګړتیاوو سره مواجه سوی دی او جرئت نلرو چی په عام محضر کی ئې پر خوله راوړو یا ئي ولیکو.
    په هره توګه:
    تر مور قربان سم، د مور تر نوم قربان سم، د مور تر مقام قربان سم، د مور تر قربان قربان سم، مور ستر نعمت دی
    ( البته هیڅ څیز تر خپل ځان ارزښتناک نه دی خو چی ځینی وخت یو څوک د خپل ځان [ عزت او مال او صحت او روغتیا او مال او ټول وجود] په ارزښت پوه نه سی نو مور خو اصلاً باید ګیله ونلری ) خو دا چی احمد یا محمود نه غواړی د مور نوم ئی په تذکره کی ولیکل سی یا و نه لیکل سی د فرهنګ او دود او کلتور د څرنګوالی تر څنګ یوه ډموکراټیکه پروسه هم ده، معنی د دواړو خواوو نظر ته باید درناوی او پاملرنه وسی بناً ښه به دا وی چی د هر تذکره اخیستونکی د غوښتنی په اساس د مور نوم ولیکل سی یا و نه لیکل سی.

    • ډېر ښاغلی ورور غلام حضرت،
      انګېزه یې ممکن سیاسی وی. خو مونږ کولای شو د یو معقول عکس العمل له لاری د دسیسی ځواب ورکړو. که په اصولو کې دغه کار زمونږ ټولنه لږڅه مترقی کوی، عیب یې څه دی؟ هسی چې وایې: په بدو تأمل، په ښو تلوار.
      مننه.

  4. An excellent article, clearly pinpointing and bringing to the surface exclusively male centered societal flaw denying other fifty percent members as if females are not exist. In addition to such one side take all, Afghans generations old thought process are often group based, individualism/ individuality subsided and as such the opportunity to create, invent and process thought analytically lost.

  5. ښاغلي ستانیزي صاحب نه مننه چې ډېرې ښې موضوع ته له ښو دلایلو سره اشاره کړېده او له ښاغلي غلام حضرت ورور نه هم مننه چې د تل په شان په زړه پورې تبصرې لیکي .
    که د مور نوم په شریعت او اسلام کې بد وای نو مونږ به د ګران او محبوب پیغمبر جناب حضرت محمد رسول الله ص د مبارکې مور بي بي آمنې او د دوی د رضایی مور بي بي حلیمې اوهمدارنګه د دوی له مېرمنو چې په حقیقت کې د ټولو مسلمانانو روحانې میندې دي لکه بي بي خدیجې ، بي بي عایشې صدیقې ، بي بي حفصې او نورو نه هېڅ ډول اطلاع نه درلودله .
    که احیانا د چا د مور نوم محلي او نورو ته عجیب غوندې وي ، فرق نه کوي ، خپلو محترمو امامانو ته د مراجعه وکړي او د تذکرې لپاره د یو په زړه پورې کتابي نوم انتخاب کړي ، خو وخت له تقاضا او غوښتنو سره دې بېځایه لجاجت نه کوي.
    اوس نړۍ خورا کوچنۍ شوېده ، مونږ افغانان هم پدې واړه کلې کې اوسو ، د بیت الله شریف حج فریضې اداکولو ، سوداګري ، تحصیل ، تداوي او یا د خپلوانو لیدلو لپاره مجبور یو الکترونیکي تذکره او پاسپورت ولرو. که احیانا زمونږ قانوني اسناد له نړیوالو اصولو سره برابر نه وي مونږ به له خپلو ټولو حقوقو بې برخې شو. که کومه مور د تحصیل او یا خپلوانو لیدلو او یا تداوي لپاره مجبوره شي له هېواده بهر سفر وکړي ، هغه بیا نشي کولای خپل ماشومان له ځان سره په سفر بوځي .
    د یوشتمې پېړۍ ننګ ، غیرت ، شجاعت د ځان ، ښځو او خویندو په کورونو کې پټ ساتل ندي . زمونږ د وخت ننګ او غیرت تحصیل ، پوهه ، مهارت ، زړورتیا ، شجاعت او له نړیوالو سره سیالي ده .
    ښځې د ټولنې نیم نفوس جوړوي . دوی په انتخاباتو او سیاست کې مهمه برخه جوړوي . که فرضا د یوه ولایت ټول نفوس دوه میلیونه وي او له دې جملې نه دوه سوه زره وګړي په انتخاباتو کې د ګډون حق ولري او مونږ ښځو ته په انتخاباتو کې برخه ورنکړو . دا به پدې معنا وي چې یواځې سل زره نارینه هلته ژوند کوي . خو بالمقابل په بل ولایت کې ټول نارینه او ښځینه په انتخاباتو کې شرکت کوي ، هغوي به د انتخاباتو ګټونکي وي او ټول دولتي او حقوقي امتیازات به تر لاسه کوي. بنا زمونږ منور قشر باید پدې وړو خبرو کې ځان مصروف ونه ساتي ، بلکې ټولنه د خیر او ښيګڼې د اصلاح لپاره رهبري کړي.

  6. سلام

    په هره ټولنه کې له بده مرغه دښځو په وړاندې کرکه ، حساسیت،زورزیاتی ،سیاسی او فرهنګی تاو او تریخوالی موجود دې حتی ددولت او حکومت په کچه. فرانسه او بلجیم یې ستر مثالونه دی چې د مسلمانانو ښخو له حجاب سره یی چیغې له آسمان څخه پورته شوې . زموږ تولنه کې دډيرو نورو مهمو رنخونو برخو ته ضرورت شته چې تذکرې ته راورسیږو .که داحصایې دمسلک به لحاظ دا محاسبه جدی ونیسو نو د نارینه وو په برخه کې په سیمه ایزه ، مدنی ، حقوقی،تاریخی، لوستو او نالوستو شمېرو او د اجتماعی عدالت د تامین پر بنا د پرېکړې ملاک باندې بحث به کار دی چې ډیره اوږده مسله ده . به هرحال مخکې له دې چې دفرهنګ او کلتور ناوړه برخو ته راشو . څرګنده ده چې هره ټولنه خان ته وجوهات او فرهنګی پېچلی تعامل لری .البته هرڅه خانته وخت غواړی او دحل لاره او بدلون راخی چې سوره رعد کې هم پر بدلون تاکید شوی او داحقیقت ۱۴۰۰ کاله بخوا څرګند دی .
    سوره نساء کې الله ج فرمایی:
    یاایها الذین امنوا اطیعو ا الله واطیعواالرسول واولی الامرمنکم فاءن تنزعتم فی شی فردوه الی الله والرسول اان کنتم تومنون بالله والیوم الاخر ذالک خیرا واحسن تاویلا ۵۹
    بناء دیوې مسلمانې تولنې چې لو څه ټولنه نه ده ناوړه کړکیچونه له بلې زورورې تولنې سره د مقایسې وړ نه دی زه باور لرم دا یو سیاسی سپو تاژ دی که نه اجتماعی عدالت او خیر هېح دول پلمه نه منی. والله اعلم.

    • محترم ورور ع. شریف زاد،
      ستاسی د نظر وروستی ټکی سره موافق یم «اجتماعی عدالت او خیر هېڅ ډول پلمه نه منی» په شمول د وخت د تاخیر پلمه.
      مننه.

  7. که زه خپله مور وهم؛ ډبوم يې، سپکوم يې… او بیا د هغې نوم په تذکره کي راوړم؛ هغې ته يې ګټه څه ده؟

    زما لپاره دا مهمه نه ده چي زما د مور نوم دي په تذکره کي راشي؛ زما لپاره دا مهمه ده چي د مور و سلام ته عليکم السلام ووایم، د هغې هره پوښتنه ځواب کړم، د هغې درنښت وکړم، د سر په سترګو يې هري خبري ته لبيک ووایم.

    کوښښ وکړم هغه خوشحاله وساتم….

    راځئ، دقيق بین واوسئ، په دې کار د ښځو حقوق نه پر ځای کیږي…. میليارډونه ډالر مصرف سول، یواځي یو څو ښځو مستۍ پکښې وکړې، خو اکثریت مطلق اوس لا له ډېرو لومړيتوبونو څخه بې برخي دي.

    تذکره اوږدوئ، مه بلکې را لنډه یې کړئ..

    نوم/تخلص/آی ډی نمبر/ځای….. بس خلاص…

    • سلام او احترام استاد
      کیدای شی چې دپوهنتو ن په کوم دهلیز کې سره مخ شو که قسمت وه . زما تبصره کې داصولو مراعات شوی هغه په دی مانا چې موږ یوداسې هویت لرو چې انحصار ی مکتبونو اولارو سره کار نه لری او الله ج دنسا، یعنی د ښخو په سوره کې فرمایی چې نراو ښځه مې دیوه واحد نفس څخه پیداکړی . داساسی قا نون به ۲۲ ماده کې نا رینه او ښخینه حقوق بې له هرډول کرکې او تو پیر مساوی ښودل شوی دی . دفرهنګ او کلتور په حساب دومره احترام اوعزت چې پښتانه ښخو ته ورکړی فکر نه کوم چې بل قوم کې دغه درجه او مقام او حیثیت وجود ولری.دا منم چې خینو برخو که ستونزې شته او له افراط حخه هم اوړی چې کار او هلو خلوته ضرورت لری داد افغان حکومت مسولیت دی .دروغجن دی او که رهزن خو د اولی الامر په ځای کې ناست دی .
      داچې بیا ښځې داساسی قانون بابیزه ګڼی او نفی کوی یې اوجلا دحق چیغی او نارې وهی او شاته یې نور خلک هاها لری ، پانګه او پیسې لری او سیاسی اجندای له بهره تمویل کیږی دا بیا سیاسی لوبې دی دواک پړی یې بل چېرې دی . هیله ده د تذکرې چینل لاندی بل چم نه وی وایی چې ږیره دما او واک یې دملا.

      • ډېر محترم ع. ښریف زاد،
        تاسو سره کاملاً همنظره یم. سوره نسا له اساسی قانون سره مشکل نه ایجادوی، د فقهی نارینه عالمان دی چې د فقهی له اصلی منابعو یعنی قران و سنت نه نرسالارنه تعبیرونه کوی. د نر لپاره حرم او د ښځی لپاره محرم.

  8. یو شمیر لیکونکو ته : څوک چې په کار نّه پوهیږي نو هغه / هغوی له هرې خوا په موضع کې ګډ وي !

    • مظلوم صاحب،
      خدای مو مه مظلومه وه. ستاسو انتقاد پر ځای دی. ما د نرسالار ذهنیت ریښه وی علتونه څېړلی نو ځکه له یوه نظره داسی ښکاری چې له موضوع نه لری تللی یم. خو د هغو لیکل ضرور و څو ځپل اصلی خبره د یو څېړل شوی او منل شوی حقییقت له مخی په کرسی کښېنوم.
      مننه

  9. Ultimately all said and done, the conclusion should be the following :

    Any society that around 50% of its population have no identity or worse yet denied to have an identity, advancement in such society are often no better than a pipe dream.

    • Dear A. Halim Mr. Hakimi,
      I agree with your conclusion. It should be noted that women are more than 50% (55%-60%) of almost any society in the world, except in China where they force abort female fetus for want of a boy—another form of male chauvinism. This make the denial a feminine identity even more critical.

  10. دلته د ښځو سره بدبیني نده خو داداداري او IT له نظره یوه لودګي په توان دڅلورو ده ، ښځو ته د دتعلیم حق ورکړي او مینده د په خپله خوښه کوي او ښځې د نه خرڅوي …. دا دتذکرې خرګیري چا شروع کړې !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب