جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچین: د طالب بندیانو خلاصون به د حکومت او طالبانو تر منځ...

چین: د طالب بندیانو خلاصون به د حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضاء پیاوړې کړي

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۱) چین وايي د طالب بندیانو خلاصون به د حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضاء پیاوړې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري غونډې ته په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.

د نوموړي په خبره چين تل هڅه کوي د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ولوبوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د لویې جرګې له پرېکړې چې د افغانستان حکومت به د طالبانو ۴۰۰ هغه بندیان چې سختې جنايي دوسیې لري د خلاصون هرکلی کړی دی او په خبره یې د دغو بندیانو خوشې کول به د دواړو لوریو تر منځ د باور فضاء رامنځته کړي.

چین دغه راز د افغانستان په حکومت او طالبانو غږ کوي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او په دې توګه به د سولې روانې هڅې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

چین پخوا هم د افغان سولې برخه کې د همکاریو ژمنه کړې وه.

د یو بل خبر له مخې  د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان ویلي، دوی تیار دي څو د بین الافغاني خبرو کوربه توب وکړي.

ښاغلي طاهریان د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې هم هرکلی کړی دی او په خبره یې دایمي اوربند کولی شي په سیمه کې دایمي سوله رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...