دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeکلتورد نصیراحمد احمدي نوی ناول (ټال) چاپ شو

د نصیراحمد احمدي نوی ناول (ټال) چاپ شو

ټال نصیراحمد احمدي لیکلی دی. دا ناول ۱۴۲ مخه لري. په ننګرهار کې مومند خپرندويې ټولنې چاپ کړ. 

نصیر احمد احمدي تر دې مخکې ۱۳ نور ناولونه هم ليکلي دي.

ـــــــــــــــ

د ټال یوه وړه برخه: 

… سهار بیا بوډۍ لمر ته پرېوته، سترګې يې پټې وې، سوکه سوکه ساه يې اخيسته. ارزو په ګل کې ننوتې مچۍ ته کتل چې څه وخت به له سرو پاڼو را وځي.  

د انګړ دروازه وټکېده. ارزو ورغله. 

شېبه وروسته بوډۍ د ماشومانو خندا واورېده، سترګې يې رڼې کړې، یودم يې چيغه کړه!

– ووځئ!

خندا غلې شوه، اشپزه او خدمتګاره په منډه حويلۍ ته راغلې، د دواړو سترګې رډې را وختې، دروازې ته نږدې په چمن کې دوه خيرن ماشومان او له مخه چادري پورته کړې ځوانه ښځه ناست ول، تر مخ يې له بېګانيو وريجو ډک پلاستيکي قوطۍ ايښې وې. 

خدمتګارې منډه ور واخيسته، یو ماشوم يې تر ولي ونيو، په خوشکه يې وویل: 

-هلئ! د باندې ووځئ. 

ماشوم یودم وژړل، له ډکې خولې يې وريجې باد شوې. نه ته، په هوا کې يې پښې وهلې…خو خدمتګاري تر لويې دروازې وايست. 

ځوانې ښځې د چادري پيڅکې ور ټولې کړې، یوې قوطۍ ته يې لاس ور وغځاوه، خو خدمتګاره را ورسېده، قوطۍ يې د بوټ پر څوکه پورې وهله. ښځې دویم ماشوم ور واخیست، د باندې ووته. 

ارزو وارخطا ولاړه وه. 

اشپزې ارزو ته وکتل، څه يې ونه ویل، بېرته د چوترې پر زينو وخته. بوډۍ پسې ناره کړه: 

-سترګې دې نه وې؟!

اشپزې مخ ور واړاوه، په وارخطايي يې وویل: 

-زه نه وم خبره، دېګ مې کاوه. 

بوډۍ څه ونه ویل، اشپزه چوترې ته وخته. 

 خدمتګاره هم په منډه د کور خواته روانه شوه. بوډۍ سر ولګاوه. 

ارزو په جګو پښو کېناسته، له وښو يې يوه يوه وریجه ور ټولوله. 

د بوډۍ له غوسې ډک غږ راغی: 

-غټه نجلۍ يې. 

ارزو ور ونه کتل. 

بوډۍ وویل: 

-نږدې راشه. 

ارزو ورغله. 

بوډۍ وویل: 

-څه ضرور! هه! 

د ارزو سر وځړېد. 

د  بوډۍ غږ پوست شو: 

-بیا داسي ونه کړې. ښه. 

ارزو په مړاوي غږ وویل: 

-خو هاغه یوه يې کټ مټ زما د کوچيني ورور غوندې سترګې درلودې. کله چې به په کور کې د خوراک څه نه و،  ورور به مې همداسې مړې سترګې راته نيولې.  

غلې شوه، ويې ویل: 

-هسي مو هم دا ورېجې ایسته اچولې. 

بوډۍ وویل: 

-د وریجو خبره نه ده، په دې خلکو باور مه کوه. غله دي. 

-نو چمن او ګلان خو يې نه وړل. 

بوډۍ ته غوسه ورغله: 

-بس! له ځانه انا مه راته جوړوه. 

ارزو غلې شوه، بوډۍ سترګې پټې کړې. ارزو ورغله، د بوډۍ په سپينو وېښتو کې يې ګوتې ننه ايستې. بوډي ور وکتل، ويې ویل: 

-خفه مې کړې؟!

-نه، ماته باک نه راځي، انا به مې تل سپکولم. 

ليرې ړنګې پلاستيکي قوطۍ ته يې وکتل، ويې ویل: 

-که يې خوړلې وای، ته وا بده وه؟!

بوډۍ وویل: 

-نور نو دا خبره پرېږده. 

-خو کوچنیانو ته مې خوا بده شوه. اول وار مې چې دروازه ور خلاصه کړه، ژړل يې، له موره يې وچه ډوډۍ غوښته. همدې وریجو ته يې وخندل. 

غلې شوه، ويې ویل: 

-خندا يې اجب خوند کاوه، خو

بوډۍ ته غوسه ورغله: 

-سم ووایه چې خندا ما ورنه واخيسته. 

ارزو وویل: 

-څنګ بدل که، د سر بله خوا دې پاتې ده. 

بوډۍ پر یوه اړخ شوه.

دواړه غلې وې. ارزو وویل: 

-ثواب لري. 

بوډۍ سترګې رڼې کړې:

-څه؟ 

-د وږو مړول. 

بوډۍ بېرته کمزوري، خړ باڼه سره وروستل. 

ارزو وویل: 

-موږ ته به هم کله کله کليوالو پاته شوې خواړه را وړل، مور او انا به مې سرتور سرونه دعاوې ورته کولې. 

خدمتګاره له جارو سره راغله. 

ارزو د بوډۍ ډنګره اوږه وخوځوله، په خواره خوله يې وویل: 

-خیر دی، سمې وريجې دي. 

بوډۍ ور وکتل، خدمتګاره وریجو ته ور روانه وه. 

ارزو وویل: 

-تر اوسه به لا ډېر ليرې نه وي تللي، خير دی، دلته يې نه راولم. یوازې وریجې ورباسم. 

بوډۍ کېناسته. نجلۍ ته يې وکتل، ويې ویل: 

-ولې دومره شله يې!؟

د ارزو سر وځړېد: 

-د هاغه یوه کوچيني ژړا مې نه هېرېږي، زما د ورور غوندې و. 

بوډۍ ناره کړه: 

-مه يې جارو کوه. 

خدمتګاره بېرته د چوترې خواته وګرځېده. 

ارزو په خوند وویل: 

-نو، وریجې ور وباسم.

بوډۍ د (هو) په نښه سر وخوځاوه.  

د ارزو رنګ وغوړېد، منډه يې واخیسته، له سړکه يي زوروره ناره راغله: 

-های، راشئ. 

شېبه وروسته بېرته بوډي ته ودرېده. په خواره خوله يې وویل: 

-خیر دی، چمن ته به يې راولم، د سړک د غاړې چټله وياله بد بوی لري. 

بوډۍ څه ونه ویل. 

ارزو بېرته د دروازې خواته منډه کړه. شېبه وروسته په چمن کې دوه ماشومان او یوه ښځه ناست ول، ماشومانو په وېره بوډۍ ته کتل. 

ارزو بوډۍ ته راغله، خوله يې جينګه کړه: 

-خیر دی، وېرېږي، خوراک نه شي کولای. یو وار خو ورته وخانده. مازې یو وار. 

بوډۍ وخندل، ماشومانو وریجو ته خيرن لاسونه ور وغځول.

بوډۍ ورته ځیره وه، د ماشومانو خولې ډکې وې، کله کله به يې وخندل. وخت ووت، ښځې پاتې وریجې په پلاستيکی کڅوړه کې واچولې، تر ډېره يې آسمان ته لاسونه نيولي و، یودم يې بوډۍ ته وکتل، په لوړ غږ يې وویل: 

-خدای دې دواړه جهانه سم که، خدای دې د اولادونو او لمسیانو غم نه در ويني، خدای دې له اور او اوبو وساته….

ښځې کڅوړه ور واخيسته، له دواړو کوچنیانو سره د باندې ووته.

ارزو بوډۍ ته ودرېده، ويې ویل: 

-پښې در کېکاږم؟ 

بوډۍ ور وکتل، څه يې ونه ویل. 

نجلۍ د بوډۍ پښو ته کېناسته. شېبه وروسته يې بوډۍ ته وکتل، ويې ویل: 

-ته ژاړې؟

بوډۍ مخ واړاوه. 

نجلۍ وویل: 

-ما ولېدې، سترګې دې له اوښکو ډکې وې. 

غلې شوه، ويې ویل: 

-ځان دې درد کوي!؟ 

ځواب يې وانه ورېد. د بوډۍ سر ته ورغله، د هغې په سپينو وېښتو کې يې ګوتې ننه ايستې. 

بوډۍ په غریو کې وویل: 

-زه بده ښځه یم؟
-نه، ولې به بده يې! تا خو هاغه ده ها کوچنیان هم ماړه کړل. 

-خو کوچنیان تا ماړه کړل. ما خو وژړول.    

-دومره يې په کیسه کې مه کېږه، بېرته خوشاله شول.

بوډۍ وویل: 

-دا ډېر وخت مې دومره د سکون احساس نه و کړی. 

ارزو ووپوښتل: 

-سکون درد ته وايي؟ 

بوډۍ سترګې پټې کړې، سوړ اسويلی يې وايست: 

-سکون د پوست باد غوندې دی. په سترګو نه ښکاري، خو پر مخ خوږ لګېږي. سکون ارامۍ ته وايي، زړه مې سپک شو. د هغو ماشومانو خوشاله سترګې او د هغوی د مور دعا مې له ذهنه نه وځي….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب