شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د پوټامک دویمه خاطره | استاد سعدالدین شپون

د پوټامک دویمه خاطره | استاد سعدالدین شپون

خالق دې د اسامه بن لادین مر ګ نه قبلوي چې زه یې وطن ته له ستنېدو پاتې کړم. زموږ کلیوالو ښه پېژندلی چې بېنګ لا ډېنګ یې باله.

نو د بېکارې  ورځې نن بیا د خپل زوی، میرویس د کور په جوس کې د پوټاماک سیند ته ورغلم. میرویس له درو کالو راهیسې (چې ما یې تاند کې ذکر کړی و) کافي مخ په ځوړ بدلون کړی، چټی شوی دی. له  ما یې عبرت وا نه خېست، ولاړ، ښځه یې وکړه. دا لا څه چې لور یې هم پیدا شوه.

ما وېل اعصاب به مې لږ آرامه شي او هماغسې هم شو.

ډینګ لا هم د سیند د مینځ په ډاګې ناست و، غاړه یې هره خوا کږوله. یوه بله ډاګه چې چا خیرمن یې سرکې ببره ځاله جوړه کړې وه خالي پرته وه. بتې خو درې کاله دمخه هم لټې لټې د سیند د رو سره کوزې بهیدې، د ګرځني سره بېرته راتاوېدې. یوې یې سر په خپلو بڼو کې پټ کړی و.خوشاله شوم چې هر څه په ځای و. دا ځل نو سم پسرلی، د ثور نیمايي وه. لر بر چوپه چوپیا وه، فکر مې وکړ چې امریکایانو ته کار او بوختیا عبادت ګرځېدلی دی، په ورځ، ټوله د دفترونو په سوړو کې ورک دي. کابل کې کوم جرمن په افغانانو په غوسه شوی، ویلي یې وو« ده ملک شما کاغ نېس، بس بخو و خاو کو.» افغان ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ،«ده ملک ما خر کار مېکنه، مردا یا جنګ مېکنن، یا رادیو سیلونه مېشنون»

 زما روغه دنیاګۍ را له بېنګ لاډېنګ نچوړه کړه، خدای دې د ده اوږدوړی ، لکه چومبی، مخ خاورې کړي لکه چې خاورې شو. ور سره دې کرنیل امام او هغه بل آی اېس آی اېس والا چې پوزه یې لکه پښتورګی چې نیم کړې داسې ده او حاضر دم یې نوم نه راځي ، اسلم بېګ و که حمید ګل. نوم یې د پښتون، پوزه سترګې د پنجاب.د دوزخ اور لړوني شي.

د ټراکټور غږ شو. تر ما بوډا سړی و، کبلې یې رېبدلې. یو پلو مې سین، بل پلود ګورو ونو ځنګل، دلته هلته لوی شنه چمنونه. پورې غاړه، پرېمانه وړې بېړۍ، په ډاګو تړل شوې، په څپو لکې بوکې کېدې، چپ له ټراکټوروالا، بل بني بشر نه ترسترګو کېده.  پرون مې یو څه د چرګ د پتون نه، بلکه د لینګیو کباب وریت کړی و، هغه او یو وړوکی ترموس چای، یو پتک اوبه، یو لیمو، یو ټکرکی وچه ډوډۍ پلاستیکي کڅوړه کې د ځانه سره راوړي وو. د رابرټ فراسټ شعري ټولګه هم وه.

دوه ساعته پوره خو مې د سیند او مارغانو ننداره کوله. یو ساعت مۍ د خپلې خوښې د شاعر کلیات لر بر کړل. بیا مې ډوډۍ  په مېز واوڼله. رښتیا  د سیند په غاړه دلته هلته څپرې جوړې وې، تر لاندې، په چوتره باندې مېزونه اېښودل شوي وو. لږ لېرې د ډېران د خځلو د اچولو بېلرونه و، په بېلرونو کې دننه پلاستیکي کڅوړې چې هر سهار ماښام وظفینو ټولولې، وړو موټرو ته یې وړلې چې له هغه ځایه یې د همدې ناحیې ډېران ته وچلوي. اوس چې تیار د صفایۍ موضوع ته کیوتی یم، که څه هم چې یو څه به بې ربطه هم ښکاره شي، دا به هم یاده کړم چې په غربي ښارونو کې ، تر ټولو بد بویه لندن دی. هامبورګ هم د لندن سره سیالي کوي. نیویارک هم چندانې ښه وږم نه لري.په ختیځ کې زوړ ډیلی، بنکاک هندو بویه دي، زموږ کابلجان هم ځان ورلنډوي. ورو ورو د غرمې ګرمي زیاتېده، د کبابو بوی ته مچان هم  ګبڼۍ نیولي وو.په همدې وخت کې یوه توره

مرغۍ د چوترې په کټاره باندې کښېناسته، مچان یې والوزول. ما ته یې د هلکانو دا ټکۍ رایاده کړه چې: واتوره بلبله، سهار چېرې تللی وې+ کارغانو ډمبکی واهه بلبلې ګډېدې.  دا مرغه تر کارغه وړوکی، تر ښارو لوی و، نه مې پېژاند خو د ځانه سره مې دا انګرېزي متل یاد کړ چې ګلاب چې په هر نامه یاد کړې ګلاب دی. نن له ما نه وزګاره هندو جوړ شوی و، له فکر نه مې برېک لرې کړی و. دا چل یوه هندي ډا کټر را ښودلی و . ویل یې چې هفته کې یو ځل د فکر جلو پرېږده چې هره خوا ټو پونه ووهي. یو څه به دې روحي فشار کم شي. موږ خو دې وژلي یو چې فکر مو په اخلاقو، ایدیالوژیو، مذهبونو، او قسم قسم ایزمونو کې چې پښتنولي یې ښه مثال دی را ایسار کړی دی. د نومونو به لړۍ کې وم. خلکو په خپلو بچیانو  قسم قسم نومونه ایښي دي، کله ښه کله د نورو په نزد خراب، خو په دې کې نومولی نه بلکه نوم اېښودونکی ګرم دی. یواځې په تخلص کې موږ خپله ګرم بلل کېدای شو. د ریاضي ډاکټرمخان په اصل کې مږی و. خو خلقي محمد خان چې په ځان  آفت تخلص ایښی و بېرته یې په پیګیر بدل کړ چې رفیقانو به خپګیر باله. یوه لیکوال د نښې مینځ وویشت، ویې ویل چې اصلي ورانی هغه وخت پېښېږي چې خلقی د پرچمي،جټ پښتون د نرم پاړسیوان په قلمرو کې مداخلې کوي.

دا توره مرغۍ د لمر د ځل سره رنګ رنګ اوښته.یا تر کارغه کم اکله وه یا امریکا کې مارغان له بنیادم نه نه ډارېږي. کم اکله خو ځکه نه وه چې ټول هغه د ډوډۍ خڅوزې یې ټول کړل چې ما کوز د اوبو څنډې ته ورګوزارول، ټولول یې خو خوړل یې نه. تر هغې یې راته د مننې په انداز؟ پاس کتل چې یې مښوکه ډکه شوه، بیا ایسته والوته. لکه چې واړه بچي یې له سینده ها خوا ځنګله کې ورته ناست دي. تر ډېره ناست  وم خو بېرته رانغله. ګوندې بیا ورپېښ شم؟، خو ما ته چې خپلې تالې مالومې دي: بیا به جهان راپسې ګورې نه به یمه.د را برټ فراسټ هغه شعر مې مخې ته راغی چې ما یې پرو که وړم کال ترجمه خپره کړې وه. په یوه ځنګله کې دوه نرۍ لارې بېلې شوې وې. زه یو وم او لارې دوې، په دواړو نشوم تللی.

انتخاب مشکل و. دواړه نرۍ وې، دواړه تر یوه حده تلې، بیا د ځنګله په کږلېچونو کې ورکېدې.

په دواړو تر ما دمخه مزل شوی و، سولېدلې وې.

 توکل مې ووې، په یوې روان شوم، ورځ مې دا شوه لکه چې وینئ.


دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د مې په ۱۳ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب