شرف الدین عظیمی
نن د اګیست ۹ نیټه ده دقیقاً هغه ورځ ده، چې د نړۍ مشهور ارواپوه ژان پياژه (Jean Piaget) نړۍ ته سترګې په کې غړولي، ژان پیاژه چې پوره نوم یې ژان ویلیام فریتز پیاژه دی سویسی ارواپوه وو، چې په ۱۸۹۶ز کال د سویس په لودیدیځ کې واقع نوشاتل نومي ښار کې زېږېدلی دی.
هغه د کورنۍ لومړی بچی وو او پلار یې آرتور پیاژه په یوه سیمه یز پوهنتون کې د ادبیاتو د څانګې تدریس کاوو. پیاژه په ۱۱ کلنۍ کې، هغه مهال چې د ښوونځي زده کوونکی وو، د مرغۍ خبرې تر سرلیک لاندې مقاله ولیکله چې دا لیکنه یې د نورو مقالو د پیل سرلیک وکرځیده.
هغۀ له بیولوژي مضمون سره خورا ژوره علاقه لرله او دا د دې لامل شو چې د هغه یو شمېر مقالې له ښوونځي تر فراغت وړاندې ولیکل شي، او همدا هڅې وې چې له ۶۰ ډېر کتابونه او په سلګونو مقالې ولیکلي، له ښوونځي تر فراغت وروسته د نوشاتل پوهنتون د طبیعت پوهني پوهنځی کې په زده کړو بوخت شو. له همدې پوهنتون څخه یې خپله دوکتورا هم واخیسته، وروسته یې د ارواشننې(روانکاوۍ) لوستلو ته مخه کړه. پاریس ته ولاړ او خپلې نظریې یې مطرح کړې، له څه مودې وروسته بېرته سویس ته ستون شو ،او په جینوا کې د روسو د انسټیټیوټ د مشر په توګه په کار بوخت شو. له فراغت وروسته د پیاژه لومړنی کار د آلفرد بینه په لابراتوار کې کار کول وو.
پیاژه د کار په اوږدو کې له دې موضوع سره لېواله شو چې ولې ماشومان یوبل ته ورته تېروتنې سرته رسوي، او د لویانو په اړوند د هغوی استدلال څه ډول دی. هغه د خپلو اولادو په کتنه او څېړنه بوخت شو، پیاژه ماشوم یو پلوټونکي عالم پېژني چې، له ځانه بهر وسایلو او څېزونو او څېړنه بوخت دی تر څو هر څه وپېژني.
پياژه مخته لاړ او د نوشاتل پوهنتون کې د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او فلسفي استاد وو. وروسته بېرته جینوا ته ستون شو تر څو د فکري علومو استاد شي او ویې کولی شول تر څو یوه لسیزه هلته پاتې شي. پیاژه د ماشوم د خبرو کولو لپاره حیرانونکي لید لري هغه دې پوښتنې ته د ځواب په لټه کې دی، چې ولې ماشوم خبرې کوي؟ یا ولې خلک آن د تنهایې پر مهال هم خبرې کوي؟ هغه دې پایلې ته ورسېد چې ماشومان د خبرو پر مهال له ځانګري شخص سره خبرې نه کوي، بلکې ماشوم په لوړ غږ سره فکر کوي. برسېره پر دې پیاژه وایي چې ولې ماشومان چورتونو وهي؟ او ولې د ماشوم په خبرو کې د (ولې) کلیمه ډېره کارول کیږي؟ هغه په دې باور وو چې له دې چې د ماشوم تحلیلی او قیاسي فکر وده نه ده کړې، نو ځکه دا وړتیا نه لري تر څو حقیقت او هغه څه چې حقیقت نه لري له یو بل څخه تشخیص کړي فکر کوي چې هر څه کېدل شوني دي او ځکه ماشومان د (ولې) کلیمه ډېره کاروي چې غواړي ستاسو له هوډ، نیت، حال او احواله خبر شي.
هغه د ماشومانو برخه کې پراخې څېړنې وکړې خو هېڅکله یې ځان د ماشومانو ارواپوه معرفي نه کړ. ځکه چې تل د ارواپوهنې په بېلابېلو څانګو کې د تجربو او پوهې په لټه کې وو او دا هغه څه وو چې خلاصون یې نه درلوده، په ټولو هڅو سره یې وکولی شول په ارواپوهنه کې ارزښتناک اثار پر ځای پرېږدي چې د هغو له ډلې څخه، «د ماشوم تصور» ،«د ماشوم اخلاقي قضاوت»،«دماشومانو د هوښ پیل ټکی»،«بیولوژی او پوهه»او «هوښیارتیا ته رسېدل» یادولی شو.
پياژه د ماشوم د ارواپوهنې د پلار حیثیت لري او نږدې څلویښت کاله یې د ماشوم په اړوند څېړنې وکړې او د ماشوم په برخه کې د پیاژه کړنې نه تکرارېدونکې دي.