سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېدریافغانان سوله غواړي، نه د غلامۍ په بیه | حمیدالله فیضي بابکرخیل

افغانان سوله غواړي، نه د غلامۍ په بیه | حمیدالله فیضي بابکرخیل

له څه مودې راهیسې د سولې آوازې ګرمې شوې دي او ډیرۍ افغانانو هم هيله مند شوي چې سولې او ټیکاو ته به ورسیږي او وروسته له دریو لسیزو به نور د چاودنې، ځانمرګو او وسله والو بریدونو، ډلې ایزې وژنې او د کافر او مسلمان تر نامه لاندې په بېلا بېلو پلمو د افغانانو مرګ ژوبلې پای ومومي.

د امریکا متحده ایالاتونو له خوا د افغانستان او پاکستان لپاره افغاني الاصل امریکایي استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته له سفرونو وروسته په قطر کې له وسله والو طالبانو سره شپږ ورځنۍ خبرې اترې ترسره کړې او ویل کېږي چې وسله وال طالبان او امریکا سره هوکړې ته رسیدلي چې له افغانستان څخه به بهرني ځواکونه وځي او وسله وال طالبان به هم له افغان حکومت سره خبرو اترو کښيني.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سلواغې په دولسمه نیټه یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ژمنه یاده کړه او ویې ویل چې له طالبانو سره د سولې د موافقې په صورت کې به په افغانستان کې دېره امریکايي پوځیان بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

اوس اصلي خبره داده چې امریکا متحده ایالات یوځل بیا پاکستان ته د روانې لوبې د اصلي لوبغاړي په سترګه ګوري چې دا په خپله ډیره لویه تېروتنه او د افغانستان د حکومت او خلکو اندیښنې یې راپارولي دي.

افغانان سوله غواړي خو خپل شرطونه د ګوتو په شمار داسې وړاندې کوي:

  • افغانستان، هر افغان ته د سولې کور وي او افغان ولس پکې د آرامتیا احساس وکړي.
  • امنیتي ځواکونه مو لا غښتلي او پیاوړي شي او د سیمې د امنیتي ځواکونو سره د سیالۍ ترڅنګ د ګاونډیو پروړاندې د هر یو برید پروړاندې د مبارزې ځواک ولري.
  • افغانستان ورځ تر بلې پرمختګ وکړي او د پښو ودریدا په موخه له خپلو کاني شتمنیو ګټه واخلي.
  • افغانستان له خپلو اوبو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو څخه د روانو اوبو د ګټې اخیستنې په وړاندې امتیاز واخلي.
  • په افغانستان کې یواځې د افغانانو واک وچلېږي او ګاونډي هېوادونو لاس وهنې او دخالتونه پای ومومي.
  • د تېرو کلونو شته لاسته راوړنې مو وساتل شي او د لا پراختیا او پیاوړتیا لپاره یې چټک کار وشي.
  • د افغانستان په ملي ګټو باید خبرې ونشي او هر هغه پریکړه چې د افغانستان په ملي ګټو ترسره کېږي باید د افغانستان ولس او حکومت یې واک ولري.
  • د افغانستان له خاورې هېچاته ضرر نه رسیږې، خو پر وړاندې یې له بل هېواد څخه هم دا هېله لري.
  • د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له افغانستان سره اقتصادي او پرمختیایي مرستې باید دوام پیدا کړي.
  • د سولې پروګرام د افغان ولس استازی، یوازې او یوازې افغان حکومت دی او بس.

 

افغانان سوله غواړي خو د افغان حکومت په استازیتوب، داسې سوله چې افغانان پکې د ننګ او پښېمانۍ هیله ونکړي، ځکه ټول افغانان په دې هیله دي چې د افغانستان د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو په اړه باید احتیاط وشي.

افغانان وروسته له هغه یې د سولې په اړه  او له پاکستان سره د معاملې په اړه اندیښنې زیاتې شوي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شپږو پرله پسې ورځو لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

افغانان وایې چې پاکستان تردې مهاله هم په خپلو کړنو ریښتینی نه ؤ او اوس که یوځل بیا د افغانستان په سوله کې ډیر رول ورکول کېږي په دې معنی چې امریکا او پاکستان په خپل منځ کې سره معامله کړې چې د افغانستان ولس ته د منلو وړ نه دی.

اوس اندیښنه داده چې د پاکستان پوځي ادارې د افغانستان ورځ په ورځ ځواکمنېدونکو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وارخطا کړي او په دې هکله یې هغو لوېدیځو مرستندویانو سره هم اندېښنې شریکې کړي چې د دغو ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې له افغانستان مرسته کوي. اوس له ځینو بد بویه خولو څخه یوځل بیا دا غږونه پورته کېږي چې د افغانستان ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه به له منځه یوسي. دا اوس یو خوب دی چې د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا د ځینو بد بویه خولو په وسیله راپورته کېږي چې دا ارمان به له خپلې جاسوي عقیدې سره ګور ته یوسي.

تر دې مخکې، د پاکستان له خوا جوړو شویو افغان جهادي تنظیمونو په ۱۹۹۲ هجري لمریز کال کې د افغانستان اردو چې د امیر عبدالرحمان خان له وخت نه پرې کار شوی وو، منحل کړه چې په افغانستان کې سختو او ویجاړونکیو کورنیو جګړو ته لاره هواره شوه.

افغانان یوځل بیا دا تېر وتنه نه تکراروي او هغه وسله وال طالبان چې واقعا د هغې پلمې په موخه چې په افغانستان کې نړیوال ځواکونه شتون لري، جګړه یې کوله، اوس یې پریکړه کړې چې د سولې له پروګرام سره یوځای شي، خو هغه کسان چې اوس هم د پاکستان د استخباراتو د غلامۍ سیوری پر سر لري غواړي د افغانستان د تېرو کلونو لاسته راوړڼې له منځه ولاړې شي او دا سیوری یې په ټولو افغانانو خپور شي.

افغانان اوس هوښیار شوي او هیڅ کله به بیاځلي پاکستان او امریکا ته د دې تشې وخت ورنکړي چې د افغانستان شته لاسته راوړنې له منځه یوسي او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواک ته یې زیان ورسیږي. افغانان سوله غواړي د آرامه ژوند په بیه، نه هم چاته د مداخلي او تسلیمۍ په بیه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب