زموږ د ګران هیواد افغانستان د بهرنیو د مداخلو او پردۍ جګړې ته د رشد ورکولو سره سره بله لویه ستونزه په کور کې د ننه د ښو رهبرانو د نه شتون هغه څه دي چې دا خاوره څلویښت کاله کیږې نه د جګړې څخه خلاصه سوه او نه یې یو سم عادل نظام د دې مظلوم ملت په برخه سو.
پر دې بحث نه دی پکار چې دا جګړه موږ پردۍ ونه بولو ، هغه وخت کې به چې باچا خان بابا دا خبره کوله چې دا د روس او امریکې جنګ دی، یو تعداد خلکو ته بیا دې خبرې په طبیعت کې خوند نه ورکاوه .
زه د روس په وړاندې چې چا اصلحه را پورته کړې وه د هغوی شهکارونه منم، خو د رهبرانو څخه دا ګیله لرم چې ولې یې د ډاکتر نجیب الله د استعفأ وروسته ټول مخالفتونه ختم نه کړل او دلته یې یو ګډ حکومت جوړ نکړ!
زه نه غواړم چې دلته ډېر اوږد بحث وکړم، په دا وروستیو کې چې د سولې خبرې راپیل سوي دي، د دې خبرو سره هم لویه امېدواري سته او هم لویه مایوسي .
موږ په داسې حالت کې اوس کرار لرو چې د نړۍ د لویو قوتونو او د همسایه هیوادونو بربنډه مداخله او په هیواد کې د ننه هم د سیاسیونو تر مابین ناسالم رقابت د یو قوي قانون مند نظام نه شتون په خطرناکه جګړه کې شتون، دا ټول هغه چالیشونه دي چې موږ رښتیا هم د یو ډېر بد حالت څخه تیریږو او د دې تر څنګ هیڅ ډول بین المللي تضمین هم وجود نلري.
نو په دې سختو شرایطو کې د نړۍ د لویو قوتونو سره د مشترکو ګټو تعریف هم نلرو!
که څه هم زه بیا هم وایم زموږ د داخلي ستونزو تر څنګه، زموږ د جکړې عوامل پردي دي، زه بیا هم د هیواد پر سیاسي مشرانو دا ږغ کوم، خیر دی که وزارت نه درسیږي، د افغانستان پر مظلوم ملت رحم وکړئ، د خپل وطن لوړو او ملي ګټو ته وګورئ، د خپل کور څخه جګړه وباسئ، فقط دا ووایاس چې زموږ د کوره به د چا کور نه خرابیږي، که زموږ کور بیا څوک ورانوي، د هغوی په وړاندې باید یو دریځ ولرو!
د ولسمشر محمد اشرف غني څخه هم ډېره تمه کیږي چې په دې بحراني حالاتو کې یو مدبرانه قدم کیږدي ، که هغه دا کار ونکړي، د وخت د ولسمشر په حیث د ده مسولیت تر هر چا ډېر دی، خو هغه هم یواځې دی، د یو ملي او قوي ټيم د نه شتون سره مخامخ دی.
وسلوال افغان طالبان هم باید د غرور خبرې پرېږدي ، د افغانستان د ملي ګټو پر اساس دې روغه وکړي، همېشه په جګړه کې دا ولس هم د چا ملګرتیا نکوي.
په ټولو افغانانو مې ږغ دا دی چې نور باید د سولې اتلان پیدا کړو نه د جګړې.
سوله او یووالي د افغانانو هیله!