دوشنبه, مې 20, 2024
Homeکالمونهزموږ روغتيايي سيستم | ډاکتر محب زغم

زموږ روغتيايي سيستم | ډاکتر محب زغم

۲۰۱۱ جون

كه خداى مه كړه له چا سره مې دعوا شي، دا بهتره ګڼم چې پخپله يې غوڅه كړم، له حكومته مې تمه ختلې ده. زه پوهېږم چې زموږ فاسد قضايي سيستم د دې پر ځاى چې د خلكو تر منځ حقوقي لانجې حل كړي، لا يې لانجمنوي.

خو كه مريضي راته پيدا شي نو څه به وكړم؟

زموږ دولتي روغتونونه په بېلابېلو څانګو كې تكړه متخصص ډاكتران لري؛ خو هلته له ناروغ سره خواږي نشته. ډاكتر د لس زره افغانيو مياشتنۍ تنخواه په بدل كې ټوله ورځ په روغتون كې نه تېروي، غرمې نه وروسته خپل شخصي كلينيك يا معاينه خانې ته ورځي. اوس هغه وختونه تېر دي، چې له هر چا څخه د ايډيالې تقوا تمه ولرو. تاريخ ثابته كړې ده، چې انسانان تر ډېره ځمكني موجودات دي، نه اسماني.  

شخصي روغتونونه د پيسو په خاطر له ناروغانو سره نسبتاً ښه سلوك كوي؛ خو علمي سويه يې ټيټه ده. خصوصاً اكثر بهرني ډاكتران په مسلك كې ضعيف دي. په دولت كې داسې سيستم نشته چې د دوى سويه معلومه كړي، يوازې د دوى په بهرنيو اسنادو اعتبار كېږي. زموږ د پوهنتونونو ډيپلوم په نورو هېوادونو كې نه چلېږي؛ خو په خپل هېواد كې مو د نورو هغو اسناد په پټو سترګو منل كېږي.

په نورو هېوادونو كې طب په ډېرو څانګو وېشل شوى دى. ځكه چې د هرې څانګې ساحه ډېره پراخه ده او د انسان ظرفيتونه محدود دي. زموږ په روغتونونو كې عمومي داخله يو مسلك دى، چې ډاكتران په درو كلونو په كې تخصص اخلي. په نورو ملكونو كې د هر سيستم د داخله ناروغيو څانګه بېله ده: قلبي، تنفسي،  پښتورګي، هضمي، وينه، روماتېزم، او د داخلي غدوات سيستمونه هر يو خپل خپل متخصصان لري. يوازې قلبي سيستم څلور پنځه نورې تخصصي څانګې لري. كه سړى خپله انرژي په يوه محدوده ساحه كې ولګوي، نو ډېر څه به زده كړي؛ خو كه سمندر نه غېږه تاوه كړي، هېڅ به هم په لاس ورنه شي. زموږ د تخصص پروګرامونه همداسې دي.

په نورو ملكونو كې هېڅ شى بيخي وړيا نه وي. طبي خدمتونه په دولتي روغتونونو كې ارزانه وي؛ خو مفت نه وي. هلته دولتي روغتونونه له ناروغانو څخه تر شخصي كلينيكونو خورا كم فيس اخلي او له همدې فيس څخه د روغتون لپاره نوي سامان اخلي او د روغتون په بيارغاونه كې ورنه كار اخلي. ډاكتران هم په دې فيس كې برخه لري، دوى ته د روغتون د عوايدو په حساب اضافي پيسې وركول كېږي، نو ډاكتران يې په شوق سره مريضان ګوري، دوى چې څومره ډېر ناروغان وګوري، هماغومره به ډېرې پيسې واخلي.

كه دولت غواړي چې روغتيايي سيستم مو په معيار برابر شي، نو بايد دغه څو كارونه وكړي. يو خو دې تخصص له عمومياتو وباسي او پر وړو څانګو يې ووېشي. دويم دا چې وړيا سيستم دې بند كړي. يو څوك چې تر روغتونه پورې د رسېدو لپاره دوه سوه افغانۍ ټكسيوان ته وركولاى شي، نو د شلو افغانيو فيس د پرې كولو وس به هم ولري.

البته په نورو ملكونو كې يو خو د روغتيايي بيمې شركتونه شته چې د خلكو صحي ستونزې ورحلوي او بل د خير ښېګڼې موسسې دي، چې له بېوزلو سره مرسته كوي او د درملنې پيسې يې پرې كوي. موږ دغه شيان نه لرو. په هر حال زموږ روغتيايي سيستم جدي ستونزې لري او بايد اصلاحات په كې راشي.

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    محترم ورور ډاکټر صاحب (زغم) ته ښې هيلې او احترامات.
    ستاسو د پورتنۍ لیکنو په تآیید، زه هم غواړم خپلې ځينې تجربې د تاند لوستونکو او تا سره شریک کړم:
    ۱- د کابل او ڼنګرهار طبي پوهنتونو له تاسیس اولو کلونو کښې ډیر کم شمیر ډاکټران په ښه کیفیت فارغیدل او ان-جی-اوګانې او خصوصي فاکولتې نه وې ؛ د دوا ګانو ټولیز کنترول موجود و او همهاغه و چې زما او ستا صحتونه تر اوسه ښه دي؛ مګر د ګاوڼدیانو او بهرنیو لاسوهنو وروسته اوس کمیت زیات سوی خو کیفیت ښکته خواته روان دی. طبابت په تجارت بدل سوی!!
    ۲- ما له ۱۳۶۴ ش.ه. تر ۱۳۸۸ د وطن په بیلابیلو صحي مرکزونو کې کار کړی و، هاغه طبي تقوی او د حیپوکرات قسم چې به ډاکټرانو ته د فارغیدو وخت کې ورکول کیده ژمن وم مګر په ۲۴ کاله خدمت سره مې نه معاش زیات و او نه مې کتنځي کې د ماشومانو د میوې پیسو پرته څه ګټلی شوای؛ او نه مې تجارت کړی و ؛ هماغه دی چې پخپل نوم نه کوم کور لرم نه ځمکه او نه نغدې مغدې ؛ هسې هماغه د خدای په توکل او څه مې چې د طب او نورو علومو له برکته زدهکړي ول او لا ېې هم زده کوم! ، ژوندي پاتې یو. الحمد لله. او نه دکومېچوکۍیاقدرت طمع لرم۰
    ۳- بله ستونزه د افراط او تفریط وه او ده، پدې مانا چې که کوم ډاکټر په روغتون کې تخصصي یا علمي رتبو ته رسیدلی وي ؛ همدا رنګه که په تیره خارجی وي!، زمونږ احساساتي خلک د همهاغه کتنځي یا شخصی روغتون ته په لوړه بیه لمبر لیکي ، حالداچې د هغه په څنګ کې به یو لایقه ځوان ډاکټر له مازیګره تر شپې لاس تر زنې ناست وي که کوم مریض ورته برابر شي او یا به په کتاب (ممکن اوس په آیفون او کمپیوټر ) ځان مصروف کړي ، او معاش به ېې هم ستا خبره لس زره اوغانۍ وي چې د میاشتنۍ ۱/۱۰ مصارفو کفایت به نه کوي اودمعاینهخانې کرایه اونورمصرفونه به بالايي پرې تاوان وي، او آبل پروفیسل! به هره ورځ ۱۰۰X۱۰۰ لوټ چاپوي +- د دوا خانې او لابراتوار هرام تجارت ېې…
    ۴- د واسطې او زور ، او سیاسی اړیکو والاوو د روغتیا وزارت، د کابل مرکز او لویو ولایتونو دندې اشغال کړي او د لیرو سیمو ولسونو ته د روغتیايي خدمتونو نه رسیدل هم اساسي ستونزه ده… مثال په پکتیکا او نورستان کې هیڅ متخصص نشتوالی ا.د.ن…
    ….. داسې چې که نور ېې سپړو ،تبصره رانه اوس هم اوژده سوه؛ ډېرې خبرې او ستونزې سته.
    خدای تعالا دې ټولو افغانانو ته صلح او ښه صحتونه ورکړي. آمییین.
    له حوصلو مو یوه دنیا مڼنه.
    ډ. حمیدالله زړور صافي/ بلجیم/ ۱۲جنوري=۲۲ جدي،مرغومی=۶ جمادی الاول

  2. تاسو دواړو درنو ډاکتر صاحبانو (زغم صاحب او ساپی صاحب) ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم. وړاندیز ته ورته یوه غوښتنه لرم، ستاسو له خبرو او په طبی برخه کې روان ناورین کاملأ واقعیت ګڼم البته په خپلو سترګو مې د ځینو خلکو ظلمونه لیدلي دي.
    زه وایم که داسې څو مخلص ډاکتر صاحبان چې واقعأ طبي او ملي تقوا ولري او په خپل مظلوم او هر دم شهید ولس یې له زړه تورې وینې څاڅي، په دولت کې نسبتأ مخلصو چارواکو لکه ولسمشر ته ځولۍ وغوړوي چې دې برخې ته لږ پام واړوه، چې حرام خورو او په نامه ډاکترانو (اصلأ بې ضمیره تجارانو) د ولس په زړه چاړه منډلې او رنځ وهلې تورې وینې ترې څاڅي، ستاسو نه به حتمأ الله پوښتنه کوي.
    زه فکر کوم که نور نه وي نو خپل مسؤلیت خو به مو ترسره کړی وي.
    هیله ده د خپل احساس له مخې مو مسؤلیت ترسره کړئ!!!
    عابد وردګ

  3. سلامونه،
    ورور عابد وردګ صاحب له نیک نظره مو د ډاکټر صاب زغم او زما فقیر په باب ډیره مڼنه کوم.
    ما ۲ ورځې مخکې په یو ټیوب کې د ژوندون ټ.وي. یو پروګرام کښې ښاغلی او محترم استاد پوهاند ډ. محمد فیاض ساپی صاحب، او د وزیر اکبر خان روغتون دوه نور ډاکټر صایبانو نظرونه د نوموړي روغتون ګویا یو انګلیس-اماراتي تجار ته د ورکولو پر ضد واوریدل . په رښتیا هم د ډاکټر صاحبانو او منجمله د افغانستان د ډاکټرانو د اتحاديې چې د مظلومو مریضانو له دردونو او کړآوونو خبر دي خبرې ، تصمیمونه او په راتلونکې کې پریکړې د قدر وړ دي.
    دا یوه مشت نمونهء خروار د صحت عامه او ریاست اجړایيه او آن د جمبور ریاست برخورد د خلکو د روغتیا سره دی،. دوی صرف د یوه شخص د اینوستمنټ لپاره ؛ د لکهاوو او ملیون مریضانو د دربدرۍ او لا زیاتو مرګ و میر باعث ګرځي.
    محترم وردک صاب ! دا مې یو مثال درکړ، نور تاسو خپله پکر وکړئ چې د ډاکټر صاحب فیاض، د وزیر اکبر خان د اورتوپیډي متخصصونو ، ډاکټر ساب زغم ا.د.ن. په سلونو با تقوی او با ضمیره او با وجدانه ډاکټر صاهبانو په شتون زه باور لرم مګر ،
    لکه پورته مې چې تقریباََ خپله بیوګرافي او نظرونه لیکلي ، او زه اوس په وړوکي ملک (بلجیم شاهی دولت ) کښې یم او که فکر مو وي ډیري دوستان په وبسایټونو ، ګردی میزونو ا.د.ن. کې اورئ او وینئ ، مګر مفسد چارواکي پرې غوږ هم نه ګروي ؛
    نو هماغه دی چې مونږ هم (شوله ې ته بخو ، پرده ې ته بکو!) په اصطلاح، خپل تقاعد ته ورځې شمارم!. په درناوئ.
    و آخر دعوی نا ان الحمد لله رب العالمین. الفاتحه.

  4. سلام
    روغتیایی سیستم خو پاتی او لہ کرکیچونو سرہ لاس او گریوان دی تاسی تولی نری تہ وگوری چی دا نور ھیوادونہ پہ کومہ د رومی او زموز اجتماعی حالت د وچ سیاست پہ زور واکی کی خہ دول مشروعیت لری؟
    سھامی شرکت دومرہ اجتنان لری چی ولس مشر یی لہ وقا یوی نسخی عاجز دی
    دبل اود اللہ گل مرجان داکتر دی خو اوس سیاست لوبو کی مصروف دی
    قانونی او بی قانونہ ھم د ھوس پہ کچر سپور دی او دبن د کرغیرنی معاھدی ناز یی بیارا پیل کری
    داؤد ز ی چی د ششم تولگی پوھہ نہ لری کلہ سورپگری فضل ملا ستایی او کلہ بیا وایی چی امریکی تہ موز اجازہ ورکری چہ لہ طالبانو سرہ خبری وکری
    اتمر ھم پہ کندو کی لکہ سوی ناست دی او غواری چی خہ دول بر نامہ لاس لیک کری
    سا پی رشتیا وایی خو نن سبا رشتیا ویل ، نیو کہ کول پہ نبیل ،دی او ھغہ او یو شمیر کاسہ او کپریو
    باندی پہ تیرہ بیا د زرو القابو ناکام سیاست لو بغارو باندی منفی اغیز لری نو خکہ یی نہ اوری
    دا تول با مھارتہ غلہ لکہ سیما ثمر، سپنتا دادفر او نور پیڑندل شوی خیری دی چی د ننہ یی فساد متمکز کری او نہ غواری چی خپلی گتی لہ لاسہ ورکری
    پہ تولہ کی وایی
    پکہ دادی لا بلہ سپکہ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب