د کندهار د کیک بُکس درې لوبغاړي ملي ټيم ته غوره شول

صابر حمیدي
د تیري سه شنبې په ورځ په مرکز کابل کې د هیواد د ۲۸ ولایتونو ترمنځ د کیک بکُس ټاکنیزې سیالۍ پېل شوي دي، چې تر ۵ ورځو دوام وروسته نن شنبه پای ته رسیږي.
د کندهار د کیک بُکس فدراسیون مسئول میرویس فرقانیار (زما) راډيو ته وویل، چې په دې سیالیو کې له کندهار ۷ لوبغاړو ګډون کړی وو، چې ټولو لوبغاړو ښې لوبې ترسره کړې، خو درو لوبغاړو بیا وکولای شول، چي ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.
د فرقانیار په خبره، حنظله عزیزي، حامد او حیات الله هغه درې کندهاري لوبغاړي دي، چې په بیلابیلو وزني کټګوریو کي یې ملي ټيم ته لاره وموندله.
د افغانستان د بدني رزونې عمومي ریاست چارواکي وايي، چي افغان کیک بُکس ملي ټیم ته د غوراوي په دې سیالیو کې د هیواد د ۲۸ ولایتونو څخه ۲۳۵ لوبغاړو ګډون کړی.
د دوی په خبره، چې د یادو ۲۳۵ لوبغاړو له ډلې ۴۰ هغه یې ملي ټيم ته غوره کیږي.