د افغانستان کرېکټ بوډ د پنجشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د راتلونو شل اوریز، یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبې لپاره لوبډلې اعلان کړې. دواړه ټیمونه به په هند کې درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه کوي. ټولې لوې به د هند په دهرادون ښار کې ترسره کېږي.

د بي بي سي د راپور له مخې افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي، د روان کال نړیوال جام لوبو ته په پام سره دوی هڅه کړې چې د ایرلنډ پر ضد دې لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي.

اصغر افغان د تېر په څېر د درې واړو لوبډلو لوبډلمشر اعلان شوی دی. په نورو مهم لوبغاړو کې راشد خان، محمد نبي، حضرت ځاځی، مجیب ځدراڼ سمیع الله شنیواری، محمد شهزا او نور شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، دایرلنډ پر وړاندې ټېسټ لوبه د افغانستان تاریخ کې دویمه ټېسټ لوبه ده او د لوبغاړو د تجربې زیاتېدلو کې ګټوره ده.

اصغر

د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله کې عثمان غني، تجیب ترکی، حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله شفق، راشد خان، نجیب ځدراڼ، کریم جنت، فرید احمد ملک، سید احمد شېرزاد، ضیاالرحمن شریفي، مجیب الرحمن، ظاهر خان او شرف الدین اشرف شامل دي.

وېکټ ساتونکی محمد شهزاد د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله کې نه دی اخیستل شوی. خو د یو ورځنیو لوبو او ټېسټ لوبې لپاره یې نوم په لوبډله کې شته.

پر محمد شهزاد سربېره د یو ورځنیو لوبو لوبډله کې نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي (جاوېد زاخېل)، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، اکرام علي خېل، حشمت الله شهیدي، راشد خان، کریم جنت، کلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، ظاهر خان، فرید احمد ملک، مجیب الرحمن، شاهپور ځدراڼ او سید احمد شېرزاد شامل دي.

ځاځی

تر شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو وروسته به افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه هم کوي. دا به د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یوازې دویمه ټېسټ لوبه وي.

د ټېسټ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې پر کپتان اصغر افغان سربېره شهزاد محمدي، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، محمد نبي، راشد خان، وفادار مومند، یامین احمدزی، شرف الدین اشرف او وقار سلیمانخېل شامل دي.

وقار سلیمانخېل نوی نوم دی او ښایي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړي. اکرام علي خېل بل نوی ځوان لوباړی دی چې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبې لپاره لوبډله کې اخیستل شوی.

د افغانستان او ایرلنډ لوبې د فبرورۍ له یوویشتمې پيلېږي او د مارچ تر نولسمې نېټې به روانې وي.