ملي لوبغاړو په هند کې بله خپلمنځي یو ورځنۍ تمریناتي لوبه هم ترسره کړه
عزت الله الفت
ملي لوبغاړي پدې لوبه کې هم په دوو لوبډلو ویشل شوي وو چې ګرین لوبډلې، رېډ لوبډلې ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه. ګرین لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۲۰۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۲ منډو هدف ورکړ چې پکې حشمت الله شهیدي ۸۱، شرف الدین اشرف ۳۰ او اصغر افغان ۲۱ منډې جوړې کړې.
د رېډ لوبډلې په ګټه عبدالواسع، کریم جنت او فرید ملک دوه – دوه لوبغاړي وسوځول. رېډ لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نشو کړای او په ۴۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یی ۱۹۵ منډې ترسره کړې، چی پدې کې حضرت الله ځاځي ۴۸، کریم جنت ۴۶ او نجیب ځدران ۲۲ منډې وکړې. د ګرین لوبډلې توپ اچوونکو هر یو ګلبدین نایب ۴، سمیع الله شینواري او دولت ځدراڼ دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
د یادلو ده چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو تمریناتي کمپ لړۍ د شاوخوا لس ورځو راپدیخوا د هند په بنګلور ښار کې پیل شوې.