افغان تېزتوپوهونکی محمد شهزاد پاکستان ته په غلا تګ ولیدل شو
د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکى او ويکټ کيپر محمد شهزاد محمدي چې تل پرې دا نيوکې شوي دي چې کور يې په پاکستان کې دى او اوس هم لکه د غل په څېر په تورخم باندې کور ته ځي، خو نه يې کرکټ بورډ په کيسه کې دى او نه خپله محمد شهزاد په دې کيسه کې دى چې افغانان يې په اړه څه فکر کوي، ځکه زيات شمېر افغانان دا فکر هم کوي چې محمد شهزاد پاکستانى دى يا هم پاکستانى جاسوس دى، چې د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېږي.
که تېرو ورځو کې يوې خواته د محمد شهزاد په اړه خلکو سخت غبرګون په دې کار وښود، چې له يوه پاکستاني سياسي ملا مولانا طارق جميل سره يې وليدل او ويډيو يې په رسنيو کې خپاره شوه، نو مخکې ورته خلک په دې هم غوسه و چې په پېښور کې يې د کوڅې له هلکانو سره د کرکټ لوبه کوله، خو اوس تازه کارنامه يې دا ده، چې په تورخم باندې پاکستان ته پټ مخ اوړي، خو يو چا يې عکسونه اخيستي دي.
په رسنيو کې چې کوم عکس خپور شوى دى، په هغه کې ښکارل کېږي چې محمد شهزاد مخ پټ کړى دى، پاسپورټ يې په لاس کې دى او د تورخم په کرښه باندې پاکستان ته اوړي، چې ورته خلکو سخت غبرګون ښودلى دى.
د دسمبر په ٢٦مه نېټه باندې افغانستان ته نړيوال جام راوړل شو، چې د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي يې هرکلي ته ورغلي و او ټول لوبغاړي د دې جام تر څنګ دي، خو محمد شهزاد پکې نشته، لامل يې دا دى چې شهزاد چې څنګه له بهر راغلى، ځان يې پاکستان ته رسولى دى.
دا هم ولولئ:
شهزاد د پاکستانۍ مور په غوښتنه لوبه کوي
محمد شهزاد؛ د افغانستان وياړ د پاکستان په کوڅو کې
په پاکستاني جاسوس (محمد شهزاد) دې عمري بندېز ولګول شي
د کرکټ بورډ چيرمېن عزيزالله فضلي څه موده مخکې ټولو لوبغاړو ته اخطار ورکړى و، چې کورونه دې خپل هېواد ته راوړي، خو دا اخطار يې هسې بابيزه شوه، ځکه هيچا يې هم په دې خبره غوږ ونه ګراوه او هغه ټول لوبغاړي چې کورونه يې په پاکستان کې دي، اوس هم په تورخم لکه د غلو پاکستان ته روان وي.
خبريال مخکې هم د محمد شهزاد په اړه څو ليکنې خپرې کړې او د هغه پاکستانيتوب او له افغانستان سره خيانت يې پکې ثابت کړ، خو کرکټ بورډ تراوسه پورې په دې اړه هېڅ عملي ګام پورته نه کړ، اوس به موږ يو ځل بيا هڅه وکړو، چې هغه ټول ملي لوبغاړي چې په پاکستان کې کورونه لري او لکه د محمد شهزاد د غله په څېر پاکستان ته روان وي، هغه ټول به يو ځل بيا ملت ته بربنډ کړو.
خبریال ویبپاڼه