ستانکزی: افغانستان د هند په وړاندې خورا تکړه سپینران لري
تاند- د افغانستان او هند ترمنځ د ټیسلوبې په درشل کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان اصغر ستانکزی وايي، افغانستان تر هند ښه سپینر یا ورو توپ اچوونکي لري.
حاضردمه د افغانستان راشد خان په شل اوره سیالیو کې د توپ اچونې په ډګر کې ۸۱۳ امتیازونو په لرلو په درسته نړۍ کې لومړی مقام لري او محمد نبي په الرونډرانو کې دوهم دی.
د افغانستان مجیب الرحمان بل سپینر دی چې په لنډ وخت کې یې په نړۍ کې ۵۱ مقام خپل کړی خو ده ډېرې لږې نړیوالې سیالۍ کړي دي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان له هند سره د جون په ۱۴/ د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ/ لومړنۍ ټیستلوبه وکړي.
دا به د افغانستان لپاره؛ له کله چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړی، لومړنۍ ټیسلوبه وي. له همدې کبله دا سیالي تاریخي ټیستلوبه بلل شوې ده.
هند په ټیست سیالیو کې خورا مهم ځای او تجربه لري. د دغه هیواد دوه سپینران راویندرا جادیجا او راوي اشوین په ټیسلوبو کې څلورم او پنځم مقامونه لري.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان اصغر ستانکزي (ESPNcricinfo) ته وویل«درسته نړۍ پوهېږي چې موږ تکړه سپینران لرو؛ لکه راشد خان، مجیب الرحمان، محمد نبي، رحمت شاه، ظاهر خان..»
ده همداراز وویل چې د افغانستان اکثره مستعد لوبغاړي د راشد خان او محمد نبي په تقلید سپینران دي.
هند به له افغانستان سره په ټیستلوبه کې له خپل کیپتان ویرات کوهلي بې برخې وي. د کوهلي ملا ژوبله شوې او د هند د ویکټ کیپر (ویرادهیمان شاه) ګوته ژوبله شوې ده.
افغانستان هم په دې مهمه او تاریخي سیالۍ کې له خپل تکړه تېز باولر او بلکې الراونډر دولت ځدراڼ څخه محروم دی.
د دولت ځدراڼ ګوته له بنګله دېش سره تر سیالیو مخکې د تمرین په مهال ژوبله شوه او ورپسې د افغانانو د دغه ګران لوبغاړي ورور په یوه ترافیکي پېښه کې سا پرې کړه.
تاند د دې غمړلې پېښې په خاطر له دولت، د دې د کورنۍ له غړیو او د کرکټ له ټولې کورنۍ سره خواخوږي کوي.