اشیش نیهرا له اتلس کاله کریکټ کولو وروسته خپله وروستۍ سیالۍ وکړه.

cricket-t20-ind-nzl_a17d3cbe-bf2e-11e7-9033-2159153d9ac6

راپور: خپلواک دریځ

هندوستان په لومړي ځل په شل اوریزه لوبه کې نيوزلينډ له ماتې سره مخ کړ.
نيوزلينډي لوبډلمشر ويليمسن د پچې په ګټلو سره لومړى توپ اچونه انتخاب کړه.
د هند دوه اوپنر لوبغاړو روهیت او شيکر داون د بهترينه لوبې په مټ ۲۰۲ منډې جوړي کړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۰۳ منډو هدف ورکړ.
روهیت شرما ۸۰ منډې او شکرداون هم ۸۰ منډې وکړې، ایش سودي د نیوزلینډ لپاره درې ویکټې واخیستې.

نيوزلينډۍ لوبډله په هدف ترلاسه کولو کې ناتوانه وه او په ۵۳ منډو يې هندوستان ته ماته ومنله.
د نیوزلینډلپاره ټوم لتام ۳۹ منډې او کین ویلیمسن ۲۸ منډې وکړې. ایکشر پټېل او یزویندرا چاهال دوې دوې ویکټې واخیستې.

شيکر دهون په ۸۰ منډو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
او د دریو ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ کې هندوستان یو پر صفر مخکې شو.

دا د چپ لاسي ۳۸ کلن اشیش نیهرا وروستۍ نړیواله شل اوریزه لوبه وه او نور به هیڅ وخت نړیوال شل اوریز کریکټ کې ونه لیدل شي.
هغه د راهول ډراویډ، مهیندرا سینګ ډهوني او ویرات کوهلي تر کپټانۍ لاندې سیالۍ وکړې. نیهرا دوولس کاله د خپل هیواد لپاره نړیوال کریکټ وکړی.
اشیش نیهرا ۱۷ ټیسټ لوبې کړي دي او ۴۴ ویکټې یې پکې ترلاسه کړي، ۱۲۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې یې کړي چې پکې ۱۵۷ ویکټې لري او ۲۷ نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې ۳۴ ویکټې لري.

نیهرا د هند د ملي لوبډلې سربیره په ای پي ایل کې په سنرایزرحیدراباد، ممبۍ انډینز، پونا واریورز، چینای سوپرکینګز، ډیلي ډارډیویلز او انډین اسیا اکس ای لوبډلو کې لوبېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *