د پاکستان کرکټ بورډرئیس: هند او انګلستان کرکټ بورډونه ځانونه د آی سي سي مشران بلي

ولید ( خپلواک )

د پاکستان د کرکټ بورډ رئیس احسان ماني په دې نظر دی چې له درې هیوادونو څخه به دا ځل د نړیوالې شورا لپاره مشر نه ټاکل کیږي.

د پاکستان هیواد د کرکټ بورډ رئیس احسان ماني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دا ځل به د آی سي سي لپاره نوې رییس د درې هیوادونو څخه نه وي.
ماني، هند، انګلستان، او استرالیا ته په اشاره وویل چې د دې درې هیوادونو څخه باید راتلونکی رئیس د آی سي سي لپاره ونه ټاکل شي.
د ماني په نظر اوس او په تیر کې د نورو بورډونو سره یو ډول ناسم چلند کیږي، ځکه د اوس لپاره چې هند او انګلستان کرکټ بورډونه کومې پیسې د آی سي سي څخه ترلاسه کوي د نورو څو چنده دي.
ماني په خپل بیان کې ویلي: (( په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې اسټرالیا، هند، او انګلستان ، هیوادونو پاکستان کرکټ بورډ د سیاسي کړکیچ ښکار کړ. د همدې خبرې لپاره اوس مونږ مبارزه کوو ترڅو د دغه ډول چلند مخه ونیسو، دا ډول کړنې زمونږ او د نورو بورډونو لپاره د منلو وړ نه دي.))
دی زیاتوي: ((هند او انګلستان کرکټ بورډونه ځان د آی سي سي مشران بلي، نو له همدې امله زه غواړم چې دا ځل د کرکټ نړیوالې شورا لپاره نوې رئیس د دې درې هیوادونو څخه ونه ټاکل شي.))
د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني دا خبرې وروسته له هغې کوي چې څو میاشتې وړاندې د آی سي سی مشر شاشانک منوهر، له خپلې دندې په رسمي ډول استعفا وکړه.
له هغه وروسته پاکستانی عمران خواجه د کرکټ نړیوالې شورا د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شوچې لا تراوسه پورې خپلې دندې ته ادامه ورکوي.
څه موده وړاندې د کرکټ مخکښه مبصرینو او لوبغاړو د هندي سوراف ګنګولي څخه وغوښتل چې د آی سي سي مشرۍ ته راشي خو هغه ونه منله.
یاده دې وي چې لا تراوسه پورې د آی سي سي لپاره بل نوې رئیس لاهم ندی ټاکل شوې.