سوارف ګنګولي: د آی سي سي رئیس کیدل مې افتخاري دنده ده

ولید ( خپلواک )

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي پخواني کرکټر او د بي سي سي آی مشر سوارف ګنګولي په تازه څرګندونو کې ویلي:

((زه ځوان یم او د آی سي سي مشرۍ لپاره اوس چمتونه یم، بله خبره داده چې د آی سي سي پوسټ اوس د پخوا غوندي نه دی، مخکې به یو رئیس نورې دندې هم ترسره کولای خو اوس دا خبرې نشته، زه اوس لپاره د بي سي سي آی کميټې غړی یم، زه په دې پوسټ کې نورې دندې هم ترسره کولای شم، خو که چیرته د آی سي سي مشر شم نو بیا نورې دندې نشته، او د آی سي سي مشري یوازی یو افتخاري دنده نور ډېره څه پکې نشته.))

دی زیاتوي: ((زه نه پوهیږم چې دا به په دې مرحله کې څومره سم وي چې زه د خپلې دندې استعفا وکړم او آی سي سي مشر شم، خو زه لا ځوان یم زه په چټکۍ سره دغه پرېکړه نشم کولای زه باید لا اوږد انتظار وکړم.))

د کرکټ نړیواله شورا هغه اداره ده چې د نړۍ په سطحه یې هرې کړنې ته بیلابیل قوانین وضع کړي دي. څه موده وړاندې د یادې ادرې څخه هندي ششانک منوهر، په خپله خوښه استعفا اعلان کړه چې اوس یې سرپرست رییس پاکستانی عمران خواجه دی.

یاده دې وي چې سوارف ګنګولي یو شمیر پخوانیو لوبغاړو د دې دندې لپاره غوره وګاڼه، خو هندي توپ وهونکي رسماً وویل چې د آی سي سي ریاست لپاره هیڅ ډول بیړه نلري.