د ورزش نړې؛ لنډ خبرونه

میسي: بارټومیو راته وویل، چې د فصل په پای کې کولای شم تصمیم ونیسم. که غواړم ولاړ شم او یا پاتې شم، خو هغه خپل پر قول ونه درېد.
د بارټومیو تر مدیریت لاندي کار یوه فاجعه ده.

فکس مې ځکه لېږلی وو، چې په رښتیا جلا کېدم او غوښتل مې ازاد لوبغاړی شم، خو کلب دا بهانه راته وکړه چې ویل یې، تا باید د جون تر لسمې مخکې خبر راکړی وای، حال دا چې هغه وخت موږ په لالیګا اخته وو.

هیڅکله مې نه غوښتل چې د بارسلونا پر وړاندې په محکمه کې ودرېږم.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی این بیل به د ۲۰۲۰ کال په وروستیو میاشتو کې له هرډول کرکټ سره مخه ښه کوي.
نوموړی په ۲۰۱۵ م کال کې د انګلستان لپاره په وروستي ځل ولوبېد.

د بابر اعظم پر لباس د الکولو د کمپنۍ اعلان او د خلکو بي شمیره غبرګونونه وښودل، بابر اعظم چې په دې وروستۍ کې د کرکټ نړیوالې شورا سره په ټيسټ، شل اوریزه او پنځوس اوریزه سیالیو کې خورا ښه ځای لري، او د ده ترڅنګ په ټوله نړۍ کې د خپلې جادوې توپ وهنې پرمټ ګڼ شمير مینوال لري اوس د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د سومرسيټ لوبډلې په ګټه لوبیږي.
بابر د لوبې پر جریان بوخت و چې د مینوالو سترګې د الکولو د کمپنۍ پر لوګو ولګیدي.