د شل اوریزو سیالېو نړیوال جام په اړه وروستی درېځ

کرکټ نړیوالې شورا رسماَ اعلان وکړ، چې نړیوال جام سږ کال نشي ترسره کېدلې او د ۲۰۲۱ او یا ۲۰۲۲ م کلونو په اوږدو کې به ترسره شي.

 د کرکټ نړیوالې شورا رسماَ اعلان وکړ، چې سږ کال شل اوریز نړیوال کرکټ جام ځکه نشي ترسره کولی، چې له یوې خوا کرونا ویروس شتون لري او له بلې خوا همدغه ویروس دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

 د شل اوریز نړیوال کرکټ جام اووم پړاو به د ۲۰۲۱ او یا ۲۰۲۲ م کال په اوږدو کې بیا مهالوېش شي او ترسره به شي.

 دا پنځم کال دی، چې نړیوال شل اوریز جام ځنډېږي، له ۲۰۱۶ م کال څخه را پدېخوا دا جام نه دی ترسره شوی او علت یې مالي ستونزې بلل شوي دي.

 بل پلو د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې د نړیوال شل اوریز او اسیا شل اوریزجام په لغوه کېدلو سره د آی پي اېل ترسره کېدل یقیني شول.

 سږ کال آی پي اېل لوبې د سپټمبر له ۲۶ مې نېټې په عربي متحده اماراتو کې په پام کې دي.

 اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي او شاوخو دوه میاشتې به دوام وکړي.

 سږ کال د آی پي اېل دیارلسم پړاو دی او پرته له ننداره کوونکو به دوبۍ کې ترسره شي.

 له دې وړاندې د اسیا کرکټ شورا هم اعلان کړی و، چې سږ کال د کرونا له امله د اسیا شل اوریزکرکټ جام نشي ترسره کولی.

 اسیا جام کې د افغانستان په ګډون شپږ لوبډلې برخوالې وې؛ خو د دې جام لوبې هم راتلونکي کال ته وځنډول شوې.