اسټرالیا له هند سره څو راتلونکو میاشتو کې دوه اړخیزه لوبلړونه لري

ولید ( خپلواک )

 استرالیا کرکټ بورډ رسماً اعلان وکړ چې خپل کورنی تجارتي لیګ به د کال په وروستۍ میاشت ډېسمبر کې ترسره کړي. د بیګ باش پړوا به د ډیسمبر میاشتې په درېمه نېټه د دوه لوبډلو په لوبه پیل شي. دا سیالۍ به د تېر فصل په پرتله دوه اوونۍ مخکې پیل شي چې ۶۰ ورځي به دوام وکړي، دا پرېکړه وروسته د ډېرو مشورو او د کلبونو د مالکانو سره د مسلسلوناستو وروسته ترسره شوې ده.

 ۵۶ سیالۍ به په ماښام کې ترسره کيږي او یوازې پنځه سیالۍ به بیا د ماښام څخه مخکې ترسره شي، ۲۶ سیالۍ به په ژوندۍ بڼه د درې فاینلونو په ګډون په تلویزون وښودل شي.

 د بیګ باش مشر، الیسټر دوبسن، وویل: ((زمونږ هيله داده چې یو ځل بیا په نورمال ډول لوبو ته راستانه شو او خلکو ته دا یو احساس ورکړو چې حلات ورو ورو نورماله کیدونکې دي،مونږ د لوبغاړو او نورو کارمندانو لپاره د یو ښه چاپيریال په لټه کې یو ترڅو لوبغاړي په ډېرې خوشالۍ سره یو ځل بیا کرکټ ته راستانه شي، کلبونه ته مونږ اجازه ورکووچې له ځانه سره بهرني لوبغاړي اوساتي، ترڅو په راتلونکې پړاو کې د دوی په ګټه ولوبیږي.))

استرالیا کرکټ ملي لوبډله بیا په راتلونکې میاشتو کې د هندوستان سره یو دوه اړخیزه سیریز هم لري چې ډېری ملي لوبغاړي به د بیګ باش څخه ملي لوبډلې ته ستانه شي.

 بل پلو به د ښځینه وو بیګ باش لیګ د اکتوبر په ۱۷ نېټه پیل، او د نومبر تر ۲۹ به دوام وکړي.

یاده دې وي چې د بیګ باش په سیالیو کې د ګن شمير بهرنیو لوبغاړو په شتون کې افغان لوبغاړو ته هم ځاې ورکول شوې دی.