د کریم صادق تازه پرېکړې مینه وال ګوته په غاښ کړل
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ښي لاسي توپوهونکي کریم صادق له نړیوالو سیالیو د لاس په سر کېدو اعلان کړی دی.
کریم صادق چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دی، ملي لوبډلې ته یې ستر ویاړونه ور په برخه کړي او افغانستان یې د اسمان په ستورو ځلولی دی.
دی د خپل وخت یو افسانوي او غوره کرکټر و.
نوموړي ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې سره یو ځای شو. تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د ملي لوبډلې په بریاوو کې مرکزي رول لوبولی د پیلیز بېټېنګ ترڅنګ یې په ویکټ ساتنه او پارټ ټایم بالنګ کې هم ښې لاس ته راوړنې درلودې.
نوموړي د خپل کرکټ په جریان کې په توپوهنه ډېر فوکز کاوه او وخت نا وخت به یې د پام وړ توپ اچونه هم کوله.
کریم صادق، د تاج ملوک، هستي ګل عابد او افتاب عالم ورور دی او په ملي لوبډله کې کلیدي لوبغاړی پاتې شوی دی.