د کرکټ ۳ لوبغاړي د پام وړ سیالي کولای شي

ولید ( خپلواک)

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انظمام الحق ویلي:

(( د کرکټ په نړۍ کې ۳ داسې لوبغاړي و چې د کرکټ بڼه به یې پر خپلې توپ وهنې بدلوله. هغه د دغي درې لوبغاړو له ډلې څخه لومړۍ د ویسټ انډیزي وې وین ریچارډزنوم یاد کړ چې نوموړي په ۱۹۸۰ م کال کې د ویسټ انډیز تر ټولو مخکښ لوبغاړی و.))

 انظمام په خپل لیست کې دوهم لوبغاړی د سریلانکا کرکټ افسانوې توپ وهونکی سنات جیسوریا راخیستې او ویلي دي چې سنات په خپل سټایل او ښي توپ وهنې سره د میچ نقش په یو دم بدلوه.

درېم لوبغاړی بیا د کرکټ په نړۍ کې اوسنی سویلي افریقايي ای بي ډي ویلیرز دی. انظمام د ای بي په اړه وویل:

((ای بي د نړۍ هغه کرکټر دی چې د لوبې بڼه په ډېر کم وخت کې بدلوي او د کرکټ د نړۍ زیات مینوال یې د لوبې سره مینه لري. ای بي د کرکټ هغه لوبغاړی دی چې د میدان هر کونج ته شاټ ګوزارولي شي، ریورس سویپ او ورته نور شاټونه یې د کرکټ په نړۍ کې رواج کړل هغه یو تیز کرکټر دی او چې په لوبغالي ولاړ وي نو د هر ډول لوبې تمه ترې کیدلی شي.))