رحمت شاه کلاسیک کرکټ کوي، له کوهلي او بابر سره سیالي کولای شي

زمان ظاهر

په آسیا کې ویرات کوهلي، بابر عظم او ورسره لږ څه کمه درجه کې افغان رحمت شاه هغه لوبغاړي دي، چې تل کلاسیک کریکټ کوي، خو په دې توپیر چې ویرت او بابر ته د لوبو کولو زمینه او وخت ډېر ښه مساعد دی، ولې زمونږ رحمحت شاه ته بیا دا چاره د هغوی په پرتله ډېره لږه ده.
ویرات کوهلي او بابر عظم تل په لوبو کولو لګیا وي، مګر رحمت شاه ته بیا کال کې درې/څلور لوبلړۍ پیدا شي او پکې ولوبېږي.
بابر او ویرات په هر پارمټ کې لوبېږي او ښې کارکردګۍ هم لري، خو زمونږ رحمت شاه بیا برعکس یوازې ټیسټ او یو ورځنیو هغو کې لوبېږي. په 53 یو ورځنیو لوبو کې یې 1713 منډې په 36 ایورج او 70 سټرایک ریټ سره جوړې کړي دي، چې د لوبو اوسط یې تر ډېرو افغان توپ وهونکو ډېر ښه دی، خو په شل اوریزو کې ورته اوسه پورې هیڅ وخت نه دی ورکړل شوی، لامل دا نه دی چې نوموړی د شل اوریزو لوبو صلاحیت نه لري، لامل دا دی چې شل اوریز پارمټ لپاره افغان لوبډله ډېر تیز لوبغاړي لري؛ ځکه خو رحمت د هر چا له پامه لویدلې، خو که ورته چانکس په لاس ورشي، نو یقیني ده، چې لا ډېر څه به وکي. کریکټ بورډ او خاص طور د ټاکنې کمیټه باید داسې وړتیاوو ته تل ښه نظر وکړي او کله یې هم له یاده ونه باسي، رحمت له بابر او ویرات سره سمه سیالي کولای شي، بس دا چې ورته پام وشي او باور پرې وشي!
رحمت شاه ته م پکار ده څو په را روانو شپګیزه او اې پي اېل لیګونو کې ځان یاد پارمټ کې خلکو ته سم ثابت کړي او ټاکنې کمیټه دې ته مجبوره کړي، تر څو نوموړی کله هم له یاده ونشي ویستلای.