مستفض الرحمن: ډېره هڅه کوم چې ژر ښه شم

 د بنګله دېش چټک کرکټ توپ اچوونکي مستفض الرحمن ویلي، چې په پرله پسې ډول د اوږې برخه کې ټپي کېدلو د ده په توپ اچونه منفي اغېز کړی او اوس د پخوا په څېر وېکټې نشي اخېستلی.

 مستفض الرحمن په یوه مرکه کې ویلي، چې دی څو ځله د اوږې برخه کې ټپي شوی یا ان فېټ شوی دی، چې دې چارې دده په توپ اچونه منفي تاثیر غورځولی او وېکټې اخېستل یې اغېزمن شوي دي.

 مستفض الرحمن په شل اوریزو لوبو کې د بنګله دېش لپاره تر ټولو توپ اچوونکو ډېرې وېکټې اخېستي.

 هغه په شل اوریزو لوبو کې د بنګله دېش لپاره په ۴۱ لوبو کې ۵۸ وېکټې ترلاسه کړي دي.

 د نوموړي په خبره دی خواري کوي، چې په بشپړ ډول ښه شي او یو ځل بیا د بنګله دېش لپاره ښه توپ اچونه وکړي.

 مستفض الرحمن کیڼ لاسی چټک بالر دی، چې اف کټر او لېګ کټر توپ اچونه یې خطرناکه ده، نوموړی د بنګله دېش لوبډلې سربېره د نړۍ په غوره لیګونو کې هم اخېستل شوی او لوبېدلی دی.