د بېګ باش سوداګریز لیګ لسمه سیالي د راشدخان وړتیاوو وګټله

راشدخان د بېګ باش کرکټ لیګ په لسمه لوبه کې وځلېد. د اسټرالیا بېګ باش کرکټ سیالۍ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي دي او د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ تر ۸ مې نېټې دوام کوي.
راشدخان ارمان دا درې یم کال دی، چې د اسټرالیا په ستر سوداګریزکرکټ لیګ یا بېګ باش کې لوبېږي.
ده په ۲۰۱۷ م کال آې پي ایل کې ۱۷ وېکټې اخېستې وې او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی و، په همدې کال دوی اتلولي هم ګټلې وه.
د ډېسمبر په ۲۳ مه نېټه راشدخان د پېرت سکارچرز لوبډلې خلاف غوره توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونوکې ۴۰ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې، یو لوبغاړی بولډ کړ او دوه نور یې په کېچ اوټ سره بهر کړل.
لوبه اډیلایډ سټرایکرزلوبډلې د لوبې باراني اصولو له مخې په ۱۵ منډو وګټله.

بل لورته بیا  مجیب الرحمن یو ځل بیا بنګله دېش سوداګریز لیګ کې غوره توپ اچونه وکړه.

 د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ په دوام ۱۷ مه لوبه کې مجیب الرحمن د کومېلا لوبډلې په ګټه ښکلې توپ اچونه وکړه؛ هغه د ډاکه لوبډلې خلاف په ۴ اورونوکې ۲۲ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

 مجیب الرحمن په دې لوبه کې پاکستانی اصف علي په صفر کلین بولډ کړ او جېکر علي یې ایل بي ډبلیو کړ.