نیو کمپ د خپل نوم د خرڅولو اعلان وکړ، نور هم شته
محمود خان منندوی
د بارسلونا کلب په رسمي توګه اعلان کړه، چې د کرونا وایروس څخه د را پورته شوي مالي تاوان د جبران په خاطر غواړي د نیو کمپ نوم خرڅ کړي.
بارسلونا غواړي پر نیو کمپ لوبغالي نوی نوم کېږدي. د بارسلونا کلب ویلي دي، چي د ۱۸۹۹ زیږدیز کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې یوه سپانسر ته دا حق ورکول کېږي، تر څو پر لوبغالي خپل نوم کېږدي.
بارسلونا د نوم د خرڅولو قیمت نه دی اعلان کړی، خو ویلي یي دي چې لاسته راغلې پیسې به د کرونا وایروس سره پر مبارزه او د کلب پر توسعي پروژو ولګوي.
د نیو کمپ نوم یوازي د یوه فصل له پاره یعني د ۲۰۲۰/۲۱/ له پاره اوړي.
– د منچسټر سیټي په تاریخ کې هیڅ روزونکي د خپلې کلیزې په ورځ لوبه نه ده ګټلې، ګوارډیولا نن دا چانس درلود، خو له لاسه یي ورکړ.
کاسمیرو نن د لومړي ځل له پاره د ریال ماډریډ له پاره په یوه لوبه کې دوه ګولونه ولګول.
ایرلینګ هالنډ او پیر امریک ابامیانګ د ډورټمنډ د تاریخ دوه هغه لوبغاړي دي، چې د دې کلب له پاره یي په لومړۍ لوبه کې هټریک وهلی دی.
جالبه نقطه دا ده، چې دواړو پر اګزبورګ هټریکونه وهلي دي. دا په دې فصل کي د هالنډ شپږم هټریک وو.