نوروز منگل: اصغر افغان وطندوسته شخصیت دی، نور هم شته

د افغان ﮐﺮﮐټ ﻣﻠﻲ ﻟﻮﺑډﻟﯥ ﭘﺨﻮﺍﻧﻰ ﻟﻮﺑډﻟﻤﺸﺮ ﻧﻮﺭﻭﺯ منګل ﻭﺍﻳﻲ ﭼﯥ ﺍﺻﻐﺮ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻭﻃﻨﺪﻭﺳﺘﻪ ﺩﻯ ﭼﯥ ﻓﮑﺮ ﻧﻪ ﮐﻮﻡ ﺑﻞ څوﮎ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻭﻃﻨﺪﻭﺳﺘﻪ ﻭﻱ. ښاغلی منګل چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر پاتې شوی دی، په خپلو څرګندونو کې د اصغر افغان په شخصیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ښاغلی افغان د کرکټ ټولو اصولو ته ژمن او وطندوسته انسان دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد خان له لوبډلمشرۍ لېرې او پر ځای یې اصغر افغان وګمارل شو، د کرکټ بورډ دې پرېکړې د پخواني لوبډلمشر ګلبدین نائب او ګڼ شمېر کرکټ مینه والو احساسات را وپارول او کرکټ بورډ یې په فساد تورن کړ.

ددې پرېکړې په جریان کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي د ښاغلي او افغان او نائب تر منځ په یوه تلویزوني مرکه کې چې د شمشاد خصوصي تلویزون له لوري دائره شوې وه، زیات اختلافات پکې منحل او تېر په هېر شول.

اوس دواړه لوبغاړي په پیاوړي هوډ په ملي لوبډله کې لوبیږي.