د سپين غر زمريانو د مس عينک اتلانو ته ۱۷۸ منډې هدف وټاکه، نور هم شته

محمود خان منندوی

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۹مه لوبه کې د سپين غر زمريانو نجيب تره کي او شفيق الله شفق په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې. د دوی له لوري نجيب تره کي ۶۸، شفيق الله شفق ۳۱ او شاهدالله کمال ۲۳ منډې وکړې. د وزيرزي مس عينک اتلانو له لوري شفيق الله غفاري او نور احمد ۲-۲، نوين الحق او يمين احمدزي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

تېره شپه په بارسلون ښار کې د میسي د ژوند په اړه د جوړ شوي فلم لومړۍ برخه نندارې ته وړاندې شوه، چې جوړو شوو مراسمو کې مطرحو بارسایي لوبغاړو او مسؤلینو ګډون کړی وو.

د بست ساتوونکو لوبډلې د شپږیزی لیګ په اتمه لوبه کې د آمو نهنګانو لوبډلې ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه.

د سبا دوې لوبې:
د کابل بازان – د امو نهنګان | د سهار 09:00 بجې
د بند امیر ښاماران – د سپین غر زمریان | د ماپښین 01:15 بجه

رومیلو لوکاکو لومړی لوبغاړی شو، چې د بیلجیم د ملي لوبډلې لپاره یي ۵۰ ګولونه ولګول. هغه ۸۳ لوبو کې ۵۱ ګولونه لګولي دي.

د نن لوبې!

د یورو کپ د غوراوي پړاو
د چک جمهوریت – انګلستان | د شپې 11:15 بجې
پرټګال – لوکزامبورګ | د شپې 11:15 بجې
ایسلنډ – فرانسه | د شپې 11:15 بجې

هغه روان کال کې 36 ګولونه لګولي دي  تر بل هر لوبغاړي ډېر)