Homeروغتیاد سرطان ناروغۍ د درملنې لور ته یو مهم ګام

د سرطان ناروغۍ د درملنې لور ته یو مهم ګام

په نړۍ کې هر کال په میلونونو خلک د سالمونیلا په ناروغۍ اخته کیږي چې د خوراکي موادو نه پیدا کیږي. خو ښایي یوه ورځ د همدغه مکروب بدله شوې بڼه چې د زیاتو ناروغیو د پیدا کیدو سبب کیږي،د سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره تر ټولو ښه وسیله وګرځي

د سالمونیلا بکتریا یا مکروب د خوراکي موادو د ملوث کیدو یو ستر عامل دی. دا مکروب په خامو غوښو، هګیو او شیدو کې پیدا کیږي. پدې ناروغۍ اخته شخص ته د زړه بدوالی پیدا کیږي، نس ناسته یا اسهال هم پکې زیات وي ، ګیډه یې خوږیږي او سخته تبه ورسره وي. د سالمونیلا یو ډول حتی د محرقې یا لویې تبې سبب هم کیږي.
خو په جرمني او امریکا کې څیړونکو دغه مکروب د سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره په یوې وسیلې بدل کړی.

روی کورټیسس د امریکا د اریزونا په پوهنتون کې د مکروب پیژندنې په څانګې کې پروفیسر دی. هغه او ملګرو یې لومړی هغه ډول سرطان د موږکانو په بدن کې ځای پر ځای کړ چې د انسانانو په بدن کې پیدا کیږي او بیا یې د سرطان د دغو غوټو د له منځه وړلو لپاره د سالمونیلا د بکتریا یا مکروب نه کار واخیست چې په لابراتوار کې پرې کار شوی و او بڼه یې بدله شوې وه.

ښاغلی کورټیسیس وایي، ” مونږ ټول پدې باور یو چې سالمونیلا زمونږ دښمن دی خو په حقیقت کې هغه زمونږ ملګری کیدای هم شي. ”
” مونږ ولیدل چې د سالمونیلا بکتریا د سرطان غوټې اوبه کړې او له منځه یې یوړې، زه تل د هغو مکروبونو پسې ګرځم چې خلک فکر کوي، هغوي زمونږ دښمنان دي، خو په حقیقت کې هغوي زما ملګري دي او زه غواړم چې هغوي ستاسو ملګري هم شي. “

د همدغو څیړنو له برکته، پروفیسر کورټیسیس او ملګرو یې داسې واکسین هم جوړ کړی چې د نري رنځ یا سل ناروغۍ د علاج لپاره تر ټولو غوره ګڼل کیږي او د (بي سي جي) په نامه د واکسین ځای به ونیسي چې اوس په نړۍ کې د دې ناروغۍ په درملنې کې ترې کار اخیستل کیږي.

تحقیق کوونکو همدارنګه د چرګانو لپاره یو واکسین جوړ کړی چې له برکته یې د هغو مکروبونو د خپریدو مخه نیول کیږي چې د چرګانو د خامو غوښو په خوړلو د یوه انسان نه بل انسان ته خپریږي.

کورټیسیس وایي هغوي او ملګري یې کوښښ کوي چې د سالمونیلا په بکتریا نور هم کار کوي او بالاخره به د انسانانو د سرطان درملنه هم وشي. ښاغلی کورټیسیس وایي ښایي د هغوي څیړنې به یو څه نور وخت هم ونیسي او تر هغې وروسته به د سالمونیلا مکروب په کلینیکونو کې په انسانانو هم تطبیق شي او د سرطان د ناروغۍ لپاره به په یوه ګټور درمل بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...