Home+د لاسونو او پښو د بندونو یا د مفصلو دردونه | ډاکتر...

د لاسونو او پښو د بندونو یا د مفصلو دردونه | ډاکتر ش میره‌کی

زموږ په هیواد کې ډیری هغه کسان چی عمرونه یې له ۵۰ کلونو لوړ وی په دې ناروِغۍ اخته کیږي دا دردونه ګڼ شمیر لاملونه لري چې تر ټولو مهم لامل یې د هډوکو تخریبي ناروغۍ یا اوستیو ارترایټیس ده چی د نارینه‌وو پرتله ښځې ډيرې پرې اخته کیږي او عموماٌ هغه بندونه چې زیات وزن تحمل کوي لکه د ورون او زنګون بند زیانمنوي. دا ناروغي دوه ډولونه لري!

۱ :ابتدائي ډول چې لامل یې څرګند نه دی

۲:  ثانوي ډول: چې د نورو لاملونو له کبله لکه په مفصل باندې ضربه، د بندونو مکروبي یا ګزک کیدل، د وینې کموالی (کمخوني) د شکر ناروغي، د محیطي اعصابو ناروغي، د کورتیکو استروید درملو ډیره کارونه، روماتیزم، نقرص، د بندونو بیځایه کیدل، په بندونو باندې په دوامدار ډول د ډیر وزن راتګ، چاغوالی، د وینې سرطان او داسې نور ډیر لاملونه لري.

پتوجینیسز یا د ناروغی د حالت څیړنه: 

په دې نا روغۍ کې په ځانګړی ډول د بندونو کرپندوکي (غضروف) په رنځ اخته او تخریب کیږي چې یو ډول انزایمونه د کرپندوکو له حجراتو څخه ازادیږي چې د کولاجن الیاف یا سپڼسی ماتوی او د بندونو په کرپندوکو کې درزونه پیدا کوي او په دې توګه بندونه پړسوب کوي او له هډوکو جدا کیږي چې په پایله کې د هډوکو مفصلي سطحه لوڅیږي او د حرکت په وخت کې هډوکي یو په بل سولیږي درد او کړپاری پیدا کوي.

د دې ناروغۍ نښې  او نښانې 

لکه مخکې چې وویل شول کوچني بندونه یا د ګوتو واړه بندونه لږ پرې اخته کیږي چې عموماْ د ګوتو لومړی او دویم بند به پړسیدلی او ډیر دردمن وي د درد ناڅاپي حملې یې ښه وصفي نښه ده خو د دې ناروغۍ په پرمختللو حالاتو کې د ګوتو کوږوالي یا سو شکل لیدل کیدای شي څنګه چې لوی بندونه ډیر پرې اخته کیږي نو په نوموړو بندونو کې به لاندې  نښې  نښانې ولیدل شي.

درد: 

درد به په ځانګړی ډول د زنګون او ورانی په بند کې د سهار مهال ډیر شدید وي له ګرځیدو سره به نوره هم ډیریږي له استراحت سره به کمیږي لومړی به وقفوي وصف ولري خو وروسته به مزمن شکل غوره کړي.

د بندونو سهارنی شخوالي: 

د سهار لخوا د ناروغانو ته له بستره پاڅیدل ډیر ستونزمن وي او نیږدې تر نیم ساعته د بندونو دا شخوالي دوام کوي او وروسته ورو ورو کمیږي.

د اخته بند د حرکاتو کمیدل:

په دې ناروغۍ کې مفصل ناتوانه کیږي او حرکات یې کمیږي چې عمده علت یې درد او شخوالي ده.

د بندونو پړسوب: 

په اخته بندونو کې به هډوکي  پړسیدلي  ولیدل شي او کله کله پړسیدلي مفصل له اوبو ډک وي.

کړپاري: 

د حرکت پواسطه په مفصل کې کړپاري اوریدل کیدای شي په ځانګړی ډول د لمانځه د ادا په مهال او د زنګنو په قاطیدلو کې.

د عضلاتو کمیدنه: 

د مفصل شا وخوا عضلات کمیږي او د بند هډوکینه برخه لویه ښکاري .

سو شکل یا تغیر د شکل: 

په ځانګړی ډول د  زنګون مفصل ډیر وخت د باندې او یا دننه خواته کوږوالی پیداکوي او یا قاتیږي چې ناروغ بیا نشی کولای هسکه غاړه وګرځی نو ځکه دا ناروغان په ټیټه ملا او یا په عامه اصطلاح په نیم قامته ګرځي .

د دې ناروِغی تشخیص: 

د ډاکټرانو لخوا ددې نارغی پیژندنه ډیره ستونزمنه نه ده کولای شی چې د ایکسرۍ او کلینیکي نښو نښانو په شتون کې دا ناروغي وپیژني، چې په ایکسرۍ کې د بندونو ترمنځ د نورمال حالت په پرتله زیاته خلا یا لیرې والي لیدل کیږي او په ځینو ناروغانو کې به د هډوکو په غاړه کې کوچنی هډوکي پړسوبونه، سیستونه او یا اوبه ولیدل شي خو لابراتواري ټسټونه کوم ځانګړې تشخیصي ارزښت نه لرئ.

د ناروغی تفریقي تشخیص: 

دا ناروغی ډيری وخت له ریوماټوید ارترایټیس سره مغالطه کیږي او باید ډاکټران یې د ښه تشخیص په موخه په پام کې ونیسي . په ریوماټوید آرترایټیس کې معمولاْ د ګوتو واړه بندونه درد کوي ،د اخته بندونو شمیر به زیات وي او د وینې په معاینه کېبه ای ایس آر لوړ او آر ایچ فکتور به مثبت وي خو په اوسټیو آرترایټیس کې به د وینې معاینه نورمال وي.

درملنه: 

ددې ناروغۍ درملنه ډاکټر او ناروغ دواړه ځوروي او  تغیرات یې لکه د کرپندوکو تخریب او کوږوالي په درملو نه تداوی کیږی خو د درد د آرامولو او د سئوشکلونو څخه د مخنیوي لپاره درمل ګټور دي او عموماْ غیر اسټروید د درد ضد درمل لکه دیکلو فینک، پایروکسیکم، اسپرین، بروفین او داسې نور د ډاکټر په مشوره په یوه  واړی مقدار کارول کیدای شئ، همدارنګه د مفصل دننه د کورټیکو اسټروید لکه کینا کارت امپول يعنې پيچکارې تر یوه وخته د درد د له منځه تلو سبب کیدای شي، ولې په مفصل کې د کورټیکو اسټرویډ امپول یوازې له ۵۰ تر ۶۵ ٪ ناروغانو کې ښه نتیجه ورکولای شي او پاتې نور بیا هم له درده ځوریږي خو که په مفصل کې اوبه وي باید اوبه یی وایستل شي.

د دې لپاره چې د مفصلي سطحو د ډیر تخریب څخه مو مخنیوی کړی وي باید دې ناروغانو ته ګلوکوزامین+کانډروټین چی د کپسولو په بڼه په مختلفو نومونوپه بازار کې پیدا کیږي په درملنه کې ورزیات شي.

د دې ناروغی ښه درملنه د جراحي له لپاره د مفصل اویا مفصلي سطحو بدلول دي چې د ناروغ فصل په ځای مصنوعي مفصلونه کارول کیږي خو د لګښت د ډیروالي له کبله ډیر ناروغان دې ډول درملنې ته لاسرسی نه شی درلودئ.

ځینې فزیکي محدودیتونه لکه تمرینات، ګرم تطبیقات او یا ټکورول او د زیتونو په تیلو غوړول یې هم د درد د کموالي او هم د عضلاتو د حرکاتو په ډیروالي او د سئوشکلونو څخه په مخنیوی کې مرسته کولای شي.

هغه کسان چې پدې ناروغۍ اخته وي باید لاندې ټکي په پام کي ونیسئ!

۱: د وزن کمول

۲ : استراحت کول او په بندونو د ډیر وزن څخه مخنیوی

۳ : وړ او مناسب پلی تګ

۴: د هغو دندو پریښودل چې په مفصل باندې د ډیر وزن د راتګ او یا د فشار سبب کیږی.

۵: د خپلسرو او غیرې مسلکي کسانو پواسطه له درملنې څخه باید لاس وا خیستل شي او د درد د پیدا کیدو په صورت کې ژر تر ژره باید د اورتوپیدي ډاکټر سره مشوره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...