جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخواجه آصف: د افغانستان په کورنیو مسایلو کې د پاکستان لاسوهنه، تېروتنه...

خواجه آصف: د افغانستان په کورنیو مسایلو کې د پاکستان لاسوهنه، تېروتنه وه

تاند ( یکشنبه د تلې ـ میزان ۶مه) د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه یوه تېروتنه وه.

خواجه اصف په یوه پاډاکسټ کې ویلي، اړتیا نه وه چې پاکستان د روسیې پر وړاندې د جګړې پر مهال د افغانانو ملاتړ ته دانګلي وای او دا زموږ تېروتنه وه.

هغه د وخت د پوځ مشر، جنرال ضیا الحق یو دیکتاتور یاد کړ چې له امریکا سره یې د اړیکو د غځولو لپاره ځينې کارونه وکړل.

‏خواجه آصف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، له بل لوري بیا د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې د (پاکستان د تحریک انصاف) ګوند یوې لویې غونډې کې په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ له عملیاتو سره مخالفت ښودلی.

ګنډاپور ویلي، د خیبر پښتونخوا حکومت پاکستاني پوځ ته په خپلو سیمو کې د هېڅ ډول عملیاتو اجازه نه ورکوي او په هېڅ قېمت به یې ملاتړ هم ونه کړي.

هغه د پاکستان پر فدرالي ادارو غږ کړی کړی چې د ترهګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره باید په پښتونخوا کې د عملیاتو پرځای په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې اترې وشي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر دغه راز په دې غونډه کې د پاکستان له حکومت د عمران خان او د هغه د مېرمنې د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې او خبرداری یې ورکړی چې دې برخه کې به یې مبارزه د بریا تر درشل دوام کوي.

1 COMMENT

  1. روسان د افغانانو په مټ وشړل شول له امریکایان چی پاکستان یی هم شاته ولاړ وه. ثانیآ هغه وخت د پاکستان اقتصاد د افغان مهاجرینو له وجی ښه شو، په میلونونو ډالر په نوم د مهاجرینو پاکستان تر لاسه کړ، خلکو یی په میلونونو روپی د خپلو کورونو د کرایی او اجارې له وجی واخیستی دوهمه دا چی افغان حکومت سره مذاکرات د ټی ټی پی په رابط ضرور ندی ځکه ټی ټی پی د پاکستان داخلی موضوع ده طالب حکومت باید په شروع کی پدی رابط خبری نوی کړی چی اوس ټول ملامتیا پر طالب حکومت اچوی او وایی دوی د ټی ټی پی مشرانو ته ځای ورکړی او ورڅخه دفاع کوی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب