جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کابل رژیم د سویډن کمېټې وسایل مصادره کړل

د کابل رژیم د سویډن کمېټې وسایل مصادره کړل

تاند (شنبه، د حمل ۴ مه) په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د خپل عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده په امر، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیتونو له منع کولو وروسته، د دغې کمېټې ټول وسایل مصادره کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه اعلامیه کې دغه خبر ورکړی، خو د دې کار لامل او نور جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.

مخکې د سویډن کمېټې مسوولینو هیله ښودلې وه، چې طالبان به یې د فعالیتونو د ودرولو په اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي.

معلومه نه ده، چې د سویډن کمېټې په افغانستان کې څومره دفترونه او وسایل لرل؟

دغې کمېټې له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته روغتیایي، تعلیمي او نور خدمتونه وړاندې کول.

د یادې کمېټې مسوولینو ویلي، چې د فعالیتونو له ودرېد سره یې تر ۱۷ زرو پورې کارکوونکي بې دندو شوي، چې دوی هم خپلو کارکوونکو او هم له خدمتونو برخمن کیدونکو خلکو ته اندېښمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...