یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې یواځې د څو ورځو طبي وسایل...

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې یواځې د څو ورځو طبي وسایل پاتې دي

تاند (شنبه، د سنبلې ۶) د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان وايي، په افغانستان کې د ملیونونو کسانو د درملنې لپاره شته طبي وسایل یواځې څو ورځې نور کار کوي.

دا سازمان وایي، د کابل په هوايي ډګر کې له بمي چاودنې وروسته په اکثره روغتونونو کې طبي وسایلو ته سخته اړتیا ده.

یاد سازمان وايي، په روغتونونو کې اړینو توکو، درملو او د خوار ځواکه ماشومانو لپاره د مغذي توکو کموالی لیدل کېږي.

دې سازمان ویلي د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه سوداګریزې الوتنې د امنیتي ستونزو له امله بندې شوي او له دې امله دوی په نورو لارو غور کوي، څو دغه هېواد ته درمل او طبي وسایل واستوي.

روغتیا سازمان وايي، دوی دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې پاتې شي او له اړینو او بې ځایه شویو خلکو سره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولس اوسمهال د طبي توکو له کمښت سربېره د ژوند په هره برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

عام خلک هیله من دي چې روان سخت حالت به ژر د دوی له سره لېرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب