دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمیرکل وايي، جرمني به د اګست له ۳۱ وروسته هم له افغانانو...

میرکل وايي، جرمني به د اګست له ۳۱ وروسته هم له افغانانو سره مرسته وکړي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۳) د جرمني صدراعظمه انګیلامیرکل وايي، له هغو افغانانو سره به مرسته وکړي چې د جرمني له پوځیانو او موسسو سره یې کار کړی دی.

مېرمن میرکل نن / جهارشنبه، د اګست ۳۱ ته په اشارې وویل، په راتلونکو څو ورځو کې د هوايي پُل پای ته رسېدا باید د هغو مرستندویو افغانانو د ساتنې د هڅو د پای ته رسېدا معنا نه ولري چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په اضطراري حالت کې پاتې شول.

دې زیاته کړه، همدا دلیل دی چې د هوايي ډګر په شمول په هره کچه سختې هڅې کوي هغوی وساتل شي.

د میرکل پر حکومت او د جرمني پر متحدانو په خپلو هیوادونو کې سختې نیوکې کېږي چې د افغانستان د منتخب حکومت د پرزېدو او د طالبانو د لاسبري په اړه یې اټکلونه ناسم ثابت شول.

خو میرکل وویل، جرمني او په اروپايي اتحادیه او ناټو کې د دغه هیواد متحدان باید په راتلونکي کې له اوسني ګډوډ خروجه زده کړه وکړي.

په همدې حال کې جرمني له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ۵۰۰ ملیون یورو ته زیاتې کړې.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، دا اعلان د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون / سې شنبه د اوو سترو صنعتي هیوادونو له انلاین سرمشریزې وروسته وکړ.

پر دې مرستې سربېره جرمني څو ورځې وړاندې ویلي و چې ۱۰۰ ملیون یورو بې ځایه شویو افغانانو ته ځانګړي کوي.

د جرمني دفاع وزیر وړاندیز کړی چې له طالبانو سره دې داسې یوه موافقه وشي چې د اګست له ۳۱ وروسته هم د هغو افغانانو د ایستلو بهیر دوام وکړي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

جرمني تر تېرې شپې پورې په خپلو پوځي الوتکو کې د کابل له هوايي ډګره تر ۴ زره ډېر کسان ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب