Homeخبرونهپښتین ګواښ کړی که حکومت محسن داوړ نن خوشې نکړي سخت غبرګون...

پښتین ګواښ کړی که حکومت محسن داوړ نن خوشې نکړي سخت غبرګون سره به مخ شي

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۵) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، که محسن داوړ تر نن پورې خوشې نشي نو پاکستانی حکومت به د دوی له سخت غبرګون سره مخ شي.

پښتین پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د پارلمان له یو غړي سره له داسې چلند معلومیږي، چې په پاکستان کې د پښتنو وضعیت څنګه دی.

د یاد غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ تېره ورځ داسې مهال د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو، چې غوښتل په چمن کې له هغو کورنیو سره وګوري، چې تر لوی اختر وړاندې یې امنیتي ځواکونو د کورنۍ غړي ور وژلي وو.

په ورته مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر دغه کار د محسن داوړ د ښې ساتنې لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې د نوموړي په خلاف تر اوسه کومه قضیه نه ثبت شوې.

په پاکستان کې مېشت پښتانه له کلونو راهیسې د حکومت له ظلمونو شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...