یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدریله اوربند د طالبانو انکار | عبدالمنان توحیدیار

له اوربند د طالبانو انکار | عبدالمنان توحیدیار

امریکايي پلاوي قطر کې له طالبانو سره بحثونه وروستي کړي، خو دا چې دې بحثونو کې افغان حکومت او افغانانو غوښتني هم مطرح شوي تراوسه طالبانو نه دي منلي او هڅه دا ده چې طالبان يې په منلو مجبور شي.

د افغان حکومت او افغانانو غوښتنه دا ده چې نور تاوتریخوالی بس او بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره شرطونه هم همدا دي چې که امریکايي پوځیان له افغانستان وځي، باید جګړه پای ته ورسیږي، طالبان به اوربند کوي او بین الافغاني مذاکراتو پایله کې به یو باثبات افغانستان رامنځ ته کوي.

د طالبانو د سیاسي ډلې ځینو غړو په اوربند باندې سلا کړې وه، خو دا چې د نظامي مشرانو او قومندانانو نظر اخیستل پکې ضرور و، د طالبانو یو پلاوی کویټې او اسلام اباد کې د طالبانو سره مشرانو سره لیدلي دی.

ویل کیږي دا پلاوی هلمند ولایت ته هم راغلی خو تراوسه دا نه ده تایید شوې، اوس چې پلاوی بیرته د کویټې له لارې قطر ته ګرځیدلی دی، نظامي طالبانو یې خپلې اندیښنې او ملاحظات له سیاسي ډلې سره شریک کړی دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند درې ورځې وړاندې رسنیو سره منلې وه چې د دوی پلاوی د اوربند د سلا مشورو لپاره کویټې ته تللی او قطر کې هم پرې بحثونه شوي چې اوربند به کیږي.

خو کله چې د طالبانو پلاوی له کویټې قطر ته ستون شو، طالبان له دې منکر شول چې ګنې دوی دې په اوربند باندې مشورې کړې وي.

طالبانو اعلامیه ورکړه چې دوی له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک په شرط تاوتریخوالی راکموي او هيڅ ډول اوربند نه کوي.

طالبان حاضر دی چې له امریکایانو سره اوربند وکړي، خو له افغان حکومت او افغانانو سره یې نه کوي.

د طالبانو جګړه چې د اشغال تر نامه لاندې یې جهاد!؟ بولي، پخوا هم مالومه وه او اوس یو ځل بیا خلکو ته مالومه شوه چې دا ډله د افغانانو د وژنې لپاره راپورته شوې او د دې لپاره چې خپلو ظلمونو ته توجیې پيدا کړي د اشغال او مزدور نوم یې ورکړی دی.

د اوربند په تړاو د سیاسي او نظامي طالبانو ترمنځ د نظر اختلاف څخه ښکاري چې طالبان به هیڅکله په یو غږ او یو دریځ باندې د سولې پروسه بریالی نه کړي.

طالبان اوس په څو ډلو ویشل شوي او هره ډله یې خپل فکر او له سولې خپل تحلیل لري چې د ځمکې او اسمان هومره فرق لري.

یوه ډله اوسنی نظام ړنګیدل غواړي، بله ډله یو ګډ نظام او حکومت جوړیدل غواړي او بل نظام یې بیا د جګړې دوام غواړي، تر هغې د جګړې دوام د اوسني حکومت او مخکیني حکومت ټول مسوولین به په دار کیږي او اوسنی نظام به د جګړې په پایله کې له منځه ځي چې طالبان به د فتحې نوم ورکوي.

خو د طالبانو دا خیالونه اوس هیڅ افغان نه مني، نه یې د نړۍ هیڅ هېواد مني او نه افغانان دومره بې اوره او بې کوره دي چې طالبانو ته به هر څه پریږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب